سریزه
په دې مقاله کې موخه د بیوزلۍ د پیژندلو، لاملونو او ریښو موندلو، د بیوزلۍ د کمولو او ورکولو په هکله د برمختیایي پوهې په رڼا کې بحث کیږي ترڅو په دې هکله عامه پوهاوی زیات شي. دغه مقاله یو پیل دی او هیله ده چې په دې هکله زموږ محصلین خپلې رسالې ولیکي، زموږ نورپوهان دې بحث ته دوام ورکړي او تکمیل یې کړي.
که څه هم په ټولنو کې د بیوزلۍ د ارزونې او د لاملونو او حل لارو موندلو لپاره د سیمې د اړوندو بیوزله خلکو نظریاتو او اندیښنو ته باید پاملرنه وشي، او نظرونه یې و پوښتل شي. خو دا کار زما د دې لیکنې تر حوصلې لوړ وو. باید ووایم د مقالې د بحث موضوع یوازې د پرمختیایي (انکشافی) پوهې او تجربو له نظره ده. بیوزلي نور اړونده اړخونه لکه کلتوري او سیاسي او نور هم لري او هر یو ځانته څیړنه هم غواړی چې دلته په دې مقاله کې ورباندې بحث نه کوو.
د دې مقالې موخه دا نده چې د بیوزلۍ په هکله په وردګو کې کوم دقیق کاري پلان په ګوته کړو ځکه پلان جوړول او پلي کول یې یو پراختیایي بهیر او پروسه ده چې باید د دولتي نهادونو، خپله د سیمې د خلکو او نورو اړوندو خواوو په ګډون جوړ او پلی شي.
په ټولنو کې بیوزلي (فقر) پیژندنه او ورسره مبارزه د نړۍ د ډېرو مخ پروده خلکو، قومونو او ملتونو د پرمختیایي اجندا په سرکې ځای لري. د ملتونو لیکوالان، روڼ اندي، خصوصي سکتور، نادولتي موسسې او دولتي نهادونه ټول د بیوزلۍ په وړاندې په ګده مبارزه کوي.
د بیوزلۍ ستونزه زموږ په ملک کې هم ځورونکې ده. خو سمه پاملرنه نه ورته کیږي. زموږ لیکوالان ورباندې څه نه لیکي، په دې اړه وتلي کارپوهان چې د اوسنیو پرمختیایي علومو په رڼا کې د بیوزلۍ په هکله له دولت او خلکو سره مرسته وکړي نلرو او بیوزلي زموږ د روڼ اندو په اجندا کې اړین ځای نلري. زموږ رسنۍ بیوزلۍ ته اړینه او مسلکي پاملرنه نه کوي او ډېر نه ورباندې پوهیږي. په ځینې دولتي سندونو کې یاده شوې خو په عمل کې کار ورته کم کیږي. موږ په هغو لانجمنو سیاسي ستونزو کې را ګیر یوچې مهم لامل یې همدا بیوزلي او فقر دی.
ممکن ځینې خلک به ووايي چې د مقالې نوم بیوزلي ده خو ولې له ګډ کار او سوچ څخه او د بدلون له تندې او نورو خبرې شوې؟ اصلي خبره هم داده، نن تجربو ښودلې او د پرمختیا پوهان په دې باور دي چې د بیوزلۍ ورکولو لپاره بنسټیزه او مرکزي موخه خپله خلک بیوزله خلک دي. بله دا چې په دې بیوزله خلکو کې باید د پرمختیا تنده او د ګډ کار د ګټو پوهاوی راپیدا او وده وکړي.
همدارنګه، څوک چې د پرمختیايي کار له څرنګوالي څخه ښه خبر نه وي نو کیدای شي ووایي چې په دې لیکنه کې په دولتي کارونو بحث شوي او په کلیوالو، قومي او سیمه ایزو خلکو پورې اړه نلري. داسې خلکو ته اړینه ده چې د اوسنیو پرمختیایي پروګرامونو په هکله چې موخه یې د بیوزلۍ کمول او ورکول وی ځان ښه پوه کړي. د مثال په توګه که موږ په افغانستان کې د ملي پیوستون پروګارم ته او د نړۍ په نورو هیوادونو کې لکه هند، پاکستان، بنګلدیش او نورو ملکونو کې وګورو د بیوزلۍ ورکولو او ټولنیز پرمختګ راوستلو لمړی کار د خلکو له پوهاوي، بدلون منلو او منظم کولو څخه پیل کیږي او خلک مرکزي لوبغاړي وي.
د بیوزلۍ پیچلې اړخونه اولاملونه
بیوزلي او فقر د دنړۍ په پرمختللو او وروسته پاته هیوادونو کې شته خو هرځای یوڅه بیل مفهوم لري. د نړیوالو تعریفونو له مخې بیوزلي یا فقر دادی چې که یوه کورنۍ او یا دیوې سیمې خلک خپلې لمړنۍ اړتیاوې نشي پوره کولائ او دبیوزلۍ له کرښې کښته عاید ولري نو بیوزله دي. دبیوزلۍ اوغربت کرښه دسړي سر عوایدو او یا مصرف په کچې باندې ارزول کیږي.
په افغانستان کې د بیوزلۍ کرښه دسړي سر عواید اویا مصرف په هره میاشت کې ۱۲۵۵ افغانۍ چې له ۲۵ آمریکایی دالرو سره برابردي بلل شوې ده. یا که څوک دخپلې کورنۍ دهر غړي لپاره دمیاشتې ۱۲۵۵ افغانۍ ونشي لګولای چې په معمول شکل په ورځ کې سړي سر د ۲۱۰۰ کلوري لاسته راوړلو او یو څه بنیادي غیر غذایي اړتیاوو مصرف دی نو ویل کیږي چې دا کورنۍ بیوزله ده او د فقر تر کرښې ټیټ ژوند لري. د پرمختیایي پروګرامونو په مرسته په ټولنه کې د بیوزله خلکو د شمیر او د بیوزلۍ د کچې مالومولولپاره هم د بیوزلۍ له دې کرښې د معیار په توګه ګټه اخیستل کیږي.
له بله پلوه ډیر خلک داسې وي چې اوس یې یوڅه لاس او خوله چلیږي او د بیوزلۍ تر کرښې لږ څه پورته وي خو که په ټولنه کې د لاس نیوي کوم سم اړین پروګرام نه وي نو په یوه ټکان او یوه پیښه لکه ناروغي، سیلاب، وچکالي، د واده خرچ اونورو له کبله دبیوزلۍ کندې او ناولې دایرې ته ورټیل وهل کیږي، د بیوزلۍ د کرښې لاندې راځي او را وتل یې ګران کار وي. دا ډله خلک په افغانستان کې د نفوسو ۵۰٪ جوړوي. همدارنګه د دې بیوزلو خلکو په سواد، کلتور، پخواني ژوند او نورو پورې هم اړه لري.
په افغانستان کې د فقر او بیوزلۍ عمومی کچه ۳۶ سلنه ده اوپه بل عبارت په هرو سلو کسانو کې ۳۶ تنه یې بیوزلي دي. په کلیوالو ساحو کې بیوزلي ډېره جګه ده په تیره بیا په کوچیانو کې چې ۵۴ سلنه ده. څنګه چې ۸۰ سلنه افغانان په کلو کې اوسیږی نو په کلو کې بیا بیوزلي د ملی کچې د بیوزلۍ تقریبا ۸۴ سلنه جوړوی. یعنې د افغنانستان د بیوزله خلکو ۸۴ سلنه په کلیوالو سیمو کې اوسیږي. د ژوند او روغتیا ځینو نورو بنسټیزو خدمتونو ته لکه د څښلو د پاکو اوبو، د صحی تشنابونو، صحی خدمتونو او نورو ته نه لاسرسی هم دخلکو دبیوزلۍ په کچه اغیزې شیندي. لدې کبله دلږو عوایدو ترڅنګ افغانستان د بشری پرمختیا په نورو شاخصونو کې هم وروسته دئ او په ۱۸۷ ملکونو کې ۱۷۲ ام ځای لري. د کوچنیانو مړینه (۱۰۳ په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو زیږونو کې) ترټولې نړۍ لوړه کچه ده. همدارنګه له دې کبله چې دخلکو د غذا تنوع ډېر لږ دئ نود ماشومانو پریمانه خوارځواکي یوبل زیات تشویش دئ. به ملک کې د ژوند اوږدوالی په اوسطه توګه ۴۸ کاله دئ. د ۷۵ سلنه په شاوخواکې خلک نالوستي دي.
په تخمیني توګه په کال کې دسړي سر د ۲۷۷۵ مترمکعبه اوبو په لرلو سره افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه نه دئ چې کمې اوبه لري. مګر یوازې د سړي سر تخمین ۱۴۰ متر مکعبه ذخیرې په درلودلو سره افغانستان به سیمه کې ترټولو ملکونو کمه داوبو د ذخیرې کولو وړتیا لري.
د افغانستان په کلیوالي سیمو کې یوازې ۲۷ سلنه خلک دڅښلو پاکو اوبوته لاسرسئ لري، په نړۍ کې ترټولو ټیټ رقم;او په ملی کچه یوازې ۵ سلنه خلک د حفظ الصحې یا صحي تشناب لرلو آسانتیا ته لاسرسئ لري. دافغانستان د کلیوالي ساحو د ستونزمنتوب د ارزونې (NRVA) داداري د ارزوني د راپور په بنسټ زموږ په هیواد کې په ملي کچه یوازې ۱ سلنه خلک د صحی تشنابو سهولت ته لاسرسی لري. نو داپورته ټول لاملونه زموږ د خلکو په غربت کې لاس لري.
په نړیواله کچه دبیوزلۍ ورکولو او پرمختیا پوهان وایي چې بیوزلي یوڅو اړخیزه رواني، کلتوري او ټولنیز حالت دئ چې د پیچلو ټولنیزو، تاریخي او اقتصادي عواملو په واسطه پر کوم قوم، خلکو او ملت ورځي. فقر او بیوزلي پخپل ځان کې ډول ډول محرومیتونه او ناخوالې رانغاړي کوم چې د خوشاله، روغ او ګټور ژوند فرصتونه راکموي.
یوازې دچا په عوایدو او مصرف باندې ځان پوه کول د بیوزلۍ د څو اړخیزه حالت او سیي کچې پیداکولواو د ممکنه ګټورو حل لارو مندلو سره ډیره مرسته نه کوي.همدارنګه دکوم سم پروګرام د نه درلودلو په صورت کې یوازې د پیسو اویا غلو او خوراکي توکو ورکول خلکو ته ډېره ګټه نلري. ځینې لوی محرومیتونه لکه د عوایدو کموالی، لوږه، خوارځواکي، تبعیض، ټولنیز ګوښه توب، ناهیلي کیدل، منفي کلتوري او فرهنګي انګیرنې لکه بیځایه سیالۍ، منفي فکر درلودل، د امیدوارۍ او مثبت فکر کموالی او نور ټول هم ځینې اړخونه دي چې بیوزلي لا نوره زیاته او تلپاتې کوي. همدارنګه، زیرمو، ښونیزو، روغتیایي او دسرپناه درلودلو خدمتونو ته نه لاسرسی، جغرافیایي خراب موقعیت، دمواصلاتو اولارو نشتوالی او ستونزمنتوب او نور بیوزلۍ ته هم قوت او دوام وربښي. باید ووایو چې دا پورته ستونزې هر یو زیاتې څیړنې ته اړتیا لري خو په دې مقاله کې یې فرصت نشته.
د بیوزلۍ له خبیثې دایرې څخه ځکه څوک په آسانۍ نشی وتلی ځکه چې بیوزله د خپل ځان او کورنۍ په روغتیا، ښوونه او نورو پرمختیایي چارو پانګونه نشی کولای، زیرمو اوټولنیزو شبکو، اړینو مالوماتو او سازمانونو ته لاسرسئ نلري نو ترډېره ګوښه، ناهیلي او په بیوزلۍ کې پاته کیږي. کله خو بیوزله خلک دنورو له خوا په قصدی توګه تیت، پاشلي او بیوزله ساتل کیږي ترڅو یې له ناپوهۍ او مجبوریت څخه ګټه واخلي. غمیزه داده چې ډیر ځله همدا بیوزله خلک له دې کسانو او حالت سره یا د ناپوهۍ او یا هم د مجبوریت له لاسه مرسته کوي او د بیوزلۍ لومه او کړۍ نوره هم ورباندې ټینګیږی.
داسې قومونه، سیمې او ان ملتونه خپلې ټولې بدمرغۍ له نورو ګڼي، د ماشومانو په څیر له نورو ګیلې کوي او خپل مسولیت نه پیژني او یا يې نه قبلوي. دا حالت د مخدرو توکو په څیر د قومونو او ملتونو د غفلت لپاره خورا دردوونکې او لویه ستونزه ده. په داسې ټولنو کې د بیوزلۍ پورته یاده شوې خبیثه دایره همداسې تر ډیره دوام کوي اوټولنه غوره چانسونه یو په بل پسې له لاسه ورکوي.
د بیوزلۍ لاملونه په وردګو کې
په وردګو کې هم د بیوزلۍ د مهمو لاملونو په ډله کې د پورته یاد شوو ټولو ټولنیزو او کلتوري ستونزو شتون راځي. باید ومنو چې ژورې کلتوري ناسمې انګیرنې لکه بیځایه سیالۍ، منفي فکر، د امیدوارۍ او مثبت فکر کموالی، یو بل نه منل او نور لرو چې په فقر کې مو ساتي او له پرمختګ څخه مو راګرځوي. ډېرو وردګو تراوسه دګډ کار، د ښه بدلون احساس او تنده، یو بل منلو، د ګډو هیلو او ګډو هڅو لرلو مزه نه ده لیدلې او په بیځایه تربګنیو کې ښکیل دي. موږ وردګ د یوه ګډ ارمان په شاوخوا نه راټولیږو. د اوسنۍ پرمختیایي پوهې په ژبه د داسې قومونو په هکله ویل کیږي چې هغوی کمه ټولنیزه پانګه (Social Capital) لري.
په یوه قوم کې د بیوزلۍ د کمولو او ورکولو لپاره ښو کدرونو او رهبرانو ته زیاته اړتیا وي. خو د پورته ځانګرتیاوو لرونکي قومونه او سیمې په ځان کې د قوم خادم، د مثبت فکر او وړتیا لرونکي کدرونه کم یا نشي روزلای. د زیاتو غوره کدرونو نشتون بیا په ټولنه او قوم کې د ملي رهبرانو د پنځولو او رامنځته کیدو مخه ډب کوي. غوره کدرونه چې د مشرتابه په رول پوهیږي، ښه مشر له ځان غوښتونکو څخه بیلولای شي، د مشرتابه د ودې لپاره یو مناسب چاپیریال رامنځته کوي او د ښو کدرونو کمښت بیا رهبران د غوړه مالانو په وړه حلقه کې له خلکو لیرې ساتي. په پورته ټولنیز او کلتوري چاپيریال کې د قوم مطرح خلک خپلې پرګنې په ځان نشي راټولولی، له ځانه ښه رهبري نشي ښودلی، په پایله کې خلک سره تیت، بې غږه، ناهیلي او بیوزله وي.
که ښه ځیر شو په وردګو کې تل د ښو استعدادونو په شتون کې ښه رهبران نه رامنځته کیږي، وردګو د تاریخ په اوږدو کې د ښو مدیرانو په صفت له دولت او خپلو ملي مشرانو سره د ملي ګټو د خوندي کولو او هیواد لپاره ښه او نه هیریدونکي کارونه کړي دي. خو په هیواد او خپله زموږ په ټولنه کې حاکم کلتور، د کدرونو او مطرح خلکو ذهني او ټولنیز حالت او نورو ترکیب بیا وردګ کدرونه د ملي رهبرۍ له رول څخه لیرې ساتلي دي.
