دوشنبه, فبروري 17, 2025
Homeخبرونهننګرهار کې نایابه نیول شوی وحشي ژوی بیرته خوشې شو

ننګرهار کې نایابه نیول شوی وحشي ژوی بیرته خوشې شو

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۴مه) ننګرهار کئ د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ریاست ویلي، د ښېوې ولسوالۍ کاشکوټ سیمه کې د کوږ په نوم نایابه وحشي حیوان، چې د کوچیانو له لوري نیول شوی و بیرته ازاد چاپېریال ته خوشې کړای شو.

د دغه وحشي ژوي روغتیایي وضعیت ته په کتو تر درملنې وروسته د وحشي ژوو او الوتونکو د خوشي کولو لپاره د ټاکل شوې کمېټې د غړو په شتون کې بیرته خپل اصلي چاپېریال ته خوشې شو.

د معلوماتو له مخې، دغه حیوان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ساتل شویو نوعو په لېست کې شامل د نایابه وحشي حیواناتو له ډلې دی، چې د ایکوسیستم لپاره خورا مهم ارزښت لري.

د یاودنې ده، چې د طالبانو ریاست الوزرا د ۱۱۴ ګڼې حکم پر بنسټ د وحشي ژوو او الوتونکو ښکار او قاچاق منع دی او سرغړونکو ته د قانون له مخې سزا ورکول کېږي.

1 COMMENT

  1. الله مو وساته حیوانه. داسی ښکلی وحشی مو تر اوسه پر انترنټ هم نه وه لیدلی. داسی تر اوسه له وحشی انسانانو څخه ژوندی پاتی شوی یی دا هم یوه معجزه ده. افغانستان کی په والله کی د هوا مرغی په امن کی وی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

یو شپون او یو پښتون ملا، ورسره یو څو یاران!|دوکتور لعل پاچا ازمون

له ناچاپ کتابه ما څه ګناه کړې؟ ژوند لوی پنډه را ته پر سر ایښی دی، زه یوازې او سپېره مړي کارونه دومره زیات دي چې...