Homeخبرونهد ننګرهار د مالټو سږنی حاصل ۳۵۰۰ ټنه اټکل شوی

د ننګرهار د مالټو سږنی حاصل ۳۵۰۰ ټنه اټکل شوی

تاند ( جمعه د مرغومي ـ جدي ۱۴مه) ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کانال شرکت مسوولین په دې ولایت کې د مالټو سږنیو حاصلاتو ته په کتو اټکل کوي، چې تر ۳۵۰۰ ټنو به ورسېږي.

د یاد شرکت ویاند سیدهمایون غریبمل وایي، تېر کال د همدې درېیم فارم حاصلات ۳۲۰۰ ټنه وو، چې سږکال دا حاصلات تر ۳۵۰۰ ټنه رسېږي.

غریبمل وایي د وطني مالټو د بڼوالو د ګټې او ښه بازار په خاطر یې له پاکستانه په را واردېدونکو مالټو تعرفه هم لوړه کړې، څو هېوادوال له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.

هرکاب د مالټو فصل په رارسېدو ننګرهار ته د هېواد له بیلابیلو سیمو د سیلانیانو ورتګ زیاتېږي.
سږکال هم د نورو کلونو په پرتله بې شمیره سیلانیان د ننګرهار د مالټو باغونو ته ور مات دي او له نېږدې ننداره کوي.

د مالټو پلورونکي بیا وایي؛ د مالټو د نندارې بازار ګرم دی، خو د اخیستلو بازار یې کمرنګه دی.

دوی وایي د بېوزلۍ له امله یې یواځې هغه خلک اخیستلی شي، چې په اوسني نظام کې دنده ولري او یا بل لوی کاروبار ولري.

مالټو ته ورغلی شاه جهان یواځې د مالټو ننداره کوي او د اخیستو توان یې نه لري.
هغه وایي: ( ما فکر کوه چې ارزانه به وي، د خوراک سره به کورته هم یو څه یوسم خو دلته چې راغلم یو من ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانۍ ده چې ما غوندې سړی یې د اخیستو توان ځکه نه لري، چې دا مې د دوه ورځو د کور لګښت کېږي.)

دی له طالبانو غوښتنه کوي، چې پر کورنیو تولیداتو څار وکړي او بیې دې داخل کې یو څه راټیټې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...