ليکوال؛ عبدالوحيد وحيد
اړين وضاحت؛
د جګړو په هکله زما ټول قضاوتونه، څرګندونې او دريځ د افغانانو ترمنځ په مختلفو نومونو او عنوانونو د خپلمنځي جګړو په محوريت را څرخيږي. د خپلواکي په وړاندې د مبارزې په تړاو مطلقاً جدا نظر لرم چې د کورنيو جګړو په تړاو مې له دريز سره قطعاً د پرتله کيدو وړ نه دي.
دلته ډيره اوږده جګړه تيره شوه. دلته ډير سرونه په خاورو او وينو کې لت پت شول. دلته په زرګونو لاس تړليو تسليم شويو انسانانو باندي د کلاشینکوفونو ببکي وشول او دښتې يې په وينو خړوبې شوې. دلته ډيرې ميندې په دغه ګناه بورې شوې چې عسکر پوليس، مامور يې زيږولى وو ډيرې خويندې ځکه کونډې شوې چې له طالب سره يې د ژوند تړون درلوده، د يتيمانو لښکرې جوړې شوې ځکه چې پلاران يې د جمهوريت او يا امارت پلويان وو، خو د هيچا بريا نصيب نشوه
هېواد مو کنډواله شو او زموږ په آند، زموږ په لاسونو د ماتو شويو زبرځواکونو خيراتونو ته محتاج وګرزيدو. ډير نظامونه مو ونړول خو د جوړولو هنر مو نه دى زده. د انديښنې خبره دا ده چې دلته هر څوک راغلل شعارونه ترانې سندرې وغږولې چيغې يې ووهلې دروغو ژمنې يې وکړې، هر څه يې ونړول، خو هيڅ ډول نظام يې جوړ نکړاى شو.
ايا په دغه حقیقت باندې به څوک د سترګو پټولو جرئت ولري چې د افغانانو ترمنځ د واک لپاره پرونۍ جګړه هم د ملت له سپيڅلي مبارزې سره جفا وه چې بوږنوونکي پايلې نن موږ ټول په ځانګړي ډول زموږ ځوانان تجربه کوي، د مقاومت تر نوم لاندې د نن او سبا کورنۍ جګړې بيه به هم زموږ راتلونکې نسل ورکوي او هغوى به بيا لکه د نن ځوانان د واک د حرص په تړاو د جنګسالارانو په هکله حتماً قضاوت کوي؟ ولس مو پرون هم د افغانانو ترمنځ د سولې معصومه غوښتنه درلوده چې متأسفانه په جګړه کې د ښکيلو خواوو د مشرتابه لخوا و نه منل شوه او نن هم وايو چې کورنۍ جګړه په هر نوم او تر هر عنوان لاندې په هيڅ ډول زموږ ستونځه نشي حل کولاى، د مثبت بدلون لامل نه ګرزي او هيواد ته هيڅ نيکمرغي نه راوړي.
د ښکېلو غاړو د سياسي مشرتابه واک محوره تګلارې، د نړيوالې ټولنې غلطې پريکړې او زموږ د ولس بدبختي وه چې پرون مو د مشرانو د غلطو محاسبو له امله يو مات ګوډ نظام نسکور او سوله تاړاک شوه. موږ وليدل چې له دعوو او ژمنو سره سره مو د بل نظام د جوړيدو خوبونه له تعبير موندلو څخه پاتې، ارمانونه مو په سيند لاهو شول، ملت مو د بيوزلي په اور کې سوځي. داده اوس يو ځل بيا د بدمرغه جګړو ګواښونه اورو او تر هرڅه زياته د انديښنې وړ خبره داده چې په نړيواله کچه بيا د افغانانو ترمنځ د جګړې پيل ته لابي هم روانه ده.
