تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۴ مه) سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون (یکشنبه، د جدي ۲۳مه) د طالبانو له خوا په افغانستان کې د نیول شویو امریکایانو له کورنیو سره تلیفوني خبرې کړې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د راپور له مخې، بایډن په دې تلیفوني خبرو کې هغوی ته وویل ژمن دی هغه امریکایان بېرته راولي چې په ناحقه په بهرنیو زندانونو کې بنديان دي.
د رایان کوربت، جورج ګلزمن، او محمود حبیبي په شمول اووه تنه امریکايي اتباع له ۲۰۲۲ کال راهیسې د طالبانو په زندانونو کې بنديان دي.
که څه هم د بایډن حکومت د ۲۹۲۴ د جولای له میاشتې راهیسې له طالبانو سره د دې دریو امریکایي اتباعو د خوشې کولو لپاره په خبرو بوخت دی، خو تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.
دا په داسې حال کې ده چې رویټرز مخکې راپور ورکړی و چې د امریکا حکومت له طالبانو سره په خبرو بوخت دی چې د دې امریکایي زندانیانو په بدل کې له ګوانتنامو څخه محمد رحیم خوشي وکړي. محمد رحیم د ګوانتنامو یو مهم بندي او د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن مرستیال و.
یوې سرچینې چې د دې بهیر په اړه یې معلومات درلودل، د یکشنبې په ورځ رویټرز ته ویلي چې د امریکایانو د خوضي کېدو د تضمینولو لپاره هڅې روانې دي.
رایان کوربت او محمود حبیبي د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته، د متحده ایالاتو د ځواکونو د بې بندوبسته وتلو په منځ کې، د ۲۰۲۲ کال په اګست کې په جلا پېښو کې ونیول شول. جورج ګلزمن بیا په همدغه کال کې افغانستان ته د یو سیلاني په توګه د سفر پر مهال د طالبانو له خوا ونیول شو.
راپورونه وايي چې حبیبي په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په قضیه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی او القاعده ته سپارل شوی دی. له همدې کبله طالبان انکار کوي چې نوموړی له دوی سره نه شته.