سه شنبه, جنوري 14, 2025
Homeخبرونهد بلوچستان د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ۱۱ لادرکه...

د بلوچستان د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ۱۱ لادرکه کارګرو مړي موندل شوي

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۴مه) پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې ژغورونکې ډلې، د هغو ۱۱ کان کیندونکو جسدونه موندلي، چې تېرې اونۍ د پاکستان په سویل لوېدیځ بلوچستان کې د ډبرو سکرو کان د نړېدو له امله مړه شوي وو او په کان کې دننه بند پاتې وو.

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې وایي، چې د دولسم کارګر د موندلو لپاره لټون لا هم روان دي.

بل لورته پاکستان کې د کانونو د کارګرو ټولنې مشر سلطان رسنیو ته ویلي، چې د کارګرو د جسدونو په رایستلو کې خپله د کان مزدورانو هم برخه اخیستې ده.

د نوموړي په خبره، په کان کې د چادونې له کبله بند پاتې کارګرو ۱۱ یې د سوات د شانګلې سیمې اوسېدونکي دي.

د بلوچستان د معدنیاتو وزیر میر شعیب نوشیرواني وړمه ورځ په یوه خبرپانه کې ویلي، د پېښې په اړه پلټې روانې دي او د کانونو د قانون د سرغړونو په صورت کې به د کان د مالک پرضد قانوني اقدام وکړي.

تر دې وړاندې د جنورۍ په لومړی نیټه د بلوچستانو په یو شمیر نورو کانونو کې په بیلابیلو پېښو کې درې کارګر وژل شوي او درې نور ټپیان وو.

د کانونو کارګر وایي حکومت د غفلت او بې پروايي له کبله دغه ډول پېښې رامنځته کیږي.

د وروستیو شمیرو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې د بلوچستان په کانونو کې نژدې ۴۰۰ کسان وژل شوي، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله یې شمېره لوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب