جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهایران: د بندرعباس چاودنې تر ۷۰۰ زیات کسان مړه او ټپیان کړل

ایران: د بندرعباس چاودنې تر ۷۰۰ زیات کسان مړه او ټپیان کړل

تاند【یکشنبه د ثور ـ غویي ۷مه】‏د ایران په بندر عباس کې د پرون شنبې ورځې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او له ۷ سوو زیات نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د ناورین مهارولو ادارې ویاند ویلي، د بندر عباس په شهید رجایي بندر کې دغه چاودنه په کانټینرونو کې د کیمیاوي توکو د ناسمې ساتنې له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړې چې تر دې وړاندې هم د دغو کیمیاوي توکو د چاودنې خبرداری ورکړل شوی و.

دا چاودنه پرون شاوخوا ۱۲ بجې وشوه.

دا چاودنه داسې مهال کېږي، چې هممهاله په عمان کې د ایران او امریکا د خبرو درېیم پړاو پیل شوی.

ایراني چارواکو ویلي، چې د چاودنې غږ تر ۳۰ کیلو مټرو پورې اورېدل شوی دی.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د همدې بندر کمپیوټرونه د یوه سایبري برید له امله زیانمن شوي وو، چې د لارو او اوبو د تګ راتګ پر سیستم یې اغېز کړی و.

اسراییل له امریکا غوښتي چې د ایران پر اتومي تاسیساتو ځواکمن بمونه واچوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...