که څه هم زموږ سياسي مشران مشورو ته د غوږ نيولو اړتیا نه محسوسوي، وړانديزونو ته څوک ارزښت نه ورکوي او د ولس غوښتنې ورته اهمیت نلري، خو موږ پوهېږو چې دغه خاوره مو خپله ده او که مو څوک ددغه ګډ کور د خرابولو تکل کوي، يا هم څوک په دغه مظلوم ولس باندې د زور له لارې د حکم چلول زده کوي، نو په وړاندي يې سوله ايز غږ پورته کول خپل ديني او ملي مسئوليت ګڼو او غبرګون به حتماٌ ښيو.
شک نشته چې افغانان نيمګړتياوې لري، د زده کړو کچه يې ښکته ده. د احساساتو په مهال د عجولانه پريکړو کولو زيانونه ويني، په سياست کې مذهبي او کلتوري ارزښتونه کاروي او د ملي ګټو لپاره منل شوى ميکانيزم نلري، خو زموږ مثبت اړخ داده چې هر حاکم ته مو فرصت ورکړى او د توقعاتو ګراف مو ښکته ساتلي ده. اوس خو باید واک تر لاسه کول د توپک د شپېلۍ په زور د نظامونو د نسکورولو او کورنۍ جګړو ته د تلو له لارې نه، بلکې د قانوني مراحلو منل شوي ميکانيزم، وړتیا او سپيڅلتيا په معيارونو په کارولو د واک ترلاسه کول ديني قانوني او اخلاقي مکلفیت ګڼل شوى واى، خو متاسفانه داسې څه لاهم نشته.
اوس غواړو چې د مقاومت په نوم د واک لپاره د جګړو مشرانو ته ووايو چې؛
که هغه مهال مو د مقاومت غږونه پورته کړى واى چې واک، منظمه اردو، وسلې، توپونه، ټانکونه الوتکې، نظام او امکانات مو په لاس کې وو، نو بيا مو خپلې ادعا ته د مشروعیت ورکولو په موخه څه نا څه استدلال کولاى شو، خو ستونځه دا وه چې د سولې لپاره اړين معنويت، اراده او تر ټولو مهم چې د قرباني روحيه مو نه درلوده.
که د مقاومت ډله اوس هم د سنجول شوي سياسي قدم په پورته کولو کې پاتې راځي او د توپک کارولو ته مخه وکړي، نو دا به يې يقيناً سياسي ځان وژنه او په ملت کې د لازياتو درزونو د ايجاد لامل شي. هغه مشران چې د واک لپاره د کورنئ جګړې سابقه لري بايد د توپک له پورته کولو څخه د مخه د خپلو تيرو جګړو، ورانيو فساد او غصب په تړاو خپل ځانونه څو څو ځله د خپل وجدان په محکمه کې سپين کړي، د ځينو ډلو لخوا د اسلامي نظام او د نورو لخوا د ديموکراسي د پلئ کيدو د دروغجنو دعوو په تړاو له خپلې تياره ماضي سره جګړه وکړي. د تاريخ پاڼو ته په کتو ويلاى شو چې افغانانو د تل لپاره په کورنۍ جګړه کې دښمن مات کړى دى نظام يې نړولى دى خو له جګړې وروسته د رغولو او جوړولو په بهیر کې پاتي راغلي دي.
له اوسنيو چارواکو څخه مو هيله داده چې د زده کړو، کار او حجاب په تړاو د بېوزله افغانانو د ځورولو لړئ ختمه کړي، د بنسټونو د له منځه وړلو، غير ضروري فرمانونو صادرولو او د پخوانیو مشرانو غلطي محاسبې د ځان لپاره د ورته کړنو لپاره د مشروعیت لټولو باندي د وخت تيرول پريږدي. اوسنى ترينګلى سياسي اقتصادي او امنیتي وضعیت ته مناسب او په واقعيتونو ولاړ غبرګون وښئي. د چارواکو ځينې بيځايه امرونه او کړنې له ملت سره د هغوى واټن رامنځته کيدو لامل ګرزيدلې دي. دغه هيواد ته د ورپېښو ننګونو او د راتلونکو توپانونو مخنیوى او مديريت دومره اسانه نه دى چې په تشو خبرو هوايي ژمنو او متحدالمال مبهمو اصطلاحاتو په کارولو ترسره شي.
