Homeخبرونهحامد کرزي یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې نجونو ته د...

حامد کرزي یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې نجونو ته د زده کړو حق ورکړي

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۴ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه بیا پرانیزي.

سره له دې چې د طالبانو مشر او شاوخوا کړۍ یې د نجونو د ښوونځیو په اړه خبرې نه خوښوي، حامد کرزی، چې په کابل کې اوسي هر څه موده وروسته په دې ډلې غږ کوي چې نجونو ته د زده کړو حق ورکړي.

ښاغلي کرزي د اسلام‌اباد په غونډه کې د اسلامي نړۍ د اتحادیې (مسلم ورلډ لیګ) د کنفرانس د اعلامیې هم هرکلی وکړ، چې په اسلامي نړۍ کې د نجونو د زده‌کړو د خنډونو د لرې کولو اهمیت یې په ګوته کړی دی. هغه له طالبانو وغوښتل چې دې اصولو ته پام وکړي او ژر اقدام وکړي څو د افغانستان راتلونکي ته بیا هیلې وغوړېږي.

کرزي ټینګار وکړ چې د نجونو زده‌کړو مخنیوی نه یوازې د توجیه وړ نه دی، بلکې د افغانستان ملي ګټو ته زیان رسوي.

ده وویل: «زده‌کړه د افغان نجونو لپاره یو بې‌پوښتنې او نه حتمي حق دی. ښوونځي ته د دوی د تګ مخنیوی زموږ د هېواد له ملي ګټو او لوړو هدفونو سره په ټکر کې دی.»

کرزي د دې پالیسۍ د اغېزو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې د ښوونیزو بنسټونو بیا پرانیستل د هېواد د ځوانانو د ځواکمنتیا، د ځان بسیاینې او د هغو افغانانو چې بهر ته د فرصتونو په لټه کې دي، د کډواله کېدو د کمولو لپاره ډېر مهم دي.

پخواني ولسمشر زیاته کړه: «د نجونو د زده‌کړو په مخنیوي موږ د ټولنې ثبات، د کورنیو ځواکمنتیا، او د هېواد پرمختګ زیانمنوو.»

طالبانو نجونې او ښځې له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو څخه منع کړي دي. ښځې همداراز د طبي زده‌کړو او په غیر دولتي سازمانونو کې له کار کولو څخه هم منع شوې دي.

طالب مشرانو د نجونو د زده کړو د مخنیوي لپاره هیڅ راز دیني او شرعي توجیه نه وړاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...