پوهاند نصرالله ستانکزی
(پنځلسمه برخه)
۳۶ – د دیتون د سولې تړون ۱۹۹۵ (Dayton Peace Agreement 1995):
وروسته تر هغه چي په۱۹۹۲ زیږدیز کال د یوگوسلاویا فدرالي سوسیالیستی جمهوریت ړنگ او په څو هیوادونو وویشله شوه، یو د دی هیوادونو څخه بوسینا وه چي اکثریت وگړي یې مسلمانان وو؛ هم خپل استقلال اعلان کړ او په هماغه ورځ ( ۲۲ می ۱۹۹۲) کی د دې هیواد خپلواکي د ملگرو ملتونو د سازمان له خوا په رسمیت وپیژندل شوه.
خو؛ د استقلال دا اعلان د بوسنیا د مسیحیانو له غبرگون سره مخ شو، دا په داسی حال کی ؤ چې د بوسنیا اکثریت خلک مسلمانان ول، او بوسنیایي مسحیانو غوښتل چې بوسنیا د صربیا برخه و گرځي او له بلې خوا د جگړې بل لوری د بوسنیا بل اقلیت چې کاتولیک کرواتان وو، هم د کړکیچ یوه برخه وگرځیدل.
دغه جگړه چې په ۱۹۹۲ کې پیل شوه تر ۱۹۹۵ کاله پورې یي دوام وکړ، چې په پایله کې د ملگرو ملتونو د سازمان او د اروپایي اتحادیې په هڅو، دغه جگړه د دیتون د هوکړه لیک په نتیجه کې چې د بوسنیا هرزه گوینا د جمهور ریس، د سربیا د جمهور ریس میلوسویچ او کرواتانو په استازیتوب د کرویشیا د جمهوررييس له خوا لاسلیک شو، ودریده او په پایله کې د بوسنیا هرزه گوینا فدرالی دولت د ۵۱ فیصده بوسنایانو او کرواتانو او ۴۹ فیصده د سربیانو په قومي ترکیب سره رامنځ ته شو.
د دیتون د هوکړه لیک مفاد دا ول:
– د بوسنیا هرزه گوینا سیاسي ویش؛
– اوربند او د جگړې ختم؛
– د جنگي اسیرانو تبادله،
– د بشر د حقوقو رعایت،
– د یوه ترکیبي مرکزي دولت جوړیدل چې په هغه کې د بوسنیایانو، کرواتانو او سربیانو استازي ګډون ولري؛
د مهاجرو بیرته ستنیدل خپلو مېنو ته؛
– د ملگرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو ځای په ځای کېدل؛ او
– د قومي تصفیې د اقداماتو درول او د گډ ژوند غوره کول.
له یاده باید ونه ایستل شي چې د دې جگړې په بهیر کې د جنگي جنایاتو او جینوساید د نړیوالو جنایتکارانو محاکمه هم ترسره شوه، چي د پخوانۍ یوگوسلاویا د نړیوالې جزایي محکمې په نامه پیژندل کیږي.
دغه محکمه چې د پخوانۍ یوگوسلاویا جزایي نړیواله محکمه (International Criminal Tribunal for the former Yougoslave – ICTY) نومیده ۱۹۹۳ په کال کې د ملگرو ملتونو له خوا د دغو موخو له پاره تاسیس شوه:
– د هغو کسانو محاکمه چې په پخوانۍ یوگوسلاویا کې د جنایاتو مرتکب شوی ؤ؛
– د عدالت پلۍ کول ؛ او
-په راتلونکی کې د ورته جرایمو د ارتکاب مخنیوی.
دې محکمې لاندې صلاحیتونه درلودل:
– د جنگي جنایاتو څیړنه او حکم؛
– د بشریت پر ضد جرایمو په هکله څیړنه او حکم؛
– د عام وژنې یا جنوساید د جرایمو تحقیق او مجازات؛ او
– د نړیوالو جگړیزو قوانینو د نقض څیړل.
دغه محکمه چې په ۱۹۹۳ زیږدیز کې تاسیس او په ۲۰۱۷ کې بې کار ختم او اړونده چارې یې نړیوالې جزایي محکمې ICC ته وسپارل شوې، دغه لاسته راوړنې یې درلودې:
۱ – د سلوبودان میلوشویچ محاکمه: په لومړی سر کې د سربیا جمهورریس او بیا وروسته د یوگوسلاویا جمهور ریس محاکمه په ۲۰۰۲ کال کې پیل شوه، خو د محکمې له پریکړې مخکې په ۲۰۰۶ کې؛ په جیل کې ومړ؛
۲- رادوان کاراجیچ: د بوسنیا صبرسکا جمهور ریس، په ۲۰۰۸ کې ونیول شو او د ۸۰۰۰ بوسنایی مسلمانانو په وژنه تورن شو، په پایله کې کال ۲۰۱۶ کال کې په ۴۰ کالو حبس محکوم شو، خو بیا وروسته د نویو دلایلو له رابرسیره کیدو سره په ۲۰۱۹ کال کې په ابد بند محکوم او اوس هم د انگلستان په یوه جیل کي، په حبس کې دی؛
۳- رادتکو ملادیچ: نوموړی د سربیانو یو لوی قوماندان ؤ چی په ۲۰۱۱ کې ونیول شو، او په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې په ابد حبس محکوم شو، او اوس په زندان کې د خپل حبس شپې – ورځې تیروي؛
۴،- میلن مارتیچ: دغه شخص ځان د کرویشیا جمهور ریس گاڼه، د ملکی وگړو په ژنه تورن او په ۳۵ کالو حبس محکوم شو. او
۵- سلوبدان برلچک: د کرواتانو پوځي قوماندان چې د محاکمې په بهیر کې یې ځان وژنه وکړه.
(نوربیا)
سلامونه،
په هماغه کلونو (۱۹۹۲-۹۵) تر منځ د افغانستان داخلي جګړو جنایتکاران ، او د تجزیی توطیه کوونکي هم باید مهاکمه سوی وای او هغوی چې لا اوس هم د شرمه ډک ګدایی زوند تیروی ؛ قصاص شي او حقوق العباد الافغانیون هم په بین المللی هم په اسلامی او افغانۍ(پشتونولي جرګه) حق و حقدار ته ورسیږي.
دپخوانۍ یوګوسلاویا نه او بوسنیا نه عبرت واخستل شي.