تاند ( پنجشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۳مه) د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وایي، دغه هېواد کې یې د بهرنیو اتباعو د مهارولو په موخه د کډوالۍ د ملي سازمان جوړولو طرحه د ایران پارلمان ته وړاندې کړې ده.
ایراني رسنۍ وایي، تر دې وړاندې هم د کډوالو د ملي سازمان جوړولو طرحه د ایران پارلمان ته وړاندې شوې، خو پایله یې نه ده ورکړې.
مومني هیله څرګنده کړې،چې پارلمان به دغه طرحه تصویب کړي، څو په خبره یې، ټول اړوند واکونه یوې ادارې ته وسپارل شي.
دا طرحه داسې مهال تصویبېږي، چې اوسمهال په ایران کې افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي او د ایران د دولت له لوري تر سخت فشار لاندې دي.
هره ورځ په لسګونه افغان کورنۍ په زوره له یاد هېواده د قانوني اسنادو د نشتون له امله شړل کېږي او سلګونه کسان د ایران په زندانونو کې په بندخونو کې د ازادېدو په موخه شپې ورځې سبا کوي.