لیکنه: سیدخان
نوې ټکنالوژي په نن زمانه کې د بشر د موجودیت لپاره یوه سرنوشت سازه او مهمه موضوع ده او بشر په هماغه اندازه اړتیا ورته لري، په کومه اندازه چې خوراک او څښاک ته اړتیا لري.
همدا اوس که موږ د نړۍ وضعیت ته وګورو نو هغه هېوادونه په نړۍوالو مسئلو کې ډېر مطرح او مهم دي، چې نوې او منحصر به فرد ټکنالوژي لري او برعکس هغه هېوادونه بیا په نړۍوالو مسئلو کې له پامه غورځول شوي او بې اهمیته ګڼل شوي چې نوې ټکنالوژۍ ته لاس رسی نه لري.
خو یوه مهمه خبره دا هم ده چې له نوې ټکنالوژۍ سالمه استفاده د بشر غوښتنه ده او که ناسالمه استفاده ترې وشي نو بیا په دې صورت کې د بشر له منځه وړونکې هم ده.
که موږ وګورو نو په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه شته چې نوې او پرمختللې ټکنالوژي لري خو دا ټکنالوژي د نورو د ځپلو، وژلو او د پردیو ځمکو د لاندې کولو لپاره کاروي.
خو داسې هېوادونه هم شته چې نوې ټکنالوژي هم د ځان او هم د نړۍ د خلکو د خیر او فلاح لپاره کاروي.
نوې ټکنالوژي کټ مټ د درملو په شان ده چې که پر ځای وکارول شي نو د ژوند ژغورلو لامل ګرځي او که ناسمه استفاده ترې وشي نو د مرګ سبب ګرځي.
موږ په خپل شاوخوا کې ډېر داسې هېوادونه وینو چې په تاریخي لحاظ ډېر نوي جوړ شوي خو نوې ټکنالوژي لري او پرمټ يې ځان زموږ په نسبت محکم ساتلی.
په مقابل کې افغانستان چې په تاریخي لحاظ ډېر لرغونی او د لوی تمدن لرونکی دی خو له ډېرې اوږدې او دوامداره جګړې له امله د نړۍ د پرمختګ او نوې ټکنالوژۍ له کاروانه بې برخه پاتې شوی او نن سبا هر څوک ستونزې ورته جوړوي.
نو پوښتنه دا ده چې موږ ولې نوې ټکنالوژۍ د پيدا کولو لپاره هڅې نه کوو؟
ولې په دې فکر نه کوو چې که له دښمن سره په خپل کور کې جګړه کوو نو ولې ځان پر نوې ټکنالوژۍ نه سنبالوو چې دښمن مو پر خاوره د تېري جرئت ونه لري.
راځئ له ځپلو ګاونډيو يې زده کړو، نن ایران د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې ځان داسې کچې ته رسولی چې آن نورو هېوادونو ته الوتکې صادروي او موږ لاس تر زنې ناست یوو.
چین چې شاوخوا سل کاله وړاندې یو بې وزله او کمزوری هېواد و او کټ مټ د افغانستان د اوسني وضعیت په شان به هر وخت دښمن تېری ورباندې کاوه خو نن يې ځان د نوې ټکنالوژۍ پر مټ داسې کچې ته رسولی چې نه یوازې دښمن يې پر خاوره د برید جرئیت نه لري، بلکې اوس د نړۍ په معادلو او تصامیمو کې مهم تصمیم نیونکی او دویمه درجه ستر اقتصادي قدرت دی.
د دغه هېواد رهبر د نوي میلادي کال په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې يې په هېواد کې د عمومي تولیداتو اندازه ۱۳۰ ټریلیونو اوښتی دی، په هېواد کې يې ۷۰۰ میلیون ټنه غلې دانې تولید شوې او د نوې انرژۍ مصرفونکي له ۱۰ میلیون عرادو زیات موټر تولید شوي چې په کارولو سره به يې د هوا د ککړتیا مخه ونیول شي او چاپېریال به سالم شي.
دا ټول هغه څه دي چې د نوې ټکنالوژۍ پرمټ يې تحقق موندلی او دا د نړۍ په تېره بیا افغانستان لپاره د زده کړې وړ تجربې دي.
پایله:
د لیکنې موخه داده چې افغانستان باید له هرې ممکنې لارې ځان پر نوې ټکنالوژۍ سمبال کړي ځکه که موږ وګورو په تېرو سلو کالو کې درې ځله د سترو قدرتونو له خوا تېری رباندې شوی او هر ځل مو ډېر زیات تاوانونه ګاللي.
که د هر تېري د لامل په اړه فکر وکړو نو تر ټولو ډېره مهم لامل د وخت د ټکنالوژۍ او پياوړي اقتصاد نه شتون دی.
موږ باید نور له دې حالته ځان وباسو او د ایستلو یوازینۍ لار يې هم دا ده چې ځان له سیالانو سره سیال کړو او هغه ټکنالوژي چې نړۍ يې لري او د وخت غوښتنه ده موږ يې هم باید ولرو.