Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ په بېلابېلو سیمو کې د ۷ بریدونو...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په بېلابېلو سیمو کې د ۷ بریدونو ادعا وکړه

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۲۱ مه) د بلوچستان د ازادۍ د پوځ (بلوچ لیبریشن آرمي) وايي چې جنګیالیو یې په اوو جلا عملیاتو کې د پاکستاني پوځ، د مرستیال کمېشنر موټر، د مرستیال کمېشنر دفتر او د پولیسو سټېشن په نښه کړل.

دغه عملیات په کولپور، زهري، زامران، کلات او حب کې ترسره شول. جنګیالیو د مرکزي لویې لارې د بندولو ترڅنګ د پوځ یوه پوسته نیولې، د هغوی وسلې یې ضبط کړي او د یوه شرکت فابریکه یې ویجاړه کړې ده. دوی شرکت په استثمارګرو پورې تړلی بللی دی. له دې ډول خبرې د دوی منظور عموماً پوځ یا پنجابیان وي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ همداراز ادعا کړې چې جنګیالیو یې تېره شپه په کولپور کې لویه لاره بنده کړه. دې بندیز د ماښام له اتو بجو څخه د شپې تر یوولسو بجو پورې دوام وکړ. په دې لړ کې د دوی جنګیالیو په لویه لار د موټرو تلاشي واخیسته.

په ورته وخت کې، د جنګیالیو یوې بلې ډلې د لویې لارې د لیویز (ملېشه ځواک) پوسته نیولې او هلته څلور موجود کسان یې نیولي دي. هغوی یې بېرته د ضمانت په بدل کې خوشي کړل، ځکه چې هغوی بلوڅ وو، خو د هغوی درې کلاشنکوفونه ورڅخه ضبط کړل.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویندوی جنید بلوچ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې دغه راز لیکلي چې د جنګیالیو درېیمې ډلې د استثماري ساختماني شرکت ټول وسایل ویجاړ کړل او اور یې ورواچاوه.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې نن مازیګر د بلوچستان د ازادۍ پوځ جنګیالیو د زهري په چشمې سیمه کې د مرستیال کمېشنر موټر له لیري په کنټرولېدونکي بمي برید والوزاوه.

خبرپاڼه وايي، د مرستیال کمېشنر موټر هغه مهال په نښه شو چې هغه د خضدار له ښار څخه له QRF سره یو ځای د پوستو د لیدو لپاره راغلی و.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ جنګیالیو د جنورۍ پر ۸مه په زامران سیمه کې د کنټګان په سیمه کې د پاکستان د پوځ په پلي پرسونل د ماین برید وکړ، چې په پایله کې یې یو عسکر ځای پر ځای ووژل شو.

په بل برید کې، د بلوچستان د ازادۍ پوځ جنګیالیو د کلات په ښار کې د سې شنبې په شپه د ډپټي کمېشنر دفتر په لاسي بم په نښه کړ چې په نتیجه کې یې د دفتر ودانۍ زیانمنه شوه.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ جنګیالیو تېره شپه د حب ښار د پولیسو سټېشن په اصلي دروازه کې د پوستې پر پرسونل د لاسي بم برید وکړ.

د پاکستان پوځ او نورو چارواکو د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي. په بلوچستان کې ازادې رسنۍ په سخته سانسور کېږي او خپلواکې سرچینې په دغه ایالت کې روان تاوتریخوالي تایید یا ردولی نه شي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ وړمه ورځ په خُضدار کې د یوه ښار د نیولو او هلته دولتي ادارو ته د اور ورته کولو ادعا کړې وه چې وروسته دولتي چارواکو د هغوی ادعا تایید کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...