Homeخبرونهسویلي افریقا کرکټ بورډ هم چمپینز ټرافۍ کې د افغان کرکټ ملي...

سویلي افریقا کرکټ بورډ هم چمپینز ټرافۍ کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې ملاتړ وکړ

تاند ( جمعه د مرغومي ـ جدي ۲۱مه) د سويلي افريقا کرکټ بورډ په يوه رسمي اعلاميه کې ويلي، چې چمپينز ټرافي د کرکټ نړيوالې شورا ايونټ دی او په دې تړاو پريکړه هم د يادې شورا د اصولو له مخې کيږي.

ياد بورډ د انګلینډ د پارلمان د یو غړي او خپل هيواد د سپورت وزير هغو غوښتنو ته غبرګون ښودلی چې له دوی يې غوښتي وو، تر څو چمپينز ټرافۍ کې له افغانستان سره لوبه لغوه کړي.

دوی وایي په چمپینز ټرافۍ کې له افغان ملي لوبډلې سره لوبه نه لغوه کوي.

تر دې وړاندې د انګلستان کرکټ بورډ هم هغه غوښتنې رد کړي چې ترې غوښتل شوي وو، څو په چمپینز ټرافۍ کې له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره لوبه لغوه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...