یکشنبه, جنوري 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د چرګ روزنې په سیکتور کې...

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د چرګ روزنې په سیکتور کې د ۱ میلیارد ډالرو پانګونه شوې

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۱۳) د کرنې، اوبو لګولو، او مالدارۍ وزارت وايي چې په افغانستان کې د چرګانو د تولید په سیکتور کې له یو میلیارد ډالرو څخه زیاته پانګونه شوې ده.

دغه وزارت نه دي ویلي چې دا پانګونه په څومره کلونو کې شوې ده. خو د طالبانو تر واک ته رسیدو مخکې په لومړي وار په افغانستان کې د چرګانو پر فارمونو پراخه پانګونه وشوه.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې سکتور کې پانګونه په چټکۍ سره زیاتیږي، او دا مهال په ټول هېواد کې د چرګانو شاوخوا ۱۵۰۰۰ فارمونه فعالیت لري.

د کرنې، اوبو لګولو، او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین، وویل:
“اوس مهال، په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ فارمونه فعال دي چې مجموعي ارزښت یې له یو میلیارد ډالرو څخه زیات دی.”

که څه هم په دې سکتور کې دومره زیاته پانګونه شوې، د کرنې او مالدارۍ خونه وایي چې افغانستان لا هم د چرګانو په تولید کې ځانبسیاینې ته نه دی رسېدلی.

د دې خونې مرستیال، میرویس حاجي‌زاده، وویل:
“د چرګانو سکتور د وارداتو په کمولو کې مهم رول لوبولی او د لویو چرګانو واردات یې بند کړي دي. موږ د دې سکتور ملاتړ کوو. دا مهال د هګیو د کموالي له امله د هګیو واردات دوام لري.”

پر دې سربېره لا هم ډېری فارمونه چرګوړي له پاکستان او هګۍ له ایران څخه واردوي. همداراز د چرګانو واکسینونه او خواړه له ګاونډیو هیوادونو واردیږي چې له کبله یې ډېر اسعار له افغانستانه وځي.

اقتصادي کارپوهان باور لري چې د چرګانو په صنعت کې د پانګونې لپاره پراخ امکانات شته او ټینګار کوي چې د دوامدارې ودې لپاره هلې ځلې اړینې دي ترڅو هېواد په بشپړه توګه ځانبسیاینې ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب