Homeخبرونهطالبانو له ایراني لوري سره د اړیکو پر پالنې او پراختیا خبرې...

طالبانو له ایراني لوري سره د اړیکو پر پالنې او پراختیا خبرې وکړې

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۴مه) په کابل کې د ایران نوي سفير علي‌رضا بیکدلي د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره لیدنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ایران نوي سفیر ته طالبانو ډاډ ورکړ، چې د هغه د ماموریت په لړ کې به د افغانستان او ايران سیاسي، اقتصادي او فرهنگي اړیکې نورې هم پیاوړې او پراخه شي.

دغه راز عباس ستانکزي په ایران کې د افغان مهاجرینو پر ستونزو د خبرو پرمهال هیله څرگنده کړه، چې ایران ته د افغانانو د تګ راتګ او هلته د مهاجرینو د ستونزو د حل په لړ کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې په ایران کې افغان کډوال له سخت او بد حالت سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...