تاند (شنبه، د جدي/ مرغومي ۲۲ مه) هغه انځور چې د پاکستان نړیوالو هوايي کرښو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، د پاکستان د هوايي شرکت PIA یوه الوتکه ښيي چې د ایفل برج په لور الوزي. په ټولنیزو رسنیو کې ځینو خلکو دغه کمپاین په نیویارک کې د 9/11 له ترهګریزو بریدونو سره پرتله کړی دی.
دا عکس له څلور کاله بندیز وروسته، اروپا ته د PIA د الوتنو پر بیا د خلکو غصه او حیرانتیا ښيي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی تصویر داسې ښيي چې ګواکې الوتکه د ایفل برج په لور روانه ده، چې ځینو خلکو یې د ۲۰۰۱ کال د نیویارک د سوداګریز مرکز له بریدونو سره ورته بللی دی.
د پاکستان د عامه اړیکو کارپوه او د سیاسي چارو پخواني سلاکار عمر آر قریشي په خپله ایکسپاڼه کې دغه اعلان یا عکس غندلی او ویلي یې دي چې دغه تصویر بې ځوابه کړی دی
د پاکستان دولتي هوایي شرکت (PIA)، د جمعې په ورځ له څلورو کلونو بندیز وروسته اروپا ته مستقیمې الوتنې بیا پیل کړې، دا بندیز د اروپایي اتحادیې د هوايي خونديتوب ادارې له خوا د امنیتي معیارونو د نه پوره کولو له امله پر پي آی اې لګول شوی و.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دې پروازونو د بیا پیل هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا به د هوايي شرکت د تصویر په ښه کولو کې مرسته وکړي.
هوایي شرکت وویل چې له اسلامآباد څخه پاریس ته تلونکی پرواز په بشپړ ډول ډک و، چې په کې تر ۳۰۰ ډېر سپرلۍ سپرې وې.
پاریس ته پي آی اې له لوري په اوونۍ کې دوې الوتنې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف رسماً پرانیستې . ده ژمنه یې وکړه چې PIA به ډېر ژر خپلې الوتنې نورو اروپایي هیوادونو ته هم وغځوي.
خو پر ایفل د پي آی اې د برید جوړ شوي عکس په اروپا کې د ډېرو خلکو تبصرې پارولي دي.