دوشنبه, جنوري 13, 2025
Homeخبرونهد هرات او د ایران د خواف ریللاره د مسافرو وړلو راوړلو...

د هرات او د ایران د خواف ریللاره د مسافرو وړلو راوړلو ته چمتو شوه

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۴ مه) د افغانستان د ریللارو د انکشاف کنسورشیم عمومي رييس د دوشنبې په ورځ وویل چې د روزنک تمځای (ستېشن) د هرات – خواف ترمنځ د مسافرو وړلو- راوړلو ته چمتو دی.

مصطفي رضایي وویل چې اړوندې ادارې، لکه د پاسپورټ پولیس به د راتلونکي کال په لومړۍ نیمایي کې په دې پوله کې ځای پر ځای شي.

ښاغلي رضایي ایرنا خبري آژانس ته وویل: «اوسمهال د مسافر وړونکو ریلګاډو د تګ راتګ لپاره اړوندې ادارې، لکه د پاسپورټ پولیس، باید د خواف د شمتیغ پولې په سیمه کې ځای پر ځای شي، او د جوړ شوي پلان مطابق، دغه زیربناوې به د راتلونکي کال په لومړۍ نیمایي کې بشپړې شي.»

د ښاغلي رضایي په وینا، اوس مهال د هرات – خواف پر رېل پټلۍ هره اوونۍ له دوو تر څلورو بار وړونکي ریلګاډي تګ راتګ کوي. دا اورګاډي د صادراتي یا ترانزیتي توکو، او یا هم د رېل پټلۍ د پرمختیا او تجهیز لپاره اړین سامانونه انتقالوي.

د دې ریللارې د پرمختیايي کنسورشیم عمومي ريیس زیاته کړه چې دا مهال د هرات په روزنک تمځای کې، چې له شمتیغ پولې څخه ۶۲ کیلومتره لرې دی، د بارونو پورته کولو او تخلیې پروسه ترسره کېږي.

ښاغلي رضایي وویل چې د (رباط پریان) تمځای، چې له روزنک تمځای څخه ۴۳ کیلومتره او د شمتیغ له پولې څخه ۱۰۵ کیلومتره لرې دی، د جوړېدو په حال کې دی.

د هغه په وینا، دغه تمځای به، چې د هرات په دروازه کې او له دې ښار څخه ۲۰ کیلومتره لرې موقعیت لري، راتلونکی کال پرانیستل شي، او له بشپړېدو وروسته به د بارونو پورته کولو او تخلیې عملیات په همدې ځای کې ترسره کېږي.

رضایي زیاته کړه: «همداراز د هرات د هوایي ډګر د رېللارې تمځای به، چې د خواف – هرات د رېل پټلۍ په لاره کې وروستی تمځای دی، په درې کلونو کې بشپړ شي. د ۴۷ کیلومتره اوږدې رېل پټلۍ له جوړېدو سره به، چې د رباط پریان تمځای له هوایي ډګر سره نښلوي، د هرات هوایي ډګر او صنعتي ښارګوټی، چې له دې ښار څخه ۲۰ کیلومتره لرې دی، د ایران د رېللارې له شبکې سره ونښلول شي، او د خواف – هرات رېل پټلۍ به بشپړه شي.»

د خواف – هرات ریللارې په وسیله د ایران او افغانستان اتصال د سیمه‌ییزو اړیکو لپاره کلیدي رول لري. دا لار له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې د نړیوالې ریلارې د یوې برخې په توګه دوه زره کیلومتره اوږد مسیر جوړوي، چې له چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا څخه تېرېږي.

د ایرنا د راپور له مخې، د ایران او افغانستان تر منځ د «شمتیغ» د ریللارې سرحدي لار په ۱۳۹۹ کال د ایران په خواف ولسوالي کې پرانستل شوه.

ایران له تیرو شاوخوا شلو کلونو راهیسي په دې ریللارې کار کوي. تمه کیده چې ایران دا پروژه ډیر کلونه وړاندې بشپړه کړي او حتي د مزارشریف- حیرتان له ریللارې سره یې وصل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب