تاند ( جمعه د مرغومي ـ جدي ۲۱مه) وروسته تر هغې، چې لسګونو بریتانوي سیاستوالو د انګلنډ له کرکټ بورډ څخه وغوښتل، چې را روانه میاشت د چمپینز ټرافي په سیالیو کې له افغانستان سره لوبه ونه کړي، د کرکټ نړیوالې شورا د دې غوښتنې په غبرګون کې ویلي، چې له افغانستان سره به د کرکټ د ودې لپاره خپله مرسته روانه ساتي.
د یادې شورا ویاند ویلي، چې د افغانستان کرکټ او لوبغاړو ته د هغه څه له کبله سزا نه ورکوي، چې دوی یې مسوول نه دي.
په راپور کې د ویاند له خولې همدغه راز ویل شوي، چې آی سي سي به له افغانستان سره د کرکټ د ودې لپاره خپله مرسته روانه ساتي.
تر دې وړاندې د سويلي افريقا کرکټ بورډ هم په يوه رسمي اعلاميه کې ويلي، چې چمپينز ټرافي د کرکټ نړيوالې شورا ايونټ دی او په دې تړاو پريکړه هم د يادې شورا د اصولو له مخې کيږي.
ياد بورډ د انګلینډ د پارلمان د یو غړي او خپل هيواد د سپورت وزير هغو غوښتنو ته غبرګون ښودلی چې له دوی يې غوښتي وو، تر څو چمپينز ټرافۍ کې له افغانستان سره لوبه لغوه کړي.
دوی وایي په چمپینز ټرافۍ کې له افغان ملي لوبډلې سره لوبه نه لغوه کوي.