جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ۳ هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه له یوې عربي...

طالبانو د ۳ هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه له یوې عربي کمپنۍ سره موافقه وکړه

تاند(سې شنبه، د جوزا ۳) د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر متحده عربي اماراتو ته له سفر څخه وروسته، د کابل هوايي ډګر د مدیریت تړون متحده عربي اماراتو سره وکړ.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، له دې موافقې سره سم به د متحده عربي اماراتو (GAAC) د کابل، هرات او کندهار هوايي ډګرونو مدیریت په غاړه اخلي.

د (GAAC Solutions) کمپنۍ مرکزي دفتر په ابوظهبي کې دی.

دې کمپنۍ په ۲۰۲۰ م کال له افغانستان سره د هوايي ډګرونو د امنیت، ټکنالوژۍ او نورو خدماتو په اړه قرارداد لاسلیک کړی و چې پر اساس یې افغانستان دې کمپنۍ ته ۴۷ ملیون ډالره ورکول.

د موافقې له لاسلیکه وروسته دوی په کابل کې په یوه خبري غونډه کې څرګندونې وکړې.

د طالبانو د حکومت له لوري د دوی د ملکي هوايي چلن او ترانسپورت مرستیال سرپرست غلام جیلاني وفا موافقه لاسلیک کړه.

طالبانو د دغه تړون جزییات نه دي په ډاګه کړي.

مخکې له قطر او ترکيې سره په دې اړه د مذاکراتو خبر ورکړل شوی و.

معلومه نه ده، چې متحده عربي اماراتو سره کله او څنګه په دې اړوند مذاکرات ترسره شول.

د‌ طالبانو پر چارواکو نیوکه شته، چې د بهرنيو اړيکو څرنګوالی یې ډېر نه دی معلوم او پریکړې پکې په نامعلوم ډول، هغه هم ملت ته له کوم وضاحت پرته کیږي.

1 COMMENT

  1. عجیبه ده ، په ۹ میاشتو او کراتو خبرو له ترکیی او قطر سره هوکی ته ونه رسیدل مګردی اماراتی کمپنی سره په څو ګنټو او یا څو ورځو هوکی ته ورسیدل ، دوی خو جمهوری نظام چارواکو باندی رنګارنګ تورونه لګوي، دوي ولی هماغه کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړ، دی کمپنۍ باندی هماغه وخت هم تور لګیدلی وچی د کابل بین المللی هوائی ډګر کارونه یی مطابق د قرارد داد نه دی اجرا کړي، د دی کمپنۍ نه چی دی (ګاک ) په نوم یادییږي د نړۍ په ستندرد د کارونو توقع نشي کیدای، دومره به وشي چې دوه دری نور هوائی کمپنۍ به خپل الوتنی کابل ته بیا پیل کړي ، ترکیه او قطر غوښته چی د کابل بین المللی ډګر په سیمی کی د یو مهم بی المللی ډګر واړوی ، دا چی ولی دا قرارداد یوی وړی کمپنۍ ته هغه هم بی له رقابت او سیالی ورکړ شو د سوال ځای دی ، د امارت چارواکی دی چی کارونو کی د شفافیت دعوا لری ولس ته دی د دی خبری سپیناوی وکړي چی په کوم دلیل یوه کمپنۍ بی له مزایدی او سیالۍ دفعتا راځي او قرارداد ورسره لاسلیک کیږي۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب