یکشنبه, جنوري 12, 2025
Homeخبرونهطالبانو له پاکستانه وغوښتل چې د افغانستان پر خاوره بریدونه ودروي

طالبانو له پاکستانه وغوښتل چې د افغانستان پر خاوره بریدونه ودروي

تاند(شنبه، د مرغومي/ جدي ۲۲ مه) د راپورونو له مخې د افغان طالبانو موقتي ادارې له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانستان کې پر خاوره د بریدونو له دوامه لاس واخلي.

د انادولو خبري اژان سد راپور له مخې، د طالبانو مشر ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې د پنجشنبې په شپه د پاکستاني ځواکونو له خوا د کونړ په ختیځ ولایت کې پر ملکیانو بریدونه شوي، چې له امله یې تاوانونه پېښ شوي دي.

مجاهد وویل:

«د کونړ ولایت په ځینو سیمو توغندي لګېدلي چې زیانونه یې اړولي دي. په ځانګړي ډول څاروي وژل شوي دي. موږ د پاکستان دغه راکټي بریدونه غندو او غوښتنه کوو چې دا ډول کړنې دې ودرول شي.»

هغه زیاته کړه چې د پاکستاني ځواکونو له خوا د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په نښه شوې، کورونه یې ویشتلي، ۱۰ څاروي وژل شوي او اوسیدونکي یې اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي.

د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، په برید کې یو افغان امنیتي چارواکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي، خو مجاهد په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه د پاکستان پوځ په کونړ ولایت کې د بریدونو د تایید یا رد په اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، د دسمبر په ۲۴مه د پاکستان پوځ د افغانستان په ختیځ پکتیکا ولایت کې هوايي بریدونه وکړل چې له کبله یې ۵۱ ملکي وګړي ووژل شول. د طالبانو چارواکو تور پورې کړی چې اسلام‌آباد د افغانستان د مځکنۍ بشپړتیا سرغړونه کړې، په داسې حال کې چې د سولې غوښتنه هم کوي.

اسلام‌آباد ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د “معتبر شواهدو” پر بنسټ عملیات کړي او “ترهګر” یې وژلي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم راپور ورکړی چې د پاکستاني ځواکونو د هوايي بریدونو له امله په پکتیکا کې په لسګونو ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، وژل شوي دي.

کابل د دې بریدونو په وړاندې رسمي اعتراض ثبت کړی، په افغانستان کې یې د پاکستان د چارو سرپرست احضار کړی او ژمنه یې کړې چې دا “ذلیل عمل” به بې‌ځوابه پرېنږدي.

په ورته وخت کې د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت اسلام‌آباد تورن کړ چې د داعش (ISIS) وسله‌والو ته یې ځای ورکړی او ویلي یې دي چې کابل داسې شواهد لري چې داعش په پاکستان کې فعالیت کوي.

هغه دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وویل چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او القاعده په ګډون وسله‌والې ډلې د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي.

اسلام‌آباد ادعا کوي چې د منع شوي TTP وسله‌وال په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه په پاکستان بریدونه کوي، خو کابل دغه ادعاوې ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب