Homeخبرونهد قطر صدراعظم له امیرخان متقي سره د افغانستان پر وروستي وضعیت...

د قطر صدراعظم له امیرخان متقي سره د افغانستان پر وروستي وضعیت خبرې وکړې

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۸ مه) د قطر د دولت صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني، د افغانستان د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي سره، چې دا مهال قطر ته په سفر تللی، ولیدل.

د قطر د ګلف ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې کتنې په ترڅ کې د افغانستان پر وروستي وضعیت خبرې وشوې او د افغان ولس د ملاتړ لارې چارې وڅېړل شوې.

د قطر صدراعظم ټینګار وکړ چې د قطر دولت د افغانستان د ټولو قشرونو کلک ملاتړ ته ژمن دی او خپلو هڅو ته دوام ورکوي تر څو په افغانستان کې امنیت، ثبات، سوکالي او عزتمن ژوند تأمین شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت قطر ته د امیرخان متقي د دې سفر د هدف په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو او دفاع وزیران، ريیس الوزرا او د هغه اقتصادي مرستیال هم څو ځلې د قطري چارواکو په بلنه دغه هیواد ته تللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...