د وردګو یوه ستونزه داده چې هیڅکله ځانته کوم ګډ لید لوری، منځ مهاله اواوږدمهاله ګډې موخې او ګډ لومړيتوبونه نه ټاکي او نه د پلان جوړلو په هکله کوم سوچ کوي. نو ځکه ډیری سوچونه یې د خیال په کچه پاتې کيږی او په موخو یې نشي بدلولای. که یې کله کوم لمړي توب ټاکلي دلاسته راوړو لپاره یې کومه منظمه تګلاره نه ده په ګوته کړې او نه يې ورپسې سمه هڅه او هاند کړی. موږ یوازې د اور وژنې او یا لوټه کیږده او تیرشه فکر او کارونه کوو. پایله دا شوه چې که رښتیا ووایودوردګو قوم او سیمه تراوسه د یوه داسې ګروپ او سیمې په توګه نه دي څرګند شوي چې ټول ګډ د خپلې سیمې لپاره ګډ ارمانونه او ګډې موخې ولري او ورته کار وکړي. نو ځکه مو ډېر کارونه نیمګړي پاته کیږي.
د بیوزلۍ ترپورته یاد شوې ملي کچې په وردګو کې زیات خلک ډېر بیوزله دي ځکه یو خو ډېرئ یې کم ځمکې یا بیخي بې ځمکې دي. له بلې خوا د دولت لخوا دکرنې او اوبه خور په سکتورونو کې د پانګونې کچه یا ډیره کمه یا په نشت شمیرل کیږې. نو کرنه که څه هم د خلکو مهمه بوختیا ده خو د سیمې له اقتصاد سره ډېره مرسته نکوي او په محلی اصطلاح یوازې دخلکو لاس او خوله چلیږي. د کرنې فني خدمتونو ته لکه، د ترویج خدمتونو، د کرنیزو آفتونو په ضد مشورو، اصلاح شوو تخمونو، کیفیت لرونکو کیمیاوي سرو، د بسته بندۍ اړینو تخنیکي مهارتونو، ښه بازار او نورو ته لاسرسئ نلري.
په وردګو کې د بیوزله بزګرانو د مرستې لپاره د اعانو او یا د مناسبو قرضو پروګرامونه نشته نو د ناڅاپی پیښو په وخت خلک دخپل اولاد د اعاشې مهمه وسیله لکه د کورنۍ د شیدو یوازې یوه غوا، میږې او نور باید وپلوري او یا ځمکه ګرو کړي ترڅو اړتیا ورباندې پوره کړي. په وردګو کې د تولید شوو شیدو، مڼو، زردالیو او نورو پیداوارو لپاره بازار موندنه ګرانه ده. نوبیوزله، او تیت او خواره بزګران اړ وي ترڅو خپل پیداوار په کم وخت کې په دلالانو په کمه بیه وپلوري او ډېرو ته په خپل مصرف نه پلورل کیږي ځکه د مرستې او لارښوونې لپاره کوم کوپراتیف یا اتحادیه نلري او نه تر مناسبه وخته د ساتلو لپاره سمې سړې خونې لري. نو په وردګو کې په کرنه بوخت خلک کم عاید لري او دچاخبره ایله دسړو شپو غله پیدا کولای شي او بس.
په وردګو کې په نورو اقتصادي سکتورونو لکه صنعت او کاروبار کې هم دسیمې د خلکو د معیشت ښه کولو او دهغوي د اقتصاد د تنوع لپاره کوم کار نه دئ شوئ. په وردګو کې متشبثین، کسبه کاران او صنعتګران لږ یا په نشت حساب دي. خو که څوک ورته زړه ښه کړي نو د آسانتیاوو په نلرلو ناهیلي کیږي، وده نه کوي او اړ شي چې ورڅخه لاس واخلي. که څه کسانو په کارو بار کې وده کړې ده هغه هم په کابل، غزني او یا کوم بل ښار کې میشته دي او د وردګو سیمې ته یې کمه یا هیڅ ګټه نه رسیږي.
په وردګو کې ځینې لاسي صنایع لکه د خامکدوزۍ، ګلیم اوبدلو او نورو ورته توکي تولیدیږي خو څرنګه چې دا زښته زیات وخت غواړي او هم هلته ښار او د پلورلو لپاره سم بازار نشته نو په نیمه بیه یې دلالان ورنه رانیسي.
لکه چې پورته یادونه وشوه په پورته سکتوري برخو کې نه پرمختګ، د کم ځمکو او بې ځمکو خلکو شتون د زیاتې وزګارتیا او بیکارۍ لامل دی. په وردګو کې ښاري ساحې نشته نو ځکه هغه د خدمتونو وړاندې کولو سکتورچې په ښاري ساحو کې وده کوي په وردګو کې په نشت شمیرل کیږي او د دې خدمتونو نشتون د بیوزلۍ بل ستر لامل دی.
په وردګو کې د حرفه اي کورسونو نشتون د وردګو زیاته ځوانه بشري قوه د لږې مزدورۍ اوشاقه کارته اړ کړي دي. مشهوره خبره ده چې وایي نور خلک ګټې کوي خو وردګ خټې کوي. دا بیخي سمه ده او ډیرئ وردګ ځوانان غیر ماهر او غیر مسلکي کارګران دي او اړدي په لږه مزدورۍ دهیواد په دننه او یا په بهر کې غیر فني او شاقه کارونه وکړي.
باید ووایو چې په وردګو کې زیات بیوزله کسان کونډې، یتیمان، معیوبین او معلولین، دشهداوو کورنۍ، بې ځمکې او کم ځمکې، بیکاره، بې واسطې اوبې وسیلې خلک، په نشه ای توکو روږدي کسان اوداسې نوردي.
په وردګو کې دبیوزلۍ ورکولو لپاره شرایط برابرول
لمړی د ودګو د پرګنو ذهنیت باید برابر شي ترڅو پرمختګ وغواړي، مسؤلیت ومني او په ځان کې اړین شرایط پیداکړي. نو که په وردګو کې د بیوزلۍ کمول له یوې خوا د دولت مسؤلیت دئ، خو د خپلو خلکو د ذهنیتونو جوړول او د هغو ویښتیا بیا خپله زموږ د ودګو مدني او ټولنیز مسؤلیت هم دئ. په ټولنه او عوامو کې د ذهنیت برابرول د دیني عالمانو، مدني ټولنو، قومي شوراګانو، نا دولتي موسسو او روڼ اندو په مټ ښه کیږي. دوی کولای شي ترڅو ولس په پرمختیایي پروسه کې و رغنده ونډې اخیستو او مشارکت ته تیار کړي. له دولتي او پرمختیایي پروګرامونو څخه هغه څوک ډېره ګټه اخیستلای شي چې دهغوی په ټولنه کې ورته شرایط او بستر برابر وي، په جدیت او ریښتینولۍ سره یې غواړي، له پلي کوونکو سره همکاری کوي، په قدر یې پوهیږي او ساتنه یې کوي. داڅیزونه د خلکو د بیوزلۍ په کمولو او پرمختګ کې خورا ټاکونکې ونډه لري.
ټولنیزه پانګه و نهادونو، اړیکو، نورمونو او منل شوو تګلارو ته ویل کیږي کوم چې د ټولنیزې راکړې ورکړې کیفیت او کچه ټاکي. زیاتیدونکي شواهد ښيي چې ټولنیز پیوستون د ټولنو د اقتصادي ښیرازۍ او تل پاته پرمختګ لپاره خورا زیات اړین دئ. ټولنیزه پانګه یوازې د هغو نهادونو مجموعه نه ده کوم چې په ټولنه کې شتون لري – بلکه هغه یو داسې سریښ او جاذبه قوه ده چې دټولنې خلک یو له بل سره یوځای ساتي.
د ټولنیزې پانګې په مرسته ټولنې او سیمې توانیږي چې سترو ګډو ستونزو ته د حل لارې پیداکړي، سترې ګډې موخې او لرلیدونه وټاکي، تر لاسه یې کړي او په نن شرایطو کې له نورو خلکو او سیمو سره سالمه، مشروع او اړینه مسابقه وکړي. که په یوه ټولنه کې خلک ډېره لوړه انساني پانګه یا تعلیم او ښه روغتیا ولري خو ټولنیزه پانګه یې کمزورې وي نو یوپه بل تن نه ږدي، یو د بل خبره نه مني او هر څوک بیل من وي، او هر کله بیل خیال هم دې ته وايي.
نو وردګو ته په کار ده چې دخپلو خلکو ټولنیزه پانګه پیاوړې کړي او له دې لارې د ګډو هڅو، ګډو ارزونو، او ګډو موخو د لاسته راوړو او په پای کې د بیوزلۍ د ورکولو لارې ومومي. که دا کار وشي نو په وردګو کې به د بیوزلۍ د کمیدو او ورکیدو لپاره یو ښه چاپیریال او بستر رامنځته شي او وردګ به د بیوزلۍ له پروګرامونو څخه سمه ګټه واخیستلای شي.
د بیوزلۍ ورکولو او پرمختګ لپاره اړینه ده چې په وردګو کې شته ننګونې او فرصتونه ښه وپیژنو. د ننګونو لپاره سمې د حلې لارې ومومو او له فرصتونو څخه سمه ګټه پورته کړو.
شته فرصتونه
د ټولو ناخوالو او ستونزو تر څنګ وردګ د خپلې سیمې او خلکو د بیوزلۍ د ورکولو لپاره ستره وړتیا او زیرمې لري چې هغه خپله د وردګو د خلکو رښتینولي، زیارایستنه، په معارف مین کلتور، ځوان کدرونه او د کابل ترڅنګ ستراتیژیک موقعیت او نور دي. موږ د هغوی څخه د ګټې په اخیستو سره خپله بیوزلي ورکولای شو. همدارنګه، موږ کولای شو د نورو لپاره هم ښه نمونه شو.
زموږ د زیات شمیر ځوانانو اسانه لاسرسی د کابل ښار سهولتونو، کلتوري او علمي چاپیریال ته یو بل ستر ستراتژیک فرصت دئ چې په زیرکتیا باید ورڅخه ګټه پورته شي. لکه چې وایي سل روپۍ پور کړه زوی په ښار لوی کړه. په ښار کې لوییدل، تعلیم، کورسونو، مدني غونډو، ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی، او له نورو قومونو او خلکو سره د ځوانانو اړیکې د هغوي د سیاسي، ټولنیز او کلتوري شعور د لوړولو لپاره زیات ارزښت لري اوباید به سمه توګه ورنه کار واخیستل شي.
د ځینو نورو خلکو په څير زیات لوستي وردګ کدرونه اوس په کابل، غزني او نورو ښارونو کې راټول، د سواد څخه بهرمند، د مدني فعالیتونو، د ټولنیزو پرمختګونو په هڅه او هاند کې له یو بل سره د ګډ کار هوډ لري. دا به کرار کرار د دوی لپاره د پرمختګ لاره پرانیزي، ناسمې انګیرنې به یوې خواته پریږدي او خپلو لوړو موخو ته به د رسیدو لارې ومومي. که سمه پاملرنه ورته وشي، لاس ورکړل شي او علمي پروګرامونه په کار واچول شي، دا نوی کلتور به په دوی کې غوره کدرونه او ستر ستر مشران راوپنځوي او خپله د وردګو او ټول ملت لپاره به ښه خدمتونه وکړي.
خو د ځینو وردګو او په تیره د پوهه لرونکو، مشرانو، پانګوالو او کلتوري کسانو بیلتون به له خپل اصلي ټاټوبي او د وردګو له اصلي کتلې څخه زموږ په سیمه کې یوه ناوړه تشه هم رامنځته کړي. د دې تشې ډکول هم خورا اړین کار دی. دا د ټولو هغو کسانو دنده ده چې په دې کې مهم رول لوبولای. دلته هغه څوک چې په سیمه کې واک لري ترټولو زیات مسؤلیت لري چې د پوهو او نورو اړینو خلکو د راتګ زمینه برابره کړي او مخه یې ډب نکړي. همدارنګه، خپله پوهان او روڼ اندي هم مسؤلیت لري چې د خپلو خلکو او سیمې له ستونزو څخه تل ځان خبر کړي او له اړینو کسانو سره به تماس کې وي. همدارنګه، په ښاري سیمو کې د مدني ټولنو، شوراګانو، ژورنالستانو او لیکوالانو هم دا اخلاقي او وجداني دنده ده چې د سیمې خدمت ته ملا وتړي که په هره توګه وي.
په وردګو کې د دولتي پوهنتون رامنځته کیدل، د وردګ ځوانانو او کدرونو ورسره بې کچې مینه او ورته ستر ستر ارمانونه، او د هغوي کلک هوډ چې د دولت په مرسته دا پوهنتون په يوه ملي علمي نهاد بدل کړي یوه بله له فرصتونو ډکه ښکارنده ده. دلته دا هیله سمه ده چې د دې پوهنتون په اجندا کار به زموږ دخلکو او ځوانانو لپاره د پرمختګ یوه غوره پروسه او بهیر شي ځکه ټولنې، په تیره بیا ځوان قشر او کدرونه داسې یوې پروسې ته اړتیا لري.
په وردګو کې د باغدارۍ په ساحه کې د پانګونې ښه زمینه برابره ده. ډېری خلک ښه مسلکی پوهه لري، اوبه، هوا او خاوره یې په هیواد او ان په نړۍ کې دښه کیفیت لرونکې میوې تولیدوي. که دا توکي په کیفیت لرونکو پراسس شوو توکو لکه جوس او مرباوو بدل شي د سیمې د خلکو د اقتصادي وضعې به ښه کولو کې به زیاته مرسته وکړي. همدارنګه، د دې لپاره چې زموږ کرنیز توکې په سم وخت کې او په سمه بیه مارکیټ ته ورسیږي نو اړینه ده چې يه وردګو کې اړینې سړې خونې جوړې شي او سم کار ورڅخه واخیستل شي.
که وردګ له خپلو کدرونو، کرنیزو توکو، او ښه ستراتیژیک موقعیت څخه سمه په هوښیاري د یوه ښه پلان له مخې ګټه پورته کړی نو کولای شي چې زیاته پانګونه هم د کابل په ګاونډ کې راجلب او په کار یې واچوي.
د کابل او غزني ښارونو په منځ کې او ورته نژدې دوردګو د سیمې ستراتیژیک موقعیت او زموږ د کدرونو شتون په دې ښارونو کې وردګو ته ښه موکه برابروي چې د خدماتو په سکتور کې لکه، د مالوماتي تکنالوجۍ، د کرنې د پرمختیا لپاره خدمتونو، د کاروباري موسسو سره د تخنیکي مرستو او د بزنس پلان په جوړښت، د انجنیري خدمتونو، د تریننګونو په ساحه کې له دولتي، نادولتي او نړیوالو موسسو سره دکار له لارې د وردګو کدرونو لپاره ښه فرصتونه شته دي. خو اړینه ده چې هغوي لمړی دا وړتیا په ځان کې راپیدا کړي، دا فرصتونه او ننګونې یې سم وپیژني. همدارنګه، اړینه ده چې د یوه اړین لرلید، ستراتیژیک فکر او ستراتیژیک پلان له مخې ورته تیاري ونیوله شي او پانګونه راجلب شي.
وړاندیز دادی چې یو څو مرحله ایز پلان جوړ شي او ولیدل شي چې اوس څه بنسټیز کارونه کول په کار دي او څه کیدلای شي. همدرانګه، د اړوندو کارپوهانو او پانګوالو په مټ سمه لاره وموندل شي.
په وردګو کې د بیوزلۍ ورکولو لپاره ځینې عملي قدمونه
باید هڅه وکړو چې په وردګو کې د بیوزلۍ ورکولو او پرمختګ لپاره یو مناسب بستر رامنځ ته کړو. د داسې مناسب بستر د رامنځته کیدو لپاره لمړی شرط په ځان کې د مثبت بدلون راوستل اړین کار دئ. وردګو ته اړینه ده چې په خپلو ځانونو، سوچونو، او کړنو کې بدلون راولي، د خپل ژوند د سمولو او له خپله ځانه د بیوزلۍ ورکولو مسؤلیت واخلي. دا مسئله زموږ په هره مدني ټولنه او شورا کې باید د اصل په توګه ومنل شي. لوی خدای (ج) هم دیوه قوم په حالت کې تغیر نه راوړي ترڅو هغوی په خپلو نفسونو او ځانونو کې تغیر رانه وړي.
د پرمختیا پوهان وایي که یو قوم او ملت د خپل ځان د اصلاح او ودې لپاره تنده او تلوسه ونلری نو بهرني څوک لکه حکومت، موسسې او پرمختیایي کارکوونکي ورسره ډیره مرسته نشي کولای. پوهان وایی که یو قوم، ملت او یا یو سازمان د دنیا ترټولو ښه کړنلاره (ستراتیژی ) د چا په واسطه جوړه کړی خوکه په خپلو ځانونو کې د تغیر اړتیا او سوچ پیدا نه کړي په خوا شینۍ ډېر څه نه شی کولای.
کله چې زه د بیا رغونې او پراختیا په وزارت کې د ملي پیوستون د پروګرام مشر وم ما لیدل چې د دې پروګرام پیسې به ځینو خلکو په خپل منځ کې ویشلې، خو ځینو نورو به د ټولنیزو فعالیتونو لپاره د غونډو مرکزونه، د کمپیوټر کورسونه، د کاروبار او د صحي تعلیماتو د درس ورکولو غوښتنه کوله. همدارنګه، یو ځل زموږ په دفتر کې د مستندو فلمونو یو نمایش و، په هغو کې د هزاره قوم ښځو زیات مستند فلمونه او داکیومنتري ګانې چې د هغوي نوښتونه او پرمختګ یې ښودل جوړ کړي وو، خو له ځینو نورو خواوو څخه هیچ چا هم څه نه وو جوړ کړي، نه چاکومه هڅه کړې وه او نه چاپه هغه سیالۍ کې برخه اخیستې وه. د دې لامل دادی چې ځینې ټولنې او قومونه د کلتوري مسایلو په اهمیت او دا چې دا کلتوري ښکارندې څنګه پرمختګ وکړي ښه یه پوهیږي. په دې مثالونو کې له ورایه لیدل کیږي چې، د ټولنو د پرمختګ په کچه کې څومره توپیرونه شته دي خو کیدای شي وروسته پاته ټولنې په ځان ښه نه پوهیږي.
همدارنګه، موږ باید لیک او لوست، د کتاب لوستلو کلتور ته وده، دځوانانو ترمنځ د مقالو لیکلوسيالۍ او ارزونې، د کتاب مخکتنې، د سیمینارونو اوکنفرانسونو جوړول، د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو هڅونه او نور پیل کړو او په سمه توګه پرمخ بوزو. موږ ته اړینه ده ترڅو ځوانان د ګډ کارپه ګټو، درهبرۍ په مهارتونو، له خلکو سره دکار او اړیکو نیولو، د سیاسي او ټولنیزو پیښو په روزنه او ارزونه باندې پوه او روږدي کړو. دبریالیو ځوانانو، ټولنیزو وتلو او ښو لاسته راوړونکو کسانو لپاره ستاینلیکونه، نمانځ غونډې او نور په پام کې ونیسو. که داکارمو وکړ نو ورپسې د نوروټولنیزو، کلتوري، اقتصادي، سیاسي، روغتیایي او کرنیزو پرمختګونو لپاره ښه زمینه برابریږي.
د پورته کارونو لپاره د خپلو روڼ اندو، ریښتینو، په وطن او قام مینو مشرانو، پانګوالو مرستو ته اړتیا ده. دلته درهبرۍ او رهبرانو رول خورا مهم دئ. رهبري هغه وړتیا او ظرفیت دئ چې دخلکو یو ګروپ د یوشمیر ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو لپاره تنظیم کړي، او چې دهغوی دوام لرونکې همکاري ددې موخو د ترلاسه کولو لپاره یقینی کړي. مشران او ملي کدرونه یې په ټولنو کې د ښه کار او لاسته راوړنو لپاره وړتیا لوړوي. دټولنې وړتیا عبارت دئ له: ټولنیزو شبکو، سازمانونو، خاصیتونو، رهبرۍ اوله هغه مهارتونو څخه کوم چې اجازه ورکوي چې ټولنې د خپلو اړتیاوو او لمړیتوبونو سره سم پرمختګ وکړي.
دوړتیا وده هغه پروسه ده دکومې په اوږدو کې چې کسان، سازمانونه اوټولنې وکولای شی چې دخپلو پرمختیایي موخو د ټاکلو او ترلاسته کولو لپاره توان پیدا، ټینګ اووساتي. یا په بل عبارت دوړتیا وده یوه پروسه او جریان دئ چیرته چې خلک، سازمانونه او ټولنې په مجموع کې دوخت په تیریدو سره وړتیا آزادوي، تقویه کوي، خلق کوي، دځان په شرایطو برابروی او ساتی یې.
د بیوزلۍ د ورکولو لپاره اړینه ده چې: (۱) بیوزلو خلکو ته توان، جرئت او امید ورکړو، (۲) د بیوزلو خلکو لپاره اړینې صنفی اتحادیې او یا کوپراتیفونه جوړ کړو ترڅو هغوي یو بل ته لاس ورکړي، (۳) بیوزلو ته د مالی مسئلو او محاسبې، د وړو کارو بارونو مدیریت، بازار موندنې، د ټولنیزې پرمختیا، د فني مهارتونو لکه د ارزښتونو زنجیر او په بل عبارت په خپلو پیداوارو او تولیداتو ارزشت ورزیاتولو ته اړتیا ده ترڅو هغوي په خپل کار په اسانۍ سره زیاته ګټه ترلاسه کړي، (۴) بیوزلو ته دې مناسبو قرضو، د بیمې د خدمتونو برابرول او د نورو مالي خدمتونو برابرول اړین دي، (۵) د وردګو ځوانانو لپاره فني او حرفه اي کورسونو ته ډېره اړتیا ده ترڅو له غیر فني کارګرانو په فني کارګرانو بدل شي نو بیا که مزدوري هم کوي نو ښه اجوره به اخلي او ډېر به کار و بار او تشبثات شروع کړي او د خټو په ځای به ګټې وکړي، (۶) همدارنګه د بیوزلو لپاره د ښو قوانینو او یو سم کارو باري چاپیریال او مرستندویه حکومتولي اړین دي ترڅو دکار په مخ کې یې خنډونه ورک شی، کار یې وده وکړي او لاس نیوی یې وشي.
باید دې ټولو یادو شوو کارونو ته د یوه بهیر او پروسې په سترګه وګورو، د ښو پایلو لاسته راوړلو لپاره موږ تخنیکي پوهې، تخصص، صبر، نه ستړې کیدونکو هڅو او هاند ته اړتیا لرو.
د بیوزلو سره څنګه مرسته اړینه ده
بیوزلي یوازې خلکو ته د یو څه پیسو په ورکولو نه ختمیږي. هغه چینایي متل دئ چې که یو وږي ته ماهي ورکړې چې ویې خوري نو یوځل به موړ شي او که ماهی نیول وروښیې نو د تل لپاره به موړ وي. همدارنګه، که یوې سوالګرې ښځې ته چې د کابل په نوي ښار کې سوال کوي یوه شتمن سړي څلور نوي زرګون ورکړل، بل ورته دښځو په یوه موسسه کې چوکيداري پیداکړه او بل بیا ورته خیاطي وروښوده او یو ماشین یې ورته واخیست نو کوم یوه ښه مرسته ورسره وکړه. په یقین سره له لمړي څخه دوهم او له دوهم او ترټولو دریم کس ښه مرسته ورسره وکړه ځکه هغه په ځان بسیا شوه. دلته موخه داده چې په یوه پروسه کې دیوه پروګرام له مخې د بیوزلو خلکو لاس ونیول شي او په خپلو پښو ودریږي او په ځان بسیا شي.
داکارونه کیدای شي او ښه مثالونه یې ډېر دي. ګورو چې نن سبا د افغانستان په ځینو سیموکې د شیدو پلورونکو او پیرونکو کوپراتیفونه جوړ شوې او له هرچا په خپل کور کې په ښه بیه شیدي پیري او له ډېرو بزګرانو سره ښه مرسته شوې ده. ځینو باغدارانو خپلې میوې تر هندوستانه، خلیج او حتی اروپا او جنوبي کوریا ته رسولي دي او ښې ګټې یې کړي دي. په نورو ملکونو کې هم ورته پروګرامونه بریالی شوي دي. وردګ هم د خپلو میوو څخه د ښې ګټې ترلاسه کولو لپاره د مسلکي کسانو په مټ باید ښه ارزونه وکړي، پانګوال تشویق، پانګه راجلب، پروګرام جوړ او پلي یې کړي او اړین ګامونه واخلي.
د وردګو د غیر فني کارګرو لپاره باید حرفه اي کورسونه لکه، نجاري، ترکاڼي، ویلډنګ کاري، سیم تابي، لین دواني، د انجنیرۍ سروې، دکرنې د پرمختګ دمهارتونو او ترویج په برخه او نورو کې جوړ شي ترڅو مو بشری قوه د شاقه کار او لږې مزدورۍ په ځای په عزت سره ډېرې پیسې وګټي.
یو څوک کیدای شي ووایي چې دا پورته شیان خو د دولت کار دئ نو موږ څه نشو کولای. خو اوس په افغانستان کې داسې ولایتونه شته چې ان له دا څو کلونو راهیسې د هغوی په ولایت کې هرکال او یا څو کاله د معارف، کرنې او نورو په نامه نوموي. د هر سکتور کال چې دوی ټاکلی وي په هغه کال دوی زیاته پاملرنه دهغه سکتور ودې ته وقف کړې وي. دا وړاندیز او زیات اړونده نوښتونه هم د همغه ولایت د خلکو، شوراګانو او مدني ټولنو له خواکیږي، د دولت او نادولتي موسسو همکاري جلبوي او په ګډه کار کوي. دا زیاته بودجه او پیسې نه غواړي بلکه په شته امکاناتو هم ښه کارونه کولای شي.
اصلي خبره داده چې په پورته مسئلو باندې په عمومي توګه عامه پوهاوی مهم دئ. که خلک په ټوله پروسه او ننګونو پوه شي هغوي ویني چې د دوی رول چیرته دئ او څنګه یي ادا کړي او څنګه له دولتي سهولتونو او خدماتو څخه کارواخلي. دې خدمتونو ته زموږ شوراګانې او مدني ټولنې زمینه برابرولای شي او بیایې له دولته غوښتئ شي، خلک مو په کې ونډه اخیستلائ شي او بریالي کولئ یې شي.
د ښونې او روزني وده او د بیوزلۍ ورکول
وردګ کولای شي چې په تعلیم باندې علمي او ستراتیژیکه پانګونه وکړي. دا پانګونه او کړنلاره یې باید د پوهنې د کارپیژندونکو په مرسته دوردګو د قوم اوسیمې دپوهنې په وړاندې ننګونې په غور وارزوی او اړینې لارې چارې په ګوته کړي. باید هڅه وشی ترڅو د اړونده دولتي، نادولتي موسسو او مدني ټولنو په مرسته په راتلونکي کې دپوهنې دکال ترنامه لاندې راز راز پروګرامونه ترلاس لاندې ونیول شي او کال په کال وارزول شی او له خامیو او بریاوو زده کړه وشي او پرمخ لاړشو. داکار په همدې هیواد کې ځینو ولایتونو کړئ دی او ښې پایلې یې درلودلې دي.
دلته دنمونې په توګه ځینې څیزونوته ګوته نیسو ترڅوعملی شی:
- دوردګو پانګوال په معارف او لوړو زدکړو کې پانګونې ته وهڅوو، مرسته کوونکو قدر وکړ او په ډالیو یې ونازوو او دهغو په نومونو ځینې ځایونه، کتابخانې او نور ونوموو. د مثال په توګه د پوهنتون په وده او پرمختیا کې چې چا مادي او معنوي مرسته کړې باید ونازول شي.
- دوردګو د ښوونځیو، زده کوونکو او ښوونکو او ښوونځیو دستونزو ارزونه اودحل لارې ولټول شي
- زه وړاندیز کوم چې دمعارف یو ګډ تعاونی صندوق چې له ریښتینو او پیژندل شوو مشرانو او پوهانو دجوړ شوي بورد له خوا وڅارل شی جوړکړو. دا صندوق کیدای شي د (دپوهاند داکتر صاحب عبدالقیوم) په نامه و نوموو او د داخل او خارج میشتو وردګو په مرسته یې تمویل کړو. که یوازې معاش لرونکي وردګ په میاشت کې له ۵۰ تر ۵۰۰ افغانیو ددې صندوق لپاره ورکړی او متمول کسان نور کومک وکړی نو ستونزې ورباندې حل کیږي.
- دوردګو محصلینو هڅونه ترڅو په پوهنتونونو کې خپلو محصلینو ته دخدماتو رسولو په بنیاد د محصلینو غیر سیاسي اتحادیې داصولو او لوایحو په بنیاد تقویه شی او ورسره هر راز لاس نیوی وشي.
- وتلو او بریالیواستادانو، ښوونکو ، محصلینو او زده کوونکو ته د مډالونو او تحفو په واسطه ویاړ ورکړو
- د کانکور لپاره د تیاریو لا ښه ترتیب ونیسو
- په وردګو او دلته په کابل کې د کتابتونونو د بډاینې لپاره کار وکړو او د کتاب لوستلو سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ کړو
- داړوندوپوهانو او استادانو په مرسته دوردګو کدرونو دروزلو لپاره د سیمینارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو جوړول او اداره او کنترول یې د ځوانو کدرونو په غاړه اچول
- دوردګو د پوهنتون فعالول، ودې او بډاینې لکه دپوهنتون دکتابخانې، کدري تشې دډکولو او نورپرمختګ لپاره د یوه ستراتیژیک پلان جوړول او پلی کول
- وړاندیز کوم ترڅو په پوهنتون کې دوردګو د مالداره کورنیو په مرسته او دهغوی دمهمو شخصیتونو په نامه دپوهنتون مهم مراکز په عصری ډول جوړ شی. دابه د پوهنتون او پوهنې سره زموږد خلکو مینه زیاته کړي او ورسره به پوهنتون هم زر پرمختګ وکړي.
- همدارنګه، که ممکنه وي په هیواد او بهر کې نور خیر پانګوال وهڅول شي ترڅو د وردګو په پوهنتون کې پانګونه وکړي.
دکرنې وده او دبیوزلۍ ورکول
بل هغه سکتور چې ورته پاملرنه او ورباندې پانګونه زموږپه سیمه کې د بیوزلۍ په کمولو کې خورا مهم رول لوبولای شي کرنه ده. ځکه ډېری وردګ د نورو معیشتي کارونو او غریبیو ترڅنګ په کرنه بوخت دي. دیوه منظم پروګرام له مخې لمړی باید اړونده زیربناوې منځ ته راشي. د مثال به توګه د کرنې د مسلکی لیسې تقویه او پراختیا، د ترویج د مامورینواو نورو اړوندو کدرونو په کار ګومارل او اړین ټریننګ ورکول، داړینو علمی نهادونو لکه په سیمه کې د اوسنیو شته انستیتیوتونو تقویه، د ځینو ملی پروګرامونو لکه د باغدارۍ او مالدارۍ او د کرنې د آفاتو او امراضو، اصلاح شوو تخمونو او د کیمیاوی سرې د برابرولواو داسې نورو شته ملی پروګرامونو غوښتل او راوړل چې دا څو کاله په افغانستان کې فعال دي او له هغو سره مرسته او همدا رنګه د انرژی د مسلې حل او داسې نور اړین ګامونه باید پورته شی. همدارنګه، باید له دولت او د لوړو زده کړو له وزارت څخه غوښتنه وشي ترڅو د وردګ د پوهنتون د کرنې د پوهنځۍ لپاره یو کرنیز فارم د محصلانو او بزګرانو د زده کړې او تجربو لپاره جوړ او په کار واچوي. دا به زموږ علمي کدرونه د اکادیمیکي مسئلو تر څنګ د عملي کارونو او عملي څیړنو (Applied Research) سره د هغوی بلدتیا زیاته کړي، او زموږ بزګران به له علمي روشونو خبر کړي او په کار به یې واچوي.
ددولت د شته پروګرامونو په مرسته له ترویج او په کرنیزو تخنیکونو باندې د بزګرانو پوهول، د آفاتو او امراضو سره مجادله، د ښو او اصلاح شوو تخمونو برابرول، د کوپراتیفونو جوړول او وده، د اوبه خور سمول، دکافی سړو خونوجوړول، د کرنیزو توکو او حاصلاتو د خرڅلاو لپاره د بازار موندل، د توکو سم بسته بندی کول او نور ټول هغه مسایل دي چې پاملرنه ورته اړینه ښکاري.
دترانسپورت په برخه کې وده
څومره زر چې ممکنه وي لږ ترلږه د کمپنۍ او ټوپ دښتې او بیا ترغزني پورې د سړک په اساسی ډول د پراخولي او د دوهم لین دغځولو لپاره له نورو اړوندو خلکو له دولتي ارګانونو سره خبرې شروع شي ترڅو له کمپنۍ څخه وروسته د سړک دواړو خواوو ته د پانګونې زمینه برابره شي. دا به زموږ د خلکو دسفر، تجارت، راکړې ورکړې او اقتصاد په وده کې اړینه ونډه ولري. همدارنګه د لویې او ترانزیتی لارې ترڅنګ دولسوالیو او کلیوالي سړکونو رغول هم د دولت او مرستندویه ټولنو په مرسته په کار دي ترڅو په سیمه کې کاروبار وده وکړي او خلک خپل توکي و بازار ته په مناسبه بیه وړاندې کړلای شي. داکار په ډېرو ولایاتوکې شوی دئ.
د صنعتی پارکونو، خصوصی تشبثاتو او کاروبار وده
دا اړینه ده چې په یوه سیمه کې د کوم لمړيتوب لرونکي ستراتیژیک سکتور ترڅنګ چې کیدای شي په وردګو کې د تعلیم ساحه وي د سیمې د اقتصادي ښیرازۍ، بیوزلۍ ورکولو، پرمختیا او کارمندلو لپاره په ځینې نورو اړوندو سکتورونو کې د پانګونې تنوع هم اړینه ده ترڅو له ټولو اړونده فرصتونو ګټه پورته شي. د وردګو په سیمه کې هم د یوې منظمې ارزونې او پلان له مخې باید ټول سکتورونه له بو بل سره په ګډه د یوه مناسب او سنجول شوي انډول له مخې د سیمې په اقتصادي او ټولنیزه وده کې مرسته وکړي. په وردګو کې په خصوصی تشبثاتو کې پانګونه او د صنعتی پارکونو تقویه به د بیوزلۍ په کمولو او د اقتصادي ښیرازۍ په رامنځ ته کیدو کې مرسته وکړي. باید د صنعت او خدمتونو سکتور غوره کول دسیمې له منابعو او د نورو سکتورونو له اړتیاوو سره اړخ ولګوی. لکه که په صنعتی پارکونو کې د کرنیزو خامو موادو په پخو بدلولو باندې او که د میوو په جوس او مربا بدلولو باندې پانګونه وشی نو صنعت او کرنه به یوتربله او دسیمې د اقتصاد په وده کې مرسته وکړي او هم به یو له بل سره مرسته وکړي. همدارنګه دا کار و علمی کدرونو او ارزوونکو ته اړتیا لري چې دپوهنتون له استادانو څخه دا کدرونه ګومارل کیدای شی. خو دا یوه سم پلان، جدی پلی کولو، وخت او سرمایي ته اړتیا لري خو دا بیخي یو ممکن کار دئ.
په وردګو کې د ښاری ژوند او مارکیت منځ ته راوړل
داجوته چې په یوه سیمه کې د اقتصادي ودې لپاره پکار ده چې اقتصادي تشبثات او فعالیتونه د ستراتیژیک تمرکز سره سره دیو علمی انډول او پلان له مخې تنوع ولري. همدارنګه دیوې سیمې د اقتصادي، کلتوري او ټولنیزې پرمختیا، دکارونو د ایجاد او د بیوزلۍ ورکولو لپاره په یوه سیمه کې ښاري سیمه، ښاری تمدن اوپه ښار پورې اړونده کارونو ته ډیره اړتیا ده. پکار ده چې وردګ او دسیمې ټول خلک په خپله سیمه کې دیوه منظم پلان له مخې دیوه ښاری جوړښت دراپیدا کیدو په اړه سیی سوچ او عملمی ګامونه پورته کړي. چې دا د سیمې په ستراتیژیک پلان او لید لوري کې ښه په ګوټه کیدای شي.
دوردګو د خارج میشته خلکو مرسته
دهر هیواد او سیمې لپاره د پانګې، پوهې، تکنالوژۍ، او نورو جلبول خورا اړین بریښي. موږ د وردګو په اړوندو سیمو کې د هغو وردګو چې په داخل او خارج کې په اقتصادي تشبثاتو او علمي کارونو بوخت دي باید غوښتنه وکړو چې کله کله خپلې پلرنۍ او د زیږدو سیمې ته راشي، خپل نظریات له خلکو سره شریک کړي او که ممکنه وي دلته پاګونه هم وکړي. همدارنګه، اړینه ده چې د دې لپاره هم د اړوندو کارپوهانو په مټ یو اړین پلان جوړ شي چې څه کول په کار دي او څه ممکن دي.
نتیجې او سپارښتونه
- اړینه ده په وردګو کې داسې یوه پروسه رامنځ ته شي ترڅو د وردګو خورې ورې شوراګانې، علمي شخصیتونه او کدرونه د یوه علمي طرزالعمل به بنا سره یو ځای شي،
- دا مرکزي شورا باید ګډ ټاکلئ لورئ لید او ګډې موخې ولري، مدني ماهیت ولري، هردوه کاله یې رهبري د آزادو او سری ټاکنو له لارې وټاکل شي، او دوردګو دسیمې هر وګړئ به دې شورا کې ځان ولیدلی شي،
- دا مرکزي شورا باید سیي ګډ لورئ لید اوږدمهاله، منځ مهاله او لنډ مهاله پلانونه ولري، پلی یې کړي چې په ټولو پورې اړه ولري او ټولو دهغه په منځ ته راتلو کې ګډون کړئ وي،
- که ممکنه وي د وردګو ځوانان دمدني ټولنو شته جالونه تقویه کړي او که کم وي نوي جوړ کړي او دشورا په چوکاټ کې یوه سرتاسري ټولنه ولري خو په خپلوډېرو کارونو کې د عمل آزادي ولري،
- دوردګو د خلکو او سیمې لپاره د پرمختګ، د بیوزلۍ کمولو لپاره د خپلواړینو کارپوهانو، دیني عالمانو، ملي تاجرانو، د سیمې بزګرانو او ځوانانو په ګډون د نظر غوښتنې داسې یوه پروسه رامنځ ته کړو چې خلک پکې خپل نظریات تبادله کړي او دوردګو د قوم لپاره یو لورئ لید، لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړ او په هغو شیانو چې ترلاسه کیدای شي هوکړه وکړو او کار ورباندې شروع کړو،
- وپتیله شي چې څنګه زموږ په سیمه کې بیوزلي او فقر کمولاي شو او په کومو لارو،
- باید د ټولنیز مثبت بدلون لپاره زموږ په ټولنه او ځوانانو کې د تندې او احساس راپیداکولو، د ګډ کار کولو او ګډو موخو ټاکلو لپاره برنامې جوړې کړو،
- په خپلوخلکو کې د فحشا، فساد، رشوت، خیانت او ټګیو د مخنیوي لپاره پلان جوړ کړو او په ګډه یې د دولت په مرسته پلئ کړو،
- د وردګو په سیمه او قوم کې د ښوونې اوروزنې، کرنې او نورو سکتورونو لپاره اړین پلانونه جوړ او پلي کړو،
دیوه سرلوړي، مستقل او هوسا افغانستان په هیله
محمد عارف رسولي، په نړیوال بانک کې د چاپیریال ساتنې ارشد کارپوه
کابل، افغانستان
د ۱۳۹۳ کال د تلې دمیاشتې 17مه نیټه
موخذونه: (References):
- د افغانستان د کلیوالي سیمو د آسیب پذیرۍ د ارزونې راپور (NRVA 2011 Report)،
- Afghanistan National Risk and Vulnerability Assessment 2011- 2012 Survey Report
- د ملګرو ملتونو د پرمختیایي موسسې د ۲۰۱۱ میلادی کال د بشري ودې راپور
- UNDP 2011 Human Development Report
- د نړیوال بانک د ۲۰۱۳ کال د بشري ودې راپور
- World Bank World Development Report 2013
- د UNICEF د ۲۰۱۱ عملیاتي پلان،
- UNICEF 2011 Operational Plan Report
- د افغانستان د ۲۰۱۱ کال د بشری ودې (HDR) راپور او همدارنګه
- Afghanistan Human Development Report 2011
- د نړیوال بانک د بشري پانکې په وده راپور
- World Bank Paper on Social Capital
- د نړیوال بانک د وړتیا لوړولو په هکله مضمون
- محمد عارف رسولی د الحاج ملا سید رسول زوی په کال 1335 هـ – ش کې، د وردګو جغتو ولسوالۍ په فولاد بیک کلي کې زېږیدلې.
رسولی تر نهم ټولګي پوری پوری د جغتو د غازی محمد جان خان منځنی ښوونځي کې درس لوستی، بیا د نورو زده کړو له پاره کابل ته تللی او دری کاله یې په ثانوي تخنیک کې تېری کړی او په لومړی نمبر فارغ شوی.
رسولی له دې وروسته د کابل پوهنتون په انجینری پوهنځي کې شامل او له یو څه زده کړو وروسته یې د امریکا متحده ایالاتو د اندیانا ایالت د (اونزویل) پوهنتون څخه د سیول انجینری په څانګه کې لیسانس دیپلوم ترلاسه کړ.
رسولی په پېښور کې د اسلامي پوهنتون او دعوت او جهاد او وروسته په کابل کې د ځمکپېژندنی پوهنځي استاد په توګه کار کړی.
رسولی په کال 1995م کال د ډاکار موسسی د پرمختیایي پروګرامونو د پیل مسوول وټاکل شو. په دې پروګرام کې د افغاني (حشر) له دود څخه ډېره ګټه واخستل شوه او رسولی د کلیو د پراختیا او بیا رغاونی وزارت د ملي پیوستون لوی او سراسری پروګرام ملي کواردینتور (ناظم) وټاکل شو (2003 – 2005)
رسولی په کال 2005 په آسیایي بانک (فلیپنی – مانیلا) کې د افغانستان غړیتوب بیا ژوندی او له نړیوال بانک سره د چاپېریال ساتنی او ټولنیزو چارو د کارپوه په توګه مقرر شو.
رسولی اوس هم د همدې بانک د چاپېریال ساتنی او طبیعی منابعو ارشد کارپوه دی. د افغانستان د انجینرانو د ټولنی او د وردګو د عالی شوری د مشرتابه غړیتوب لري، په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکنی کوي او په ډېرو ټولنیزو برخو کې فعال انسان دی.
رسولی صاحب، ښه مطلب مو لیکلی.
په وردګو کې ددې ذهنیت عامول په کار دی. ترڅو خلک پوهه شی. اصلي او مهمه خبره دا ده چې د خلک ذهنیت دی موضوعاتو ته متوجه شي.
په وردګو کې واړه کاروبارونه او تشبثات باید زیاد شی.
محترم ورور رسولی صاحب!
السلام علیکم و رحمت الله.
الله رب العزت مو د دوستانو سره روغ لره او د نورو ډیرو اساسی او بنیادی ملی کارونو لپاره د قوی او مرصوص صف په ملګری ونازوه تر څو د محسنینو مددکونکی رب په احسان او رحمت د محتاج او محرومو افغانانو لپاره هغه خدمات تر سره کړو چي الله او بشریت ته ښه ارزښت ولری .
محترم رسولی صاحب، څنګه چي لیدل کیږی ،تاسی دا زحمت تقریبا لس کاله مخکی متقبل شوی یاست،اوس به ضرورت د طرزالعمل او کار پیلولو دی نور لدی فرصت باید عملی استفاده وشی ،بهتره به دا وی چی د تاسی د تجربی نه په استفاده، کاری هستی د ننه او بهر خدمت ته فعالی شی او د ټولو امکاناتو څخه که دولتی ،شخصی یا کورنی او بهرنی وی د وروڼو په مشوره باید عمل ته داخل شو .
الله مو یار او مدد ګار.
نه يواځې وردګو بلکه ټول افغانستان کی چی انتحار انفجار بمبارد او برادرکشی ختمه شی همدا د بدمرغیو او فقیری لومړی ضرورت دی بل ضرورت د نجونو او هلکانو تعلیم دی اوس چی وردک امارت کی لوی اختیار لری ولی دتعلیم لپاره نعره نه اوچتوی بیسوادی د دنیا او اخرت خسران دی
قرآن او مبارک پیغمبر دتور جهالت او شرک په مهال عربو ته صراط مستقیم وښود ننیو شرایطو ته په کتو به یی موږ نورو ته ښییو.
محترم ورور وحید صاحب !
السلام علیکم و رحمت الله.
ډیره مننه چي ټول ملت ته خیر غواړی، ما هم د محترم رسولی صاحب د وړاندیز او طرحو په ارتباط خپل غږ ورسره غبرګ کړ ،هغه هم لس کاله وروسته ،که وی چي کوم ناچیز خیر مو کوم مستحق انسان ته ورسیږی.
هو، ستاسی لار ښوونه او پر معنی کامنټ ډیر پر ځای او زه کاملا موافق یم خو مع الاسف موږ تر اوسه داسی یوه هسته چي محضا لله خدمت منحیث عبادت دی مظلوم ملت حتی یوی وړی کتلی ته وړاندی کړی او بیا دعوت او تعمیم ورکړی -چندان اثر یی مشهود ندی ؛نو احسن به دا وی چي یوه سالم ،قابل پیروی نمونه تجربه کړو ،بیا توسعه او تعمیم ورکړو ،او دا مسیر تر هغه طی کیدی نشی چي خیرالناس مرصوص صف ونلرو او دا کار عبادت او جهاد ګونه محضالله تر سره نشی ځکه ان الله لمع المحسنین.