پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهد طالبانو پخواني قوماندان د امریکايي ژورنالیست په برمته کولو اعتراف وکړ

د طالبانو پخواني قوماندان د امریکايي ژورنالیست په برمته کولو اعتراف وکړ

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۶ مه) د امریکا د عدليې وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د طالبانو یوه پخواني قوماندان منلې چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې یې په افغانستان او پاکستان کې یو امریکايي ژورنالېست او دوه افغان اتباع یرغمل کړي وو.

۴۹ کلن افغان تبعه حاجي نجيب الله، چې په ۲۰۲۰ کال کې د رویټرز خبري اژانس د پخواني خبریال ډېوېډ روډ پر تښتولو تورن شوی و، اوس د عمر قید سزا له خطر سره مخامخ دی.

نجيب الله مخکې هم په دې جرم اعتراف کړی و. نوموړي همداراز له ۲۰۰۷ تر ۲۰۰۹ کلونو پورې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژنو په قضیه کې هم خپل رول منلی و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د عدليې وزارت وویل چې د نجيب الله تر مشرۍ لاندې طالبانو د امریکا پر پوځیانو بریدونه کول. همداراز یې له یوه فرانسوي خبریال سره د نجيب الله د مرکې هغه څرګندونې یادې کړې، چې پکې نوموړي ویلي و چې څنګه یې فرانسوي او امریکايي عسکرو ویشتي وو.

د ایف بي آی یا د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې د نیویارک څانګې مشر کریسټوفر جې. رایا په یوه بیان کې وویل:
«دا تروریستي بریدونه د انسانیت په وړاندې د بشپړې بې پروايۍ څرګندونه کوي، او نجيب الله بالاخره د خپلو دغو کړنو مسوولیت ومانه.»

د نیویارک د جنوبي حوزې د امریکا فدرالي څارنوال، جې کلیټن، وویل چې د هغه دفتر به د هغو کسانو، چې امریکایان د ترور له لارې زیانمنوي، که هر ځای وي، جدي تعقیب ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب