تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۶مه】وروسته تر هغې، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول، دا دوهم ځل دی چې د هند او پاکستان پوله ساتي پر یو بل د وسلو ډزې کوي.
رویټرز خبري اژانس د هندي چارواکو له قوله ویلي، چې د کشمیر په اوږدو کې پر کنټرول کرښه هندي لوري ته پاکستاني پوځيانو پرته له کوم دلیل د سپکو وسلو ډزې کړې دي، چې هند یې هم په ځواب کې ډزې کړې دي.
تر اوسه د دغې وسله والې نښتې له امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
هند د کشمیر پهلګام پېښې پړه پر پاکستان اچولې، چې له امله یې د دواړو هېوادونو اړیکې تر وروستي بریده ترینګلي شوي.
له برید وروسته دواړو هېوادونو یو پر بل بېلابېل محدودیتونه وضع کړل او خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې یې ټيټې کچې ته راوستې.
پاکستان خپل فضایي حریم د هندي الوتکو پر مخ تړلی او هند د ۱۹۶۰ کال د ایندوس سیند تړون چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو وېش تنظیموي، ځنډولی دی.
دا کړکېچ داسې مهال زیاتېدونکی دی چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو له دواړو هېوادونو غوښتي، څو له زغم کار واخلي او تاوتریخوالی ونه کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي چې د سیمې وضعیت له نږدې څاري او له دواړو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د وضعیت د خرابېدو لامل کېږي.
له دې وړاندې د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د هند او پاکستان ترمنځ د وروستي راپورته شوي وضعیت د حل په موخه وړاندیزونه کړي او تاوتریخوالی یې د لویو زیانونو مل ګڼلی دی.