Homeخبرونهمولوي کبیر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وټاکل شو

مولوي کبیر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وټاکل شو

تاند (جمعه، د مرغومي / جدي ۲۱ مه) د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت د ريیس الوزرا د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبد الکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر وټاکل شو.

“مجاهد پرون (جمعه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «د اسلامي امارت د ستر مشر د فرمان له مخې، د اسلامي امارت د سیاسي چارو پخوانی مرستیال صدراعظم مولوي عبد الکبیر د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.»

مولوي کبیر وروسته له دې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وټاکل شو چې د دغه وزارت مخکینی سرپرست خلیل الرحمان حقاني په یوه انتحاري برید کې ووژل شو. پر حقاني د برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

مولوي عبد الکبیر په تېرو درې کلونو کې د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا د سیاسي چارو د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

نوموږړی د طالبانو په لومړۍ دوره کې په ننګرهار کې د ختیځ زورن ريیس و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...