پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهافغانستان به د مسکو د نړیوالې غونډې د بحث موضوع وي

افغانستان به د مسکو د نړیوالې غونډې د بحث موضوع وي

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۶ مه) په مسکو کې د یوې نړیوالې غونډې په اړه د روسیې د ملي امنیت د شورا مشر سرګي شویګو ویلي چې د دې غونډې د اجنډا یوه مهمه موضوع به افغانستان وي.

ټاکل شوې ده چې دا درې ورځنۍ غونډه د مې په اووه ویشتمه د روسیې په پلازمینه ماسکو کې پیل شي او د نړۍ د شاوخوا یوسل او پنځوس هیوادونو استازي برخه پکې واخلي.

د روسیې تاس اژانس د شویګو په قول خبر ورکړ چې د افغانستان قضیې ته په خپل بهرني سیاست کې د یوشمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ لومړیتوب ورکوي.

روسیه په کابل کې له واکمنو طالبانو سره نژدې اړیکي لري؛ تیره اوونۍ یې د طالبان نوم د ترهګرو له لست څخه لرې کړ او ویې ویل چې په مسکو کې به د دوی سفیر ومني، خو لاهم روسیې د نړۍ د نورو هیوادو په څیر د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پيژندلی.

په عین حال کئ د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په افغانستان کې د لوېدیځ په هدفونو شک څرګند کړی او خبرداری یې ورکړی چې بیا افغانستان ته زړه ښه نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب