په دې وروستیوو کې د انګلستان پارلمان د غړو په ګډون تر ۱۶۰ زیاتو سیاستوالو په لیکلې بڼه د اروپا له مرکزی بانکه غوښتي، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو له حقونو د سرغړونې له امله د دې لوبې ملاتړ ودروی. دوی په همدې پلمه د انګلستان کرېکټ بورډ ته هم په استولي پیغام کې له افغانستان سره د لوبو بندولو امر کړی و، خو دغه بورډ یې دا غوښتنه رد کړه برعکس یې پرېکړه اعلام کړه.
د سکای نیوز د راپوټ له مخې یاد کرېکټ بورډ وېیلي، چې د یو اړخېزې پرېکړې پر ځای، متحد اقدام غوره کوي.
سکای زیاته کړې، چې د انګلستان
سرچینې ویلي، چې د دغه کار موخه داده، چې ښکاره پیغام واستول شي، چې د ښځو له حقونو سرغړاوی د زغملو نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د انګلستان او افغانستان د بشري حقونو يو شمېر سازمانونو تر دې وړاندې د انګلستان له حکومته د دغې لوبې د لغوه کولو غوښتنه کړې وه.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د روان کال د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه له انګلستان سره یوه ۵۰ اوریزه سیالي لري.
د افغان ښځو له حقونو د طالبانو د سرغړاوي له امله تر دې وړاندې آسټرالیا کرېکټ بورډ هم له افغانستان سره لوبلړۍ لغوه کړې، چې په غبرګون کې یې افغان لوبغاړیو د اسټزالیا په کورني لیګ یا بېګ باش کې له ګډونه ډډه وکړه او په نړیوالو لوبو کې یې استالیا او انګلستان ته د ماتې ورکولو تر څنګ، پراخ پرمختګ وکړ.
خو د افغان کرېکټ پر ضد ټولو دسیسو ته د کرېکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او تازه یې ووېیل چې د افغان ښځو د حقونو پر ضد د طالبانو د درېدا له امله، افغان کرېکټ بورډ ته سزا نه شو ورکولی، بلکې د پخوا په څېر به ورسره همکاري او ملاتړ کوي.
پوښتنه دا ده، چې د افغان کرېکټ په وړاندې ولې دا غږ له انګلستانه، یا برېټانیې راپورته شوی؟
دا ګڼ لاملونه لري، خو اوس انګلستان په داسې وخت کې دا خبره راپورته کړه، چې د افغانستان په هلمند کې د انګلستاني یا انګریزي ځواکونو، له هغو بشري جنایتونو یو ځل بیه پرده پورته شوه، چې دوی په قصدي توګه ګڼ شمېر بې ګناه ملکي افغانان په نښه کړي او وژلي دي!
لویه رسوایي خو لا دا ده، چې د بریتانیا یو شمېر سرتېرو پر دغه جنګي جنایتونو اعتراف هم وکړ. په افغانستان کې د برتیانیايي ځواکونو د جنایتونو د څېړنو په لړ کې یو شمېر سرتېرو اعتراف کړی چې د جګړې پر مهال يې بې وسلې افغانان وژلي دي.
د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، دغو سرتیرو تېره چهارشنبې د بندو دروازو ترشا په محکمه کې دا خبرې کړې دي.
یوه سرتیری چې نوم یې نه دی خپور شوی، محکمې ته وېیلي: ” دوی ته وېیل شوي وو، چې ټول نارینه جنګیالي ووژنئ، حتی هغه کسان هم چې د هغوی له خوا تاسې ته کوم خطر نه وي او وسلې ونه لري”.
سرتیرو محکمې ته زیاته کړې: “د ځینو کسانو پر خوله به یې، مخکې تر دې چې ډزې پرې وکړي، بالښت کېښود”.
د برتیانیا د دفاع وزارت په ۲۰۲۲ کال کې اعلام وکړ چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د برتیانیايي ځواکونو له خوا د جنګي جنایتونو څېړل پیل کړي دي.
په هغو اسنادو کې چې د چهارشنبې په ورځ خپاره شوي، د برتیانیا د لوړ رتبه افسرانو په زرهاوو داسې ایمیلونه او لیکونه شامل دي چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه شاهدي ورکوي.
له دې وړاندې نړیوالو رسنیو له هغې ډلې بي بي سي داسې تحقیقي راپورونه خپاره کړي، چې برتیانیايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي دي.