اوس ملي اجماع رامنځته کول د وخت غوښتنه ده، له سياسي مخالفينو سره د ملي اجندا جوړول، د سترو بدلونو راوستلو په ګډون ملي ګټو ته تعریف موندل ملي اړتیا ګڼل کېږي. په مذاکراتو کې د واک په ويش باندې خبره کول ملي پخلاینه نه ده، خو له پاکو مسلکي او د هيواد ګټو ته ژمنو اشخاصو په مرسته د واقعي پراخ بنسټه حکومت جوړول، له نړيوالو سره په ترسره شويو ژمنو باندې وفا کول، اقتصادي بيا رغونه، د بالقوه امنیتي تهديداتو د مخنیوي په لارو چارو باندي هوکړه او دغو موخو ته د رسيدو لپاره د قرباني ورکول د امارتي چارواکو په مخکې سترې ننګونې ګڼم.
سلام
صم بکم عمی فهم لایرجعون
الف:
تاسې ښو ټکو ته اشاره کړې ده. زه به هم تاسره که اجازه وی یوڅو ټکی شریک کړم .ربنا اتنا دعا کې……. ددنیا او اخره غوښتنه شوی ده چې دواړه ارزښت لری موږ یی یو په بل نشو اختصارولی. دنیا په اخر او اخره په دنیا پورې تړاو لری. داسمه ده چې نړیوالو له افغانستان سره کوم مېړنی کار نه دی کړی خو اوس شرایط او تګلاری دا وایی چې موږ باید پر ڼړیوالو تعهداتو باندې باور ولرو موږله نړۍ بهر ژوند نه شو کولی .دافغانستان اسلامی امارت ددوحې په وخت کې او اوس دیر توپیر لری .دلته ڼړیوال دافغانستان اسلامی امارت مشروعیت ته دڅلورو کړکیو تر شعاع لاندې ګوری یاڅېړی:
۱-حقوقی او سیاسی معضله
۲-اقتصادی معضله
۳-کورنی مشروعیت
۴-دتروریزم معضله به سیمه ایزه توګه او نړیواله کچه (دتاجکستان غونډه)
ب:
دملی او اسلامی پروسې اهمیت او دریخ
اسلامی امارت وینی چې نړې دشخو دحقوقو نارې وهی چې لیوه راغی! خو دوی دزده کړوبندیز او دحجاب معضله هم رامنخ ته کړه
ڼړۍ کوښښ کوی چې افغانستان د ناسازمان شوی حالت په کړکیچ کې و ساتی . د۱۹۹۱ کال جوړشوی سازمان و۲۰۰۱ کال سازمان هم دسیمې دلوبو لباره رانخ ته شویی دلته له ڼړۍ سره دتعامل ایجادول اصلا دسیاست هنر دی نه مقاومت.اهلیت زمان داوایی چې موږ ولی په یوه ستره جهان بینی کې نه شو کولای چې مشروع حاکمیت له کور څخه رامنخ ته کړو بیا وګورو چې سیمه او ڼړۍ یی څنګه نه پېژنی. دلته لا بهرنی لاسونه دخیل دی هیله کیږی چې لویه جرګه اسلامی او ملی بڼه ولری کور ودان
وعليکم السلام ورحمت الله وبرکاته
مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
يقيناً په لمړي سر کې موږ يو محتاج هيواد يو او محتاج خلک بشپړه خپلواکي نلري. نړي به راڅخه امنیتي ويره لري او هغه يې حق دى مګر موږ نړۍ ته د ډوډۍ لپاره اړتیا لرو نو زموږ د اړتیا ګراف خورا لوړ دى. امارت د ژمنو په ماتولو کې نړيوال ريکارډ جوړ کړ متأسفانه