تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۲۱ مه) د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د کرکټ په نړیوالو اتلولیو یا چمپینز ټرافي کې د افغانستان د نارینهوو ټیم د ګډون د بندولو یا له طالبانو څخه د ښځو د کرکټ د پروګرام د بیا پیلېدو د غوښتنې پلان نه لري، سره له دې چې سیاستوال او فعالان په دې اړه د ګام اخیستو غوښتنه کوي.
د سکای نیوز د راپور له مخې، د کرکټ نړیواله شورا، چې د ټیسټ سیالیو له ترسره کوونکو هېوادونو څخه د ښځو د کرکټ د ملاتړ غوښتنه کوي، د دې لپاره له نیوکې سره مخامخ ده چې افغانستان ته یې له دې سره سره اجازه ورکړې چې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو او نجونو پر سپورټ بندیز لګولی. د کرکټ نړیواله اداره استدلال کوي چې د حکومت د پالیسیو له امله د افغانستان نارینه لوبغاړو ته د سزا ورکول به ناعادلانه وي.
د بریتانیا صدراعظم سر کیر سټارمر له ICC څخه د خپلو مقرراتو د پلي کولو د غوښتنې ملاتړ کړی. د دې مداخلې لپاره د برتانیا د پارلمان تر ۱۶۰ ډېرو غړو او مشرانو یو لیک لاسلیک کړی چې د انګلستان او ویلز له کرکټ بورډ (ECB) څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان په وړاندې له راتلونکې سیالۍ څخه ډډه وکړي.
د جنوبي افریقا د سپورټ وزیر ګېټن مکنزي هم د بایکاټ ملاتړ کړی. خو د سویلي افریقا د کرکټ ادارې وویل چې د ICC مقرراتو ته به درناوی وکړي او د افغانستان په اړه خپله پالیسي د نړیوالو ټورنمنټونو له غوښتنو سره عیاروي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې غواړي د کرکټ له لارې په افغانستان کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي، نه دا چې جزایي ګامونه واخلي. د ICC ویاند سکای نیوز ته ویلي: “موږ ژمن یو چې رغنده رول ولوبوو، د افغانستان له کرکټ بورډ سره د کرکټ د پرمختګ لپاره مرسته وکړو او ډاډ ترلاسه کړو چې نارینه او ښځینه دواړو ته د لوبې فرصتونه برابر شي.”
د ICC له خوا د افغانستان د کرکټ لپاره د یوې ځانګړې کاري ډلې جوړولو اعلان شوی، چې د دې ناستې مشري مرستیال رئیس عمران خواجه کوي. ICC له ۲۰۱۷ کال راهیسې افغانستان ته بشپړ غړیتوب ورکړی، سره له دې چې هغه وخت هم د کلتوري او مذهبي محدودیتونو له امله په افغانستان کې د ښځو کرکټ و.
په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان کرکټ بورډ ۲۵ ښځینه لوبغاړو ته د مرکزي قراردادونو ورکولو هڅه وکړه ترڅو ټیم جوړ کړي، خو دغه پلانونه هغه وخت ناکامه شول چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل.