تاند (جمعه، د مرغومي / جدي ۲۱ مه) د انګلیستان یا انګلینډ د کلتور وزیره لیزا ناندي وايي، د دغه هیواد د نارینهوو کرکټ لوبډله، سره له دې چې د طالبانو د رژیم د ښځو پر حقونو د برید په غبرګون کې د بایکاټ غوښتنې شوې دي، باید د افغانستان په وړاندې په چمپینز ټرافي کې ولوبېږي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، په ورزش کې د ښځو ګډون په عملي توګه منع شوی دی.
نژدې ۲۰۰ بریتانیايي سیاستوالو د انګلینډ او ویلز کرکټ بورډ (ECB) ته په یوه ګډ لیک کې غوښتنه کړې چې په لاهور کې د فبرورۍ په ۲۶مه د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د افغانستان په وړاندې په مسابقه کې د ګډون ونه کړي.
خو ناندي د جمعې په ورځ د BBC سبناري پروګرام ته وویل: “زه فکر کوم چې باید سیالي ترسره شي.»
“لیزا ناندي وویل، زه په طبیعي توګه د سپورت په برخه کې د بایکاټونو په اړه ډېره محتاطه یم، په ځانګړې توګه په دې خاطر چې زه فکر کوم دا بېګټې دي.
“زه فکر کوم دا د سپورت له مینهوالو څخه هغه فرصت اخلي چې دوی یې خوښوي، او همدارنګه هغه لوبغاړي او ورزشکاران ډېر زیانمنوي چې ډېره سخته هڅه یې کړې ترڅو د خپل سپورت په لوړو مقامونو کې برخه واخلي او بیا له دغو سیالیو څخه بېبرخې شي.
“هغوی هغه خلک نه دي چې موږ یې باید د طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې د ظلمونو لپاره مجازات کړو.”
د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) د مقرراتو پر اساس د بشپړ غړیتوب لرونکي هیوادونه باید د ښځو ټیم هم ولري.
اغلې ناندي وویل، د افغانستان په اړه، چې نجونو ته د سپورت اجازه نه ورکوي، ښه حالت نه لري خو پوښتنه دا ده چې کومې لارې د هغو ښځو او نجونو لپاره پرمختګ ته لار هوارولی شي. ډیپلوماسي اصلي چاینل دی خو عامه فشار خپل ځای لري.
“زه فکر کوم چې دا سمه ده چې سپورت باید خپلواکه پاتې شي، خو موږ باید دا شېبې د دغو نجونو د ستونزو د روښانه کولو لپاره وکاروو.”