Homeخبرونهافغان خبريالې انيسه شهید ته يوه نړيواله جايزه ورکول کیږي

افغان خبريالې انيسه شهید ته يوه نړيواله جايزه ورکول کیږي

تاند(سې شنبه، د جوزا ۳) د افغانستان يوې مشهورې خبریالې انیسه شهید ته د خبريالانو د نړیوال‌ مرکز له لوري د خبريالانو يوه نړيواله جايزه ورکول کېږي.

نوموړې په هغه ډله کې شامله ده، چې سږکال د ياد شوي مرکز له لوري د خبريالۍ جايزه ورته په پام کې نیول شوې ده.

انيسه شهید ته د دې جايزې د ورکړې دليل د کرونا ويروس د ناورين پر وخت د سرچينو د مدیریت په اړه څېړنيز راپور ښودل‌ شوی.

انيسه شهید مخکې د طلوع ټلویزیون خبریاله وه، خو د طالبانو له واکمنیدو سره یې د سلګونو نورو خبریالانو په شان هېواد پريښی او بهر کې ژوند کوي.

نوموړې څه موده وړاندې د یمن د بې ځایه شویو خلکو عکس خپور کړی او ادعا کړې وه، چې ګواکي دا د طالبانو د حملو له کبله غرونو ته د پنجشیر بې ځایه شوي خلک دي.

د هغې دا کار ځینو خلکو رسوا او په اړه یې توند غبرګونونه وښودل.

منتقدینو نوموړې په غیر مسلکي توب او قومي تبعيض خپرولو تورنه کړې وه.

1 COMMENT

  1. نړیواله ټولنه ( په حقیقت کی استعماری کړیانی ) د خپلو ګټو په اساس دې او هغه کس ته جائزې ورکوی.
    د استعمار هغه جائزه کومه چی نن ئې طالب ته ورکړېده ( د وولس پر اوږو د طالب د سپرېدو پروژه ) د مننی! او ستائنی! وړ ده او افغان وولس ډیر ترې راضی ! او خوښ ! دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...