پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهد ایران بندرعباس کې چاودنه؛ د ټپیانو شمېر له ۵۰۰ واوښت

د ایران بندرعباس کې چاودنه؛ د ټپیانو شمېر له ۵۰۰ واوښت

تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۶مه】رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران بندر عباس په چاودنه کې د ټپیانو شمېر له ۵۰۰ تنو وا وښت.

که څه هم د یادې چاودنې نوعیت او لامل نه دی معلوم.

دا چاودنه داسې مهال کېږي، چې هممهاله په عمان کې د ایران او امریکا د خبرو درېیم پړاو پیل شوی دی.

بل خوا د ایران د نفتو تصفیې ادارې ویلي، چې دا چاودنه او اورلګیدنه له تصفیه خونو، سون موادو او د تېلو له پایپ لاینونو سره هېڅ تړاو نه لري.

ایراني چارواکو ویلي، چې د چاودنې غږ تر ۳۰ کیلو مټرو پورې اورېدل شوی دی.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د همدې بندر کمپیوټرونه د یوه سایبري برید له امله زیانمن شوي وو، چې د لارو او اوبو د تګ راتګ پر سیستم یې اغېز کړی و.

بل لورته بیا د ایران د سرې میاشتې مشر بابک محمودي رسنیو ته تر دې دمه د لږ تر لږه څلورو کسانو مړینه هم تایید کړې ده.

سرچینه وایي، چې چاودنه نن څه باندې ۱۲ بجې د بندر عباس ښار د شهیدرجايي په بندري تاسیساتو کې شوې ده.

1 COMMENT

  1. ډیر امکان لري چي پدې پېښه یا عمل کي دَ پاکستان لاس وي یا دا کړنه پاکستانیانو ترسره کړي وي ځکه چي په دا وروستیو کي امریکا تصمیم نيولئ چي ايران ته پر پاکستان ترجیح ورکړې او نور دَ دې طفيلي او بدنامه پاکستان څخه ځان خلاص کړی او د تجزیې یا نابودۍ کندې ته وسپاري. د پاکستان جعلي جغرافیه، بي ثباته اقتصاد، وږئ بي نظمه، بې فرهنګه او شړیدلئ ملت، د تروریزم ځاله اوس د امریکې په غاړه دروند بار دي. ایران برعکس با ثبات، لويه له نفتو او ګازو ډکه جغرافیه، موړ، خودکفا، بافرهنګه، متمدن، په علم او پوهه سمبال تاريخي ملت د امریکا د دوستۍ، ګټو او اهدافو لپاره په مراتبو تر اجير او مزدور پاکستان بهتره ده چي امریک حساب پرې وکړي او په سیمه کي خپلو اهدافو ته ځان پرې ورسوي او دَ عربي نړۍ ډیر هیوادونه پرې مطیع او کنترول کړې.
    په درنښت!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...