پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهد ژغورنې نړیواله کمېټه، افغانستان کې د خپلو ژغورونکو خدماتو ځینې برخې...

د ژغورنې نړیواله کمېټه، افغانستان کې د خپلو ژغورونکو خدماتو ځینې برخې ځنډوي

تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۶مه】د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان کې ملیونونه کسان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان د خوړو له نه خوندیتوب او ګڼو ناروغیو سره مخ دي.

یاده کمېټه زیاتوي چې د امریکا د مرستو ځنډېدو د دوی ژوند اغېزمن کړی دی.

راپور کې راغلي چې د دوی ژغورونکو خدماتو بودیجه داسې مهال کمیږي، چې افغانستان کې د بشري اړتیاو کچه ورځ تر بلې لوړیږي.

یادې کمېټې ویلي، د امریکا د مرستو ځنډېدو له امله اړ دي چې افغانستان کې خپل ځینې “ژغورونکي خدمتونه” وځنډوي.

د دې کمېټې د مالوماتو له مخې، افغانستان دا مهال له سخت بشري ناورین سره مخ دی او څه باندې ۲۲.۹ میلیونه وګړي يې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ژغورنې نړیواله کمیټه (IRC) له 1980مو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.

دوی بېړنۍ روغتیايي مرستې، نغدي مرسته، د زده‌کړې پروګرامونه، او د ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړي خدمات وړاندې کوي، په ځانګړي ډول له خوارځواکۍ، جګړو او طبیعي افتونو اغېزمنو شویو کورنیو ته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب