تاند – دا به ښايي ډېره اسانه نه وي چې په نړۍ کې تر ټولو په کومو ژبو ډېر انسانان خبرې کوي. خو په دې کې شک نه شته چې د چین منډرین، انګلیسي، هسپانیايي او عربي به په هر لیست کې وي. په لویو ژبو کې موجودې لهجې او د لهجو د توپیر څومره والي دا چاره نوره هم ستونزمنه کړې.
د ژبو د اصلي ویونکو دقیق شمېر معلومول هم ګران کار دی. لکه چینايي یا هندي چې دواړو د ګڼو لهجو او حتي ژبو مجموعې دي.
خو د ژبو په اړه وروستۍ خپاره شوي معلومات د نړۍ (۱۰ ) هغه ژبې چې ډیر خلک پرې خبرې کوي لاندې توضیح شوي دي. البته دا لیست د ژبو د پرمختګ، پراختیا، ادبیاتو او نورو ځانګړتیاوو پر بنسټ نه دی بلکې یوازې د اړوند ژبو د ویونکیو د شمېر دپر اساس ترتیب شوی دی.
۱– مندارین ( چینايي)
د دې لپاره چې د چین نفوس اوس له هنده وروسته ډېر دی نو د دغه هیواد په مندارین ژبه په نړۍ کې تر ټولو ډیر وګړي خبرې کوي د (Ethnologue ) په نوم د نړۍ د ژبو احصایو ویبپاڼې د هغو وګړو شمیر، چې دا ژبه یې مورنۍ ده، یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ښودلی دی. که چیرې تاسې غواړئ یوه داسې ژبه زده کړئ چې د نړۍ هر شپږم کس پرې خبرې کوي نو له چینايي پرته بل انتخاب نه لرئ. البته په دې توپیر چې چینايي د انګلیسي او څو نورو ژبو په شان د نړۍ په بیلابیلو برخو کې تیت نه ده چې هر ځای پرې خبرې وکړای شئ.
۲– هسپانیايي
که چیرې موږ د مورنۍ ژبې په اړه خبرې کوو، نو هسپانیايي تر انګلیسي مخکې ځکه ده چې د څلور سوه میلونه وګړو مورنۍ ژبه ده. خو جالبه دا ده چې دا ژبه په لاتینه امریکا کې ډېر ویونکي لري. له برازیل، کاناډا او امریکا پرته د امریکا د لویې وچې د نورو ټولو هیوادونو لومړۍ ژبه هسپانیايي ده. د امریکا په متحدو ایالتونو کې هم ډېر یونکی لري او د دغه هیواد دوهمه ژبه ده.
د هغو کسانو شمېر، چې مورنۍ ژبه یې هسپانیايي ده، ۴۸۶ میلیونه اټکل شوی دی.
۳– انګلیسي
انګلیسي په نړۍ کې د درې سوه اتیا (۳۸۰) میلونو وګړو مورنۍ ژبه ده. او لږترلږه د نیم میلون وګړو دوهمه ژبه ده. پر نړۍ د انګلیسي ژبې واکمني تر ډیره له دې کبله ده چې د کاروبار نړیواله ژبه ده. همداراز انګلیسي، د فلم، سریالونو، کتابونو، مهمو علمي مقالو، مو او فېشن ژبه ده. دا ژبه په بریتانیا، د امریکا متحدوایالتونو، استرالیا، کاناډا، نیوزیلنډ او ځینې نورو هیوادونو کې لومړۍ او رسمي ژبه ده. د ګڼو نورو اروپايي، افریقايي او اسیايي هیوادونو دوهمه ژبه ده.
۴– عربي
هغوی چې عربي یې مورنۍ ژبه ده، په نړۍ کې یې شمیر ۳۶۰ میلونه وګړو ته رسیږي. دا ژبه هم په منځني ختیځ کې پر بیلابیلو لهجو ویشل شوې ده. په ځینو هیوادونو کې دا لهجې ډیر توپیر سره لري، خو د عربي لیکلی معیار تر ډیره سره نژدې دی.
عربي ژبه په افریقا او اسیا کې د ګڼو هیوادونو رسمي او لومړۍ ژبه ده.
