له کړکۍ د شمال له راالوتې څپې سره یې سترګې شمې ته ورواړولې ، په طاقچه کې د لګیدلې شمې ژبه د باد څپو ته اوږدیده، لنډیده.
د کړکۍ پله یې تکیه کړه، په زګیروي کښیناسته، د دوی د کور له ټیټ دیواله د جومات د منارې د سر د څراغ رڼا راتیره شوې وه، غولی یې روڼ کړی و. مخ یې ترې وګرځاوه، شمه باد ته وپوړیده، که یې لاس پرې نه وای نیولی مړه کیده.
سر یې پر دیوال کیښود، د چت پر لرګیو د شمې د رڼا وړانګې داسې خوځیدې لکه لرګي چې ناڅي. شونډې یې ویړې شوې، خو د ډاکټر خبره چې ورپه زړه شوه خوله یې بیرته سره ټوله شوه:
« که د ملا حرکات زیات نه کړې د یو مخ فلج کیدو امکانات دې زیاتیږي»
په کرښیدو بیرته خپل ځای ته واوښته. د شمې لمبې ته یې سترګې ونیولې چې شمال ته ښوریده. د شمې شاته یې له پرانیستې کړکۍ د کوڅې د څراغ رالویدلې رڼا ته ورپام شول. لاس یې د سترګو مخې ته تیر بیر کړ، لکه د جومات د منارې دریدلې رڼا چې له مخه لرې کوي. اخ یې کړل. په اړخ شوه، بیرته یې سر کیښود.
د ډاکټر دا خبره یې په ذهن کې تیره شوه:
« عملیات خطرناکه دی…»
لکه سلګۍ چې یې شي، ساه یې بنده بنده شوه، موبایل یې د شمې رڼا ته ونیو، د میړه وروستی مسیج یې یوځل بیا له سترګو تیر کړ، ورته لیکلي یې و چې سبا له خیره ایران ته اوړم چې ورسیدم بیا حال درکوم.
د پیغام نیټه یې په لږ لوړ غږ تر ژبې لاندې تیره کړه، د سرطان پنځلسمه…پنځلسمه..
« څرنګه عملیات وکړم…درې میاشتې شوې… کله به دې حال راځي…»
له وره سره غږ شو، زړه یې کیده چې ورغږ کړي…
له درده یې سترګې سره ولاړې، د موم بوی یې حس کړ، چې سترګې یې پرانیستې شمه مړه شوې وه. د لاس لرګی یې د بریښنا سویچ ته ورپورته کړ، لاهم بریښنا نه وه راغلې. د کړکۍ پر یوې پلې د جومات د منارې لویدلې رڼا رڼه ورته ښکاره شوه. په زګیروي یې کړکۍ ته شا واړوله، سپین دیوال په تیاره کې تور ایسیده، موبایل یې له زړه سره ونیو، سترګې یې له درده پټې شوې.
پای