جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپنځلس میلیونو افغانانو الیکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي

پنځلس میلیونو افغانانو الیکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۲ مه) د احصایې او معلوماتو اداره وايي چې د الیکترونیکي تذکرو د وېش له پيل څخه تر اوسه پورې تر ۱۵ میلیونو زیاتو کسانو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.

د الیکترونیکي تذکرو وېش په چمهوري حکومت کې له اوږدو ناندریو وروسته پیل شو او ورځ په ورځ یې توزیع په پراخېدو وه خو د طالبانو له واک ته رسیدو سره دا بهیر ټکنی شو مګر طالبانو په وروستیو کلونو کې د دغو تذکرو وېش بیرته چټک کړ.

ویل شوي چې نژدې ۹ میلیونه برېښنايي تذکرې د طالبانو د حکومت له رامنځته کېدو په وروسته څه باندې درو کلونو کې وېشل شوې دي.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، تر اوسه پورې له ۹ میلیونه او ۶۷ زرو څخه زیاتو نارینه‌وو او له ۵ میلیونه او ۹۵۲ زرو څخه زیاتو ښځو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.

عموماً هغه خلک الیکترونیکي تذکرې اخلي چې له هیواده د وتلو نیت لري خو که د تذکرې د لرلو شرط په ډېرو برخو کې کېښودل شي، ښايي ټول خلک د دغو تذکرو اخیستلو ته مکلف شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...