۵– هندي
هندوستان ۲۳ رسمي ژبې لري چې په هغو کې هندي تر ټولو ډېر یونکي لري. په هندوستان او د پاکستان په ځینو برخو کې پرې خبرې کیږي. د ۳۴۵ میلونو وګړو لومړنۍ او د ۳۹ میلونه وګړو دوهمه ژبه ګڼل کیږي. هندي د (دوناگري) په نوم د سانسیکریت الفبا کاروي.
یو شمیر ژبپوهان اردو هم د هندي ژبې یوه لهجه بولي.
اردو ژبه د پخواني هندوستان مسلمانانو ته منسوبه ده چې په کې له عربي او فارسي ژبې ډیرې کلمې پور شوي دي.
په هندوستان کې اوسنی صدراعظم نریندرا مودي چې یو هندي ملتپال ګڼل کیږي هڅه کوي چې د دې هیواد په تعلیمي ادارو کې د انګلیسي پر ځای د هندي برخه زیاته کړي.
ګڼ افغانان په هندوستان او پاکستان کې د استوګنې او یا د هندي فلمونو د لیدلو له کبله له هندي او اردو ژبو سره بلد دي .
۷– بنګالي
ښايي تمه مو نه لرله چې بنګالي دې هم په دې لیست کې وي. د بریتانیا استعمار هماغسي چې افغانان، هندیان او د نړۍ ګڼ نور ملتونه سره جلا کړي، بنګالیان یې هم سره ویشلي دي. لویدیځ بنګال چې، چې اوسیدونکي یې مسلمان نه دي، اوس د هندوستان برخه ده. بنګالي د کلکتې او د اندامان د ټاپوګانو ژبه ده پر دې سربیره د بنګله دیش هیواد ۱۷۰ میلونه وګړي هم په بنګالي ژبه خبرې کوي.
بنګالي د ۲۳۷ میلیون وګړو مورنۍ ژبه ده.
۶– پورتګالي
د دې ژبې د ویونکو شمېر له استعماري ماضي سره تړلې ده. د پنځلسمې پیړۍ په پیل کې پورتګالي سوداګرو خپله ژبه افریقا، اسیا او امریکا ته پراخه کړه. دا مهال پورتګالي د ۲۳۶ میلون وګړو مورنۍ ژبه ده. په پرتګال سربېره په برازیل، ګووا، انګولا، موزمبیق، کیپ ویرد، ګوینیا بیسیو او څو نورو هیوادونو کې پرې خلک خبرې کوي.
۸– روسي
روسي ژبه د ۱۴۸ میلون وګړو مورنۍ ژبه ده. دا په نړۍ کې د یونکو له نظره په نړۍ کې اتمه ژبه ده. د دې ژبې ښکلی ګرامر او جوړښت د دې سبب شوی چې د ملګرو ملتونو د شپږمې رسمي ژبې په توګه پاتې شي . همداراز روسیې ژبې د چیخوف، تولستوۍ او ګڼو نورو سترو لیکوالو د سترو ادبي پنځونو له کبله اهمیت موندلی دی.
۹– جاپاني
جاپاني ژبه د نړۍ د ۱۲۳ میلون وګړو مورنۍ ژبه ده او دا ټول په جاپان کې اوسي. دا د نړۍ له لویو ژبو څخه تر ټولو ډیره په یوې جغرافیې کې متمرکزه ده. د جاپاني ژبې د ډلې خویندې ژبې به فیلیپین، امریکا او برازیل کې هم په کمه پیمانه ویل کیږي.
۱۰– پنجابي
په پاکستان او هندوستان کې نژدې سل میلون وګړي په پنجابي ژبه خبرې کوي.
دا ژبه وروسته پاتې خو د کسانو د شمیر له پلوه یې د نړۍ د ژبو په احصایه کې لسم ځای موندلی او تر فرانسوي او جرمني په شمیر کې مخکې ده.
پښتو او فارسي په اړه یادونه
د ژبو په نړیوالو لیستونو کې د اصلي ویونکو د شمیر له پلوه فارسي نهه ویشتم او پښتو یودیرشم ځای لري.