یکشنبه, جنوري 5, 2025
Homeخبرونهطالبانو د ټي ټي پي د غړیو د لیري کولو لپاره د...

طالبانو د ټي ټي پي د غړیو د لیري کولو لپاره د پیسو د غوښتلو په اړه د خواجه اصف ادعا رد کړه

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۲ مه) د طالبانو حکومت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هغه څرګندونې رد کړې چې ګنې د طالبانو حکومت ډیورند کرښې ته له څېرمو سیمو څخه د ټي ټي پي د غړیو د لیري کولو لپاره له پاکستان څخه پیسې غوښتې وې.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف، چې په ځلونو یې لانجمنې خبرې کړي، له مشهور پاکستاني خبریال حامدمیر سره پرون (چهارشنبه) په یوه تلویزیوني مرکه کې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت له ډیورند څخه د پاکستاني طالبانو د لیري کولو لپاره له دوی څخه ۱۰ میلیارد پاکستانۍ روپۍ غوښتې وې خو دوی ورسره ونه منلې.

ده وویل:«د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته زه افغانستان ته لاړم، د طالبانو له دفاع وزیر او نورو چارواکو سره مې ولیدل. هغوی ته مې وویل چې که د ترهګرو مخه ونه نیول شي، موږ به مجبوره شوو چې اقدام وکړو او بیا به نو ګیله نه کوئ.»

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویندوی حمدالله فطرت نن په خپله ایکسپاڼه کې د خواجه اصف څرګندونې رد کړي او لیکلي:« د تاسف ځای دی چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي دغه راز څرګندونې کوي. تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا کړې وه چې، ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته د نوموړي د سفر پر مهال مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لویدیځ ته د ټي ټي پي د لېږد لپاره له پاکستانه لس میلیارده پاکستانۍ کلدارې غوښتې وې.»

خواجه اصف تر دې مخکې د افغانستان پخوانی پاچا سلطان محمود غزنوي لوټمار بللی و چې له دې کبله ځینو پاکستانیانو ته پوښتنې پیدا شوې چې که سلطان محمود غزنوي لوټمار و نو بیا یې ولې پر خپلو توغندو غزنوي نوم ايښی دی.

ده له حامد میر سره په مرکه کې د سلطان محمود په اړه د خپلو څرګندونو توجیه ونه کړای شوه او نه یې په دې اړه ځواب درلود چې ولې یې پر خپلو توغندو غزنوي، ابدالي او غوري نومونه ایښي دي.

1 COMMENT

  1. که چیرته دا غوښتنه نه وي شوې، نو بیا خو په کار دی چې وزیر دفاع، متقی او ملاشیرین ووایې چې په هغې ورځ د پاکستان له دفاع وزیر سره په څه خبرې وشوې؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب