Homeخبرونهپر دیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا نښته شوې

پر دیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا نښته شوې

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۱۳ مه) له خوست ولایت څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې تيره شپه د دغه ولایت د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ د ډبکي په سیمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.

ځايي اوسیدونکو تایید کړه چې جګړه د شپې په یوه نیمه بجه پیل شوه او د سهار تر ۶ بجو يې دوام وکړ.

ویل شوي چې دواړو خواوو د یو بل پر پوستو او پوځي مرکزونو ډزې کړي او له همدې کبله ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.

طالب سرچینې وايي چې د دوی خواکونو ته هم زیان نه دی اوښتی.

د خوست په ډبکي کې تر دې وړاندې هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه. تېره نښته وروسته له دې وشوه چې پاکستان د پکتیکا په برمل ولسوالي کې بمباري وکړه او ۵۱ ملکیان یې ووژل.

طالبانو پر برمل د پاکستان د هوايي برید په بدل کې په خوست او پکتیا ولایتونو کې ډیورند کرښې ته نژدې د پاکستاني ځواکونو پوستې وویشتې.

پاکستان وویل چې د طالبانو د ځوابي برید له کبله یې یو شمېر ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...