تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۲ مه) نن په کابل او ګڼو ولایتونو کې د ژمي لومړۍ درنه واوره واورېده او د مځکې او ونو په ګډون یې هر څه تک سپین کړل.
د کابل او ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکو په خواله رسنیو کې د واورې عکسونه او ویډیوګانې شریکې کړې دي.
د ژمي په دې پیل کې د واورې ورېدا په افغانستان کې د کرنې او د راتلونکي ښېرازه کال لپاره خورا مهم دی.
تېر کال د ژمي په لومړیو دوو میاشتو کې واورې ونه اورېدې خو له درېیمې میاشتې ورښتونه پیل شول چې د سیلونو سبب شول.
ډېرو خلکو ته نننۍ واورې د پخوا وختونو یادونه ورپه زړه کړل. پخوا به د جدي له پیل سره سم واورې په اورېدو پیل کاوه.
د کندوز اوسیدونکي غلام سخي تاند ته وویل چې هیله لري نوره واوره هم واوري ځکه چې د دې وخت واوره په غرونو کې پاته کیږي، ژر نه ویلي کېږي او په تدریج یې مځکه جذبوي او چې وروسته نوره واوره ووریږي هغه هم پاته کیږي خو که بیا د حوت په پای یا حمل کې واوره واوري، د هوا د تودوالي له کبله ژر ویلي کېږي او په سیل بدلیږي.
سره له دې چې مځکه وال او کروندګر د واورې اورېدو ته خوشاله دي خو هغه بېوزله خلک چې د تودولو وسایل یا سمه سرپناه نه لري، وايي چې واورې او یخني یې کړاوونه لا زیاتوي.
د کابل او ګڼو نورو ښارونو ډېری اوسېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخامخ دي، چې د ژمي په یخو میاشتو کې یې کړاو نور هم زیاتېږي. دوی شکایت کوي چې سږ کال د سونګ موادو بیې هم لوړې شوي دي او ډیری خلک یې د رانیولو وس نه لري.