Home+په معاصرو نړیوالو حقوقو کې د امن تړونونه

په معاصرو نړیوالو حقوقو کې د امن تړونونه

پوهاند نصرالله ستانکزی

(شپاړلسمه برخه)

۳۷ – د بن هوکړه‌لیک ۲۰۰۱ (Boon Agrément 2001):

د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر د ۱۱ نیټې له پیښو، او د امریکا د متحده ایالاتونو په مشرۍ د تروریزم ضد ایتلاف له پوځي عملیاتو‌ څخه وروسته چې د طالبانو لومړني حکومت یې نسکور کړ، د ۲۰۰۱ کال د نوامبر له ۲۷ نیټې څخه د دسامبر تر ۵ نیټې پوری د ملگرو‌ ملتونو په مشرۍ، له طالبانو وروسته د یوې نوې ادارې د جورولو‌ په موخه د جرمني د بن په ښار کي د طالب ضد ځواکونو (د روم ډله، ‌قبرس ډله، شمال ایتلاف او پیښور ډله) تر منځ غونډه وشوه.

دغه غونډه چې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي اخضر ابراهیمی یې مشري کوله، د نړۍ تقریباً د ټولو هیوادونو او اړوندو‌ نړیوالو سازمانونو ملاتړ یې له ځانه سره درلود.

د بن په غونډه کي د اصلي افغاني گډون والو شمیر ۲۷ تنه وو، او دغه غونډه چې د ۲۰۰۱ کال د نوامبر په ۲۷ نیټه پیل شوی وه، د همدې کال د دسامبر په پنځمه نیټه، د یوه هوکړه‌لیک په لاسلیک سره چې د څلورو اصلي گروپونو د استازو له خوا د ملگرو‌ملتونو او نورو نړیوالو استازو په شتون کې لاسلیک او پای ته ورسیده.

دغه هوکړه‌لیک چې د بن د موافقتنامې په نامه پیژندل کیږي ۸مادې یې درلودې او په شپږو برخو کې تنظیم شوی ؤ. د دغه هوکړه لیک شپږ برخې دا وې:

۱ – موقته اداره: په دغه هوکړه لیک کې موافقه وشوه چې یوه موقته اداره د شپږو میاشتو له پاره تاسیس شي، له دغه هوکړه لیک سره سم د دې حکومت د رییس او د کابینې غړو دندې او‌شمیر مشخص شوی ؤ. د بن په هوکړه لیک کې د افغانستان قومي او‌مذهبی او همدارنگه سیاسي جوړښت ته د موقتې ادارې په ترکیب کې پاملرنه شوې وه، په دې توگه موقته اداره له یو رییس، پنځه د رییس مرستیالان او ۲۴، وزیرانو څخه مرکبه وه.

همدارنگه موقته اداره موظفه شوې وه چې د شپږو میاشتو له ختمېدو سره سم اضطراري لویه جرگه جوړه کړي چې دې جرگې دنده درلوده انتقالي دولت د دوو کالونو له پاره جوړه کړي.

۲ – اضطراري لویه جرگه – دې لویی جرگې دنده درلوده چې. د انتقالي دولت مشر د دوو کالونو له پاره ‌وټاکي، او همدارنگه باید د جرگې له منځه یو انتقالي پارلمان جوړ شوی وای (چی دا اقدام ‌و نه شو.)

۳- امنیتی ترتیبات: د بن په هوکړه‌لیک کې راغلي ؤ چې یو امنیتي محدود پوځ ISAF له نړیوالو قواوو څخه را منځ ته شي؛ تر څو د کابل او ورڅیرمو سیمو امنیت ټینگ کړي.

همدارنگه باید له وسله والو افرادو څخه وسلې ټولې شي.

۴- قضاییه قوه او حقوقی اقدامات – د بن د موافقتنامې له مخې په افغانستان کې د حقوقي او قضایي او اداري اصلاحاتو او د یوه حقوقي قضایي بې طرفه سیستم د رامنځ ته کیدو‌ له پاره څلور کمیسیونونه د ملکي اداري اصلاحاتو گمیسیون، د بشري حقوقو کمیسیون، د اضطراري لویې جرگې د جوړولو کمیسیون او د عدلي او قضایي اصلاحاتو کمیسیون، رامنځ ته شول.

همد‌ اشان باید یوه مستقله قضایي قوه هم رامنځته شوې وه.

۵ – نړیوالې مرستې: نړیواله ټولنه، ملگري ملتونه او‌ اروپایي اتحادیه، د ملگرو ملتونو غرو هیوادونو پریکړه وکړه چې د افغانستان په بیا رغونه کې مرسته کوي.

۶- نړیوال نظارت – د بن د موافقتنامې د عملي کیدو د نظارت له پاره یو نظارتي ټیم وگومارل شو چې په سر کې یې اخضر براهیمي ؤ.

د یادونې وړ ده چې د بن له هوکړې سره سم د ۱۹۶۴کال اساسی قانون هغه مواد چې د بن‌ له موافقتنامې سره په تناقض کې نه ول، د تطبیق وړ ؤ. همدارنگه باید قوانین او قانون جوړونه د ۱۹۶۴ کال د اساسي قانون، هغو نړیوالو تعهداتو چې افغانستان یې غړیتوب درلود او د بن د موافقتنامې له ‌محتوا سره سم وضع شي.

د بن موافقتنامې احکام د ۲۰۰۴، کال د افغانستان د اساسی قانون له انفاذ سره سم له اعتباره ساقط شول.
(نور بیا)

په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن تړونونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...