تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۶ مه) د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې کمېټې راپور ورکړی چې شاوخوا ۶.۱ میلیونه افغان اتباع دا مهال په ایران کې مېشت دي، او د هغوی شمېر اوس څرګند شوی دی.
د کمېټې ویاند، ابراهیم رضایي، دا اعلان د جمعې په ورځ د پارلمان په غونډه کې وکړ، چې پکې جګپوړو چارواکو، د امنیتي او مهاجرتي چارو استازو هم ګډون درلود.
چارواکو د مهمو مسایلو یادونه وکړه، په ځانګړي ډول د ایران د شمال ختیځ ولایت د مرکز مشهد پر اساسي خدماتو د فشار یادونه وکړه چې د اوسېدونکو په منځ کې یې ۱.۲ میلیونه افغانان دېره دي.
د اقتصاد له اړخه پر حکومت د واردو درنو بارونو یادونه هم وشوه، لکه د روغتیا، تعلیم او انرژۍ د سبسایډي ورکول، او همداراز د انساني قاچاق د شبکو پر وړاندې د مبارزې هڅې.
د غونډې اصلي بحث د امنیتي اندېښنو پر محور راڅرخېده، چې چارواکو پکې د سیمې جیوپولیتیکي ګواښونه او د اسراییل فعالیتونه د عمده خطرونو په توګه یاد کړل.
پر ادارې خنډونو نیوکه وشوه، او د سرحدونو د لا سخت کنټرول او له طالبانو سره د دیپلوماتیکو خبرو غوښتنه هم مطرح شوه.
کمېټې د متوازن سیاست غوښتنه وکړه، په دې ټینګار سره چې ایران له افغانستان سره ژور تمدني تړاو لري، خو باید د ناقانونه ننوتو پر وړاندې قاطع اقدام وشي.
ایراني چارواکو او رسنیو په ځلونو په خپل هیواد کې د مېشتو افغانانو ضد و نقیض شمېرې اعلان کړي. ځینې وايي چې په دغه هیواد کې د افغانانو شمېر له یو نیم تر دوه نیم میلیونو پورې رسیږي او ځینو حتې ادعا کړې چې په ایران کې د افغان کډوالو شمېر ۸ میلیونو ته رسیدلی دی.
په افغانستان هيڅ څوک نشته ټول ايران ته تللي,په پارکونو کي ليکلي چي سپي ته اجازه افغان ته نه خی څنګه کيدای شي چي کورو کي اجازه ورګړي.
داد دملايانو درواغ.
کولال صاحب السلام علیکم. بالکل دروغ او درواغجن دی ډېر ښه پېژندلی دی.