رسوایي خو داده، چې په دغو جنایتونو کې ګڼ نور برېتانوي چارواکي هم ښکېل دي، ځکه دوی یې سرتېریوو ته امر کاوه، چې ټول ووژني ملکي او بې وسلې ځايي وګړي هم.
اوس داسې شواهد هم راپورته شوي، چې بریتانوي عسکرو به د قتل شویوو ملکي بې دفاع او بې ګناه افغانانو تر څنګ وسله اېښوده او بیه به یې دروغ وېیل چې ګنې دوی وسله وال مخالفین وژلي دي!؟
دا ستر بشري جنایت دی. نو اوس بریتانیه غواړي چې د دغو سترو جنایتونو په اړه د نړیوالو په ځانګړې توګه د افغانانو پام بلې خواته واړي، چې داسې غږ پورته نه شي، چې د دغو قتل کړل شویوو افغانانو لپاره د عدالت یا غرامت غوښنه وکړي.
د افغان کرېکټ په باره کې نور لاملونه هم شته لکه د افغان نجونو کرېکټ ملي لوبډلې نه شتون، چې دا اصلي معیار اوس له بده مرغه په لوی لاس د طالبانو له خوا زیانمن ا شوی دی، د کرېکټ نړیواله شورا په هغه صورت کې یوې لوبډلې ته بشپړ غړیتوب ورکوي، چې په هېواد کې د نجونو کرېکټ فعاله لوبډله ولري، چې د طالبان له واکمنۍ سره سمه لغوه شوې ده.
خو د افغان ښځو پرضد د طالبانو دریځونه، د دې لامل نه شي کېدای، چې کرېکټ ته دې صدمه ورسول شي، بلکې د ښځو د حقونو مسئله، بېله او جلا ده.
د سختې اندېښنې وړ خو دا ده، چې د افغان کرېکټ پر ضد دغه کمپاین کې یو شمېر پلورل شوي افغانان هم ولاړ وو، چې پر ضد یې سخت حساسیتونه راپورته شوي دي، یوه په کې د پارلمان پخوانۍ وکیله او له طالبانو سره د جمهوریت د سولې مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي هم ده، چې د انګرېزانو په پلوي د افغان کرېکټ پر ضد درېدلې، خو دا سخته رسوا شوه، یو خو په دوحه کې همدې کوفۍ له طالبانو سره معامله وکړه او طالبان ته به یې کمپاین کاوه، چې ګنې هغوی، بدل او نوي شوي!؟
بل دا چې د کوفي نورې د فساد او رسوایۍ خبرې هم کېږي.
په ملګرو ملتونو کې هم د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق د افغان کرېکټ پرضد درېدلو ډلو او انګلستان باندې اعتراض وکړ، چې لوبې دې نه سیاسي کوي.
په خواله رسنییو کې هم د افغانان له خوا د کرکټ ننګه کېږي او د آغلې کوفي د مخالف دریځ پرلخې غندنې کېږي.
موږ هم د کرېکټ ملي اتلانو په ننګه غږ پورته کوو او پرضد یې د دسیسو غندنه کوو، ځکه همدا ملي اتلان دي، چې زموږ ملي ارزښتونه یې ځلولي او په نړیواله کچه یې د افغانانو مثبت انځور او ملي بیرغ لوړ ساتلي دي.
د دې ترڅنګ له افغان کرېکټ بورډ، د ای سي سي یا د کرېکټ نړیوالې شورا د پراخ او دایمي ملاتړ او د انګلستاان د کرېکټ بورډ مثبت دریځ ستاینه کوو، چې د هر چا په خوله له افغانان سره نړیوالې لوبې نه دروي.
خو د بې ګناه ملکي افغانان د قتلولو له امله د بریتانوي عسکرو د جنایتونو څېړنه او د مجرمینو د محاکمې غوښتنه کوو. د بریتانیې سیاسیون، د بې ګناه او بې دفاع افغانانو په جنایتونو کې ورښکېل او د هغوی افغان ملګرې نه شي پټولی چې په داسې بې ځایه او د خندا وړ حرکتونو سره له دې قضیې د افغانان او نړیوالو پام بلې خوا ته واړوي، بلکې د قتل کړل شویوو افغانان لپاره د عدالت کلکه غوښتنه کوو.