پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهپه افغانستان کې د شري ناروغي ډېره شوې، د مخنیوي لارې یې...

په افغانستان کې د شري ناروغي ډېره شوې، د مخنیوي لارې یې څه دي؟

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۶ مه) د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ پیښې په بې سارې ډول زیاتې شوې دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ (د غويي/ ثور ۵ مه) په یوه راپور کې وویل چې د یوې میاشتې په موده کې په افغانستان کې ۱۲ زره ماشومان په شري اخته شوې چې په یوه میاشت کې دوه څلویښت سلنه زیاتوالی ښیي.

د دې راپور له مخې یوازې د مارچ په میاشت کې شري ناروغۍ په افغانستان کې د څلور اتیا کسانو ژوند اخیستی دی.

 د تیرو څلورو میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ د قربانیانو شمیر ۱۹۳ ته رسیدلی دی.

د دې ناروغي د خپریدو د مخنیوي لپاره باید څه وکړو؟

شري ناروغي، نښې، نښانې او درملنه یې!

د اوړي او پسرلي په موسم کې په ماشومانو کې رامنځته کېدونکې ناروغۍ (شری) یوه وایروسي ناروغي ده، چې د خپرېدو په سبب یې په ګڼ شمېر ماشومانو اغېزمن کېږي، روغتیاییی کارپوهان وایي چې په دې وایروس هغه ماشومان اخته کېږي چې واکسین ورته نه وي شوي.

شری یوه هغه ناروغي ده چې د ټوخي او پرنجي له لارې نورو ته انتقالېږي او د لویانو پرځای ماشومان ډېر اغېزمنوي، دغه راز دا وایروس په جامو کې هم موندل کېږي چې په سبب بیا نورو ماشومانو ته هم انتقال مومي.

د شري نښې نښانې د مخنیوي لارې؟

شری تر ډېره په ګرمو هیوادونو کې د پسرلي په موسم د کمزوري هغه کسان اغېزمنوي چې د بدن دفاعي سیستم یې کمزور یوي. دا ناروغي له تبې څخه پیلېږي او ورپسې نورې نښې لکه له سترګو اوبه بهېدل، د سترګو سوروالی، د پزې خارښت، سر دردي، د ملا درد، ټوخی او د ستوني درد راڅرګندېږي.

روغتیایي متخصصان وایي چې د شري په نښو، نښانو کې دا هم شامل دي چې د مخ، غاړې، مټو او د بدن پوستکی سوروالی پیدا کوي او کوچنۍ، کوچنۍ دانې پرې راخېژي او په دې ناروغۍ له اخته کېدو وروسته د قبض، بې اشتهايي، نا آرامي، ستړیا او د بې هوښۍ په څېر کیفیتونه عام دي.

هغه ماشومان چې په شري اخته وي، څه ډول خواړه ورکړو؟

داسې کسانو ته باید ډېرې اوبه ورکړل شي او صحي څښاک یا مشروبات دې استعمال کړي او د ژر ښه کېدو لپاره د تازه مېوو جوس ورکړئ. دغه راز وچې مېوې یا وچ اینځر دې وکارول شي خو توازن دې په نظر کې ونیول شي، دال دې استعمال کړي او کله چې تبه پرې شوه سبزیجات وکاروئ. خو له غوښې، شېدو، ګرمو مسالو، سور مرچک، لبنیاتو او هګیو څخه ډډه وکړئ.

د شري درملنه به څه ډول کوو؟

د شري ناروغي چې له وایروس څخه پیدا کېږي، کوم ځانګړی او بشپړ علاج نه لري، د شري ناروغان په کورونو کې ښه کېږي، خو په ډېرو قضیو کې باید روغتون ته یووړل شي، نو ځکه خو روغتیایۍ کارپوهانو پر واکسینو ټینګار کړی دی.

روغتیایي متخصصان وایي چې له شري څخه د ژغورلو لپاره واکسین کول اړین وي، نو ماشومانو ته دوه ځلې واکسین وګورئ، لومړی ځل په یو کلنۍ او دوهم ښوونځي ته له لېږلو دمخه ورته وهل کېږي.

د شري د شدت د کمولو کورنۍ طریقې:

د شري د شدت کمولو او د ژر ښه کېدلو لپاره د ځان پاکوالي ته پاملرنه ضروري وي، ماشومان بیا بیا ولمبوئ او پاکې جامې ور واغوندئ او ماشومان مه پرېږدئ چې خپلې دانې وګیروي یا فشار پرې راوړي.

په دې اړه دا لاندې لیکنه هم ولولئ:

شري (سرخکان) ناروغي | ډاکټر علي قمرزی

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب