Homeخبرونهاوچا وايي په تېرو درو کلونو کې له افغانستان سره نژدې ۷...

اوچا وايي په تېرو درو کلونو کې له افغانستان سره نژدې ۷ میلیارد ډالره مرسته شوې

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۴ مه) د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې سویس د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲.۳ میلیونه سویسي فرانکه، چې شاوخوا ۲.۶ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.

دغه دفتر د دوشنبې په ورځ، د جدي په ۲۴مه، د سویس د دې مرستې هرکلی وکړ او ویې ویل: «ستاسو ملاتړ به په افغانستان کې د اړو خلکو په ژوند کې رښتینی بدلون راوړي.»

اوچا په داسې حال کې د سویس د ۲.۶ میلیون ډالري مرستې خبر ورکړی چې د روان کال د قوس په ۲۹مه یې د ۲۰۲۵ کال لپاره په افغانستان کې د ژوندانه د شرایطو او بشري اړتیاوو په اړه په یوه راپور کې ویلي و چې ۲۲.۹ میلیونه افغانان به د بقا لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو دې دفتر ویلي و چې په راتلونکي کال کې ۱۶.۸ میلیونه افغانانو ته د مرستې رسول یې هدف ټاکلی، او د دې لپاره ۲.۴۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

له بلې خوا په یخپل دې راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته له افغانستان سره د شاوخوا ۶.۷ ملیارد ډالر بشري مرسته شوې ده.

اوچا همداراز ویلي، له افغانستان سره دا مرستې په داسې حال کې شوي چې په دغه هېواد کې له لسیزو راهیسې د سخت اقتصادي زوال، د خوړو د خوندیتوب نشتوالي، وچکالۍ او د روغتیايي سیستم د سقوط له امله تر ټولو سخت بشري ناورین لا هم دوام لري.

د اوچا په وینا، د شویو مرستو له امله د خلکو په ژوند کې د پام وړ پرمختګونه راغلي‌ دي او زیاته شوې چې “په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه خلکو مرستې ته اړتیا درلوده. له هغه وخت راهیسې، وضعیت ثبات موندلی، د خوړو خوندیتوب، روغتیا پاملرنې، تعلیم، ساتنې، روغتیا ساتنې او سرپناه په څیر مهمو سکتورونو کې پرمختګونه لیدل شوي دي.”

د دې ادارې د معلوماتو په اساس دا مرستې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب، د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې، روغتیا او د سرپناه برابرولو په برخو کې لګول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...