Homeخبرونهپاکستان پر افغانستان له بریدونو او د افغانانو له شړلو سره سره...

پاکستان پر افغانستان له بریدونو او د افغانانو له شړلو سره سره افغان محصلانو ته سکالرشیپونه اعلان کړل

تاند (شنبه، د مرغومي / جدي ۲۲ مه) په داسي حال کې چې له افغانستان سره د پاکستان دښمني په زیاتېدو ده، او حتي د قانوني افغان کډوالو ځورولو او نیونو ته دوام ورکوي، دغه هیواد افغان محصلانو ته څلور نیم زره سکالرشیپونه اعلان کړل.

په وروستیو دوو ورځو کې پاکستاني پوځیانو د کونړ ولایت پر سرکاڼو او دانګام ولسوالیو د توپونو او نورو درنو وسلو لسګونې مرمۍ ویشتي دي.

 د پاکستان پوځ ته نژدې رسنۍ سما پرون (جمعه) د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق له قوله وویل چې پاکستان به افغان محصلانو ته ۴۵۰۰ بشپړ سکالرشیپونه ورکړي، چې د ده په وینا دا د سیمې پرمختګ او همغږۍ ته د پاکستان ژمنتیا ښیي.

هغه دغه راز ویلي چې دا سخاوتمندانه اقدام دا باور ثابتوي چې پاکستان د افرادو او ټولنو د پرمختګ ځواک لري. د طب، انجینرۍ، کرنې او لوړو زده‌کړو په څېر برخو کې د فرصتونو په وړاندې کولو سره، پاکستان هڅه کوي افغان ځوانانو ته اړینې وړتیاوې ورکړي څو د خپل هېواد په بیا جوړونه او پرمختګ کې مرسته وکړي.

محمد صادق خان دا هم ویلي چې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو لپاره د بورسونو برابرول د پاکستان د هغه اوږدمهاله نظر ښکارندويي کوي چې غواړي د علمي او مسلکي معیارونو پیاوړتیا ته وده ورکړي.

د محمد صادق خان په وینا، پاکستان د دغو سکالرشیپونو د ورکولو د بهیر شفافیت یقیني کړی دی.

پاکستان پخوا د هند له لوري افغان محصلانو ته د سکالرشیپونو پر ورکولو اعتراض درلود او ویل یې چې افغانان دې د پوځي زده کړو لپاره پاکستان ته واستول شي.

2 COMMENTS

  1. بلی د شیطان انګلیس چوچه پنجابی چټلستان کوشش کوی چی زیاتره چړیان د افغان ملت تباهی لپاره وروزی ، کابل کښی راوستل شوو چړیانو حکمرانانو پدی لنډه موده کښی ثابته کړه چی دا منافق شیطان قادیانی خیټور چړیان د پنجابی چټلستان صادق غلامان دی !!! افغان ملت باید دا منافق چړیان له مینځه یوسی دا منافقین نه مسلمانان دی او نه افغانان دا چړی کافران او چورکوونکی غلام تنظیمونه د خائینو قاتلو غلامو کمونیستانو زهرناکه میوه دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...