Homeخبرونهط- انو په دویم ځل د عزيز الله کاروان قبر په بمونو...

ط- انو په دویم ځل د عزيز الله کاروان قبر په بمونو الوزولی

تاند(سې شنبه، د جوزا ۳) د پکتيکا ځايي خلکو ويلي، چې طالبانو په دې ولايت کې د جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو د يوه مشهور قومندان عزيز الله کاروان قبر په دویم ځل په بمونو الوزولی دی.

د پکتیکا مشهور شاعر بشير باران پرته له دې، چې په مشخص ډول په دې اړه څه ووايي د خپل فیسبوک پر پروفایل او کور د عزيز الله کاروان عکسونه لګولي او دا دوه جملې یې ورسره لیکلي دي:(( – لکه چې ته ژوندی یې مونږه درته مړه ولاړ یوو…— – د مېړنیو ووړکو نه وي زیارتونه…))

طالبانو د ۱۴۰۰ کال په عقرب میاشت کې هم د نوموړي قبر په بمونو الوزولی و.

عزيز الله کاروان په پکتیکا کې د طالبانو په خلاف د عملياتو مشري کوله او په دې برخه کې ېې ډېرې لاسته راوړنې لرلې.

نوموړی څو کاله مخکې د کابل په درېیم مکرويان سیمه کې د طالبانو له لوري ووژل شو.

د عزيز الله کاروان د قبر الوزولو په غبرګون کې یو شمېر فعالانو توند غبرګونونه ښودلي او ويلي، چې طالب نه يوازې د پښتني او انساني، بلکې اسلامي ارزښتونو خلاف عملونه هم کوي.

منتقدینو په کندهار کې د جنرال رازق، پکتیکا کې د عزیز الله کاروان د قبرونو او په نورو سیمو کې د غازي امان الله خان، اشرف غني، حامد کرزي او نورو پښتنو شخصیتونو عکسونو او نومونو ته د سپکاوي په يادولو ويلي، چې دا ډله د يوې افراطي ایډیولوژۍ استازیتوب کوي او د ځینو فاشيستانو د تبلیغاتو برعکس چې طالبان د پښتنو استازي او مدافعین ګڼي، هيڅکله د پښتنو د روايتونو او پرګنو استازي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...