شنبه, جنوري 11, 2025
Homeخبرونهد کرکټ په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د ګډون د...

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د ګډون د ملاتړ کوونکو توله په درنېدو ده

تاند(شنبه، د مرغومي/ جدي ۲۲ مه) د انګلیستان د پارلمان د غړیو له لوري د کرکټ په نړیوالو اتلولیو کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې پر بندیز د انګلیستان د کرکټ د ادارې او د کرکټ د نړیوالې شورا د مخالفت ترڅنګ زرګونو افغانانو هم مخالفت څرګند کړی دی.

 که څه هم، یو شمېر افغانانو، چې هرې مسلې ته له قومې زاویې ګوري، نه یوازې په خپله بلکې د انګرېزانو په پارلو کې هم رول لوبولی دی خو ډېرو نورو ویلي چې سپورت باید له سیاست سره ونه تړل شي او د کرکټ ملي لوبډله د افغانستان استازیتوب کوي نه د طالبانو یا کوم بل حکومت.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ضد کړيو په غبرګون کې ويلي چې د هېواد ټولو لوبغاړو د ورزش په ډګر کې د خپلو ویاړونو په ذريعه د افغانستان نوم او ملي بیرغ ځلاند ساتلي دي. حامد کرزی په خپله اېکسپاڼه کې همداراز لیکلي چې افغان ولس تل ملي لوبغاړي هڅوي او ملاتړ یې کوي.

پخواني ولسمشر دا هم لیکلي: «د کرکټ ملي ټیم او د گران هېواد ټولو ویاړلو لوبغاړو د سپورت په ډګر کې د خپلو افتخاراتو په ذریعه د افغانستان نوم او ملي بیرغ ځلانده ساتلی.»

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر په دې اړه نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې که د افغانستان د کرکټ لوبډله له چمپینز ټرافي څخه محروم کړل شي دا اقدام به جدي اخلاقي، قانوني او سیاسي پایلې ولري.

ښاغلي انر وړاندیز کړی چې په بهر کې دې د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډله جوړه شي. د ده په وینا دا اقدام به پر طالبانو سیاسي فشار راوستلی شي.

حنیف اتمر د جمعې په ورځ، د جدي ۲۱مه، په خپله ایکسپاڼه (پخوانۍ ټویټر) کې ولیکل چې د برېتانیا د پارلمان غړو او سیاستوالو له خوا د لاهور په نړیوالو سیالیو کې د کرکټ لوبډلې د بندیز لپاره غوښتنه به د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه نور هم پراخ کړي.

هغه همداراز کښلي: «د مظلومانو او قربانیانو مجازات هېڅکله ظالمان ته بدلوي. دا ډول اقدام به د طالبانو په سیاستونو باندې اغېز ونه کړي.»

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار او د بهرنیو چارو پخواني وزیر د حل لارې په توګه وړاندیز کړی چې په بهر کې دې د ښځو د کرکټ لوبډله د افغانستان د کرکټ بورډ او د نړیوال کرکټ شورا په تایید او ملاتړ جوړه شي.

له افغانستان سره د لوبو د لغوه کېدو د غوښتنې په غبرګون د بریتانیا د کلتور وزیرې لیزا ناندي ویلي، له ښځو او نجونو سره د طالبانو د ناوړه چارو له امله باید ورزشکارانو ته سزا ور نه کړو.

نوموړې ویلي، د طالبانو د کړنو سزا باید لوبغاړو ته ور نه کړو.«دوی هغه خلک نه دي چې موږ غواړو د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د وحشتناکو کړنو سزا ورکړو.»

په همدې حال کې ګڼ شمېر افغانانو د کرکټ د ملي لوبډلې په ننګه یو پټېشن پیل کړی چې سلګونو افغانانو یې ملاتړ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب