جمعه, جنوري 10, 2025
Homeخبرونهد بلوچستان د سکرو د یوه کان د نړېدو په پېښه کې...

د بلوچستان د سکرو د یوه کان د نړېدو په پېښه کې ۱۲ کارګر لاندې شوړي

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۲۱ مه)

د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ته نژدې د سکرو د یوه کان د نړېدو له امله ۱۲ کارګر لاندې شوي دي.

د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند پرون (پنجشنبه) وویل چې د سنجیدي سیمې کان د ګاز دچاودنې له امله نړېدلی دی. هغه زیاته کړه چې مرستندویې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او د مکارګرو د ژغورنې هڅې روانې دي.

د بلوچستان د سکرو د کانونو د څار ادارې مشر عبدالغني شاهواني رسنیو ته وویل چې د ژغورنې دوه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او د کارګرو په راایستلو بوختې دي.

ځايي چارواکي وايي چې نن (جمعه) د یوه کان کېندونکي مړی راایستل شوی دی.

د بلوچستان د کانونو وزیر میر شعیب نوشېرواني ویلي چې د پېښې د علت په اړه به پلټنې وشي او که د کانونو د قانون سرغړونه تایید شي، نو د کان د مالک پر وړاندې به قانوني ګامونه پورته شي.

د کانونو د کارګرو ټولنې ویلي چې د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې د بلوچستان په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې درې کارګر مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د کان کېندونکو د مرکزي اتحادیې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د سکرو او نورو کانونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۲ کان کېندونکي مړه شوي، چې په دې کې ۱۲۷ کسانو یوازې د بلوچستان په کانونو کې ژوند بایللی دی.

د ۲۰۲۳ کال په شمېرو کې راغلي چې د سکرو په کانونو کې ۲۸۸ کارګر مړه شوي او شاوخوا ۳،۰۰۰ نور ټپیان شوي ول، چې زیاتره یې د بلوچستان اوسېدونکي ول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب