یکشنبه, جنوري 5, 2025
Homeخبرونهد پاکستان د باندنیو چارو وزیر ناامني د عمران خان د حکومت...

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر ناامني د عمران خان د حکومت د پرېکړو له کبله بولي

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۱۳ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر  او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار، د هېواد پر پخواني مشرتابه سختې نیوکې وکړې، او تور یې ولګاوه چې د تېر حکومت له لوري له بېړې کار اخیستل او غیر رسمي پرېکړې سبب شوې چې د ټي ټي پي زرګونو غړي پاکستان ته ورشي.

ښاغلي ډار پرون (د پنجشنبې په ورځ) په یوه خبري غونډه کې وویل چې د هغو پرېکړو له کبله د یوه پیاله چای پر سر شوې وې، د ټي ټي پي له ۳۵,۰۰۰ څخه تر ۴۰,۰۰۰ پورې جنګیالي د ناسمو پالیسیو له امله بېرته هېواد ته ستانه شوي.

هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د پخواني مشر، فیض حمید، هغه سفر یاد کړ چې د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د افغان حکومت له نسکورېدو لږ وروسته افغانستان ته یې وکړ، او دا یې یو مهم ټپیال وباله.

ښاغلي ډار پوښتنه وکړه:
“څوک و چې پولې یې پرانیستې او د TTP غړي یې د چایو د یوې پیالې پر سر آزاد کړل؟”

د ده اشاره د فیض حمید د چایو هغې پیالې ته وه چې د کابل په سرینا هوټل کې یې په لاس کې نیولې وه او عکسونه یې په رسنیو کې په پراخه پیمانه خپاره شول.

ټي ټي پي، چې په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو د ګڼو بریدونو مسوولیت په غاړه لري، له هغه وخت راهیسې خپل فعالیتونه زیات کړي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ترلاسه کړ.

د ډیرو شنونکو په وینا په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسیدو د ټي ټي پي غړیو ته انګېره او روحیه ورکړې چې په پاکستان کې بریدونه ډېر کړي خو پاکستان بیا ادعا کوي چې ګواکي د ټي ټي پي غړي په افغانستان کې پناهځایونه لري.

دا په داسي حال کې ده چې له پخوانیو قبایلي سیمو څخه، چې اوس د خیبرپښتونخوا برخه دي، راپورونه ښيي چې ټي ټي پي په دغو سیمو کې پراخې ساحې تر کنټرول لاندې لري او نور دې ته اړتیا نه ویني چې په افغانستان کې پناهځایونه ولري.

د پاکستان د اوسني ايتلافي حکومت چارواکو د ټي ټي پی د بریدونو د زیاتېدو له کبله له انتقادونو څخه د خلاصون لپاره هڅه کړې چې پړه د عمران خان پر حکومت واچوي او په ځلونو یې د پاکستان اوسنۍ ناامني د عمران خان د حکومت د اقداماتو له کبله بللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب