ايمل فیضي
د طالبانو د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت وايي موږ د حجاب حکم صادر کړی دی، ځکه حجاب د اسلام یو حکم دی، او له دې حکم څخه سرغړوونکو ته سزا ورکوو. سوال دا دی چې د طالبانو د مشرانو درک، برداشت، تعبیر او تفسیر، د اسلام له دې حکم او نورو احکامو څخه څومره سم دی؟
آیا د طالب مشرانو تفسیر له قرآني آیاتو څخه صرف نقلي او روایي یا روایتي دی، او که پر عقل، منطق او پوهې باندې هم تکیه لري؟
د اداره امور مرستیال، مولوی شیخ نورالحق انور، څو ورځې مخکې، د طالبانو د حجاب له حکم څخه په دفاع کې، په یوه وینا کې، چې د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت لخوا نشر شوې، جالبې څرګندونې وکړې. نوموړي وویل: د اسلام په صدر کې اسلامي ټولنې هم مینځې او غلامان درلودل. په هغه وخت کې «اصلي میرمنې چې په کوم حجاب مکلفې ګرځول شوې وې، مینځې په هغه اندازه حجاب مکلفې نه وې ګرځول شوې. د اصیلو او تمیزو په خاطر لازمه وه چې دا مینځو ته ووايي چې تاسې خپل مټان لوڅ کړئ. تاسې د بدنونو ځینې برخې لوڅې کړئ، ځکه چې بیا تفکیک نه کېږي د مینځو له اصیلو (ښځو) څخه. شیخ نورالحق انور زیاته کړه: چا چې ټول بدن پوښلی و، دا اصیله وه. هغه (ښځه) چې مخ یې لوڅ و، لاسونه او مټان یې لوڅ ول، دا معلومیدل چې دا اصیله نه ده، مینځه ده.»
د طالبانو د مولوي صاحب، شیخ نورالحق انور د دې څرګندونو منبع په اصل کې د قرآن کریم د۳۳مې سورې، الاحزاب، ۵۹ مه آیه ده: يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا:
ترجمه: ای پیغمبره، خپلو ښځو (مېرمنو)، لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووایه چې پر ځان خپل اوږده اوړني/ټکري واچوئ. دا غوره/بهتره ده چې وپېژندل شئ او د (بدو او هرزه انسانانو) آزار (تعرض) مورد و نه ګرځئ، او خدای بخښونکی او مهربان دی.
البته، په دې لیکنه کې، دا ادعا نه کوم چې زه دې عالم دین یم او یا دې هم د قرآن کریم مفسر. باور مې دا دی چې هر باسواده مسلمان باید ځان د قرآني آیاتو په معنا او تفسیر پوه کړي. دا کار په دې خاطر هم مهم او ضروري دی چې په نننۍ دنیا کې له داعش او القاعدې څخه نیولې بیا تر نورو پورې، هره اسلامي ډله او تحریک ځان واقعي مسلمان ګني خو په خپلو اعمالو سره په اصل کې هم اسلام او هم مسلمانان بدنامه کوي.
د قرآن شریف د معتبرو ترجمو او تفاسیر له مخې، په یاد شوي آیه کې دوه لغات د دې ټولې آیې د سم درک لپاره ډېر مهم دی: لمړی یُدنینَ اودوهم جَ
دلته مهمه او اصلي خبره دا ده چې له دې آیې مبارکه څخه هدف څه و یا څه دی؟ دا آیه ولې نازله شوه؟دا مهمه ده ځکه مولوي صاحب، شیخ نورالحق انور په خپله وینا که په دې اړه معلومات ورنه کړل.
تفسیرالمیزان او تفسیر نورالثقلین، د قرآن کریم دوه معتبر تفاسیر دي چې په هغو کې د دې آیې د
نازلیدو دلیل داسې بیان شوی دی:
په مدینه کې، کله چې ځینې ښځې د ماښام له خوا مسجد ته تللې، چې د مغرب او عشاء لمونځونه له حضرت محمد (صلى الله عليه و آله و سلم) سره په مسجد کې ادا کړي، ځینو ځوانانو به د هغوی لاره نیوله او پر دوی به یې تعرض کاوه. خدای تعالی دا آیه نازله کړه چې خپل دا مؤمن بنده ګان د هرزه او بد لارو انسانانو د تهدید او آزار څخه په امان کړي.
که په قرآن شریف کې د دې آیې مافوق او مابعد ته هم توجه وشي، لیدل کېږي چې ځینو انسان آزارو افرادو او منافقینو ته اشارې شوې دي، چې دا هغه لنډغر ول چې، د قرآن کریم د مفسرانو په قول، په مدینه کې اوسېدل او د مسلمانانو د آزار، اذیت او تهدید باعث ګرځېدل.
دا آیه که فرمان د حجاب هم ورکوي، خو د تفسیر نورالثقلین له مخې، په «تهدید» او اجبار د حجاب حکم نه کوي، بلکې «فلسفه د حجاب» داسې بیانوي چې ښځې او نجونې «که غواړي» چې د هرزه او کثیفو افرادو د «تهمتونو»، «تهاجمونو»، او «تهدیداتو» څخه په امان کې اوسې، خپل ځان یا بدن دې وپوښي.
مولوي نورالحق انور د دې آیې د نازلېدلو د دلیل په اړه هیڅ هم ونه ویل، او نه یې هم د خپلو خبرو آدرس او منبع روښانه کړه.هغه صرف له دې آیې څخه د خپلې ادارې د حجاب د حکم څخه د دفاع په خاطر سیاسي استفاده پورته کړه.
لازمه دا ده چې د طالبانو د امربالمعروف و نهی عن المنکر مشران اول ځان په اسلامي احکامو ښه پوه کړي. له قراني آیاتو څخه د دوی تفسیر باید «اجتهادي»وي چې هم پر روایتونو او هم پر عقل تکیه ولري. یوازې باید پر روایاتو باندې اعتماد ونه شي بلکې له عقل او تدبر څخه هم کار واخیستل شي. د امربالمعروف و نهی عن المنکر طالبان باید د قرآن کریم د آیاتو پر ظاهري معنا ځان او نور سر ناخلاصې پرېنږدي. قرآني مفاهیم باید د یو جامع اجتهادي او عقلي تفسیر په چوکات کې ځان ته روښانه کړي.
د طالبانو مولوی، شیخ نورالحق انور، تأکید صرف پر دې درلود چې ښځې دوې طبقې دي. د ده په خبره، ښځې یا «اصیلي»یا نااصیلي، یا با وقاره او یا بې وقاره، یا باحیا او یا بې حیا، یا باعفته او یا بې عفته، یا با تمیزه او یا بې تمیزه دي. دا ټول هغه صفات دي چې نوموړي مولوي صاحب په خپله وينا کې بیا بیا تکرارول. ښه صفات یې د با حجابو لپاره او بد صفات یې د بې حجابو مېرمنو لپاره استعمال کړل. د ده په وینا، د کومې ښځې «چې پرده کمېږي، نو بیا حیا او ستر یې هم کمېږي». مولوي صاحب حیا د ایمان نیمه برخه بولي او وايي چې د «ځینو روایاتو» پر اساس حتی له حیا څخه «تعبیر د کل ایمان کېږي». ده دا هم وویل چې با حجابه ښځه په ټولنه کې «محفوظه ده!». د دا ډول ناسمو او په کمزوري استدلال د ولاړو بیاناتو له اوریدلو وروسته ځینې ناپوه، بې مطالعې او بېسواده عامو افرادو (طالب او غیر طالب) ته هره بې چادري او بې ټکري ښځه بې ایمانه او کافره ښکاري.
د طالبانو د امربالمعروف و نهی عن المنکر چارواکو منبرونو ته وظیفه ورکړې ده چې د حجاب د حکم ګټې او د بې حجابۍ زیانونه خلکو ته بیان کړي.که د دوی ټول روان تبلیغات دا ډول بې مسوولیته او د اسلام او قرآن کریم څخه لري وي، په هېواد کې به له ښځو سره خشونت او بد رفتارۍ ته زمینه برابره شي او په کابل کې د فرخندې (ملکزاده) بې رحمانه شکنجې او قتل غوندي ورته بدې پېښې به احتمالاً بیا تکرار شي. د طالبانو د حجاب د حکم له مخې، د بې حجابه مېرمنې کور «په نښه» کېږي، د هغې ولي ته «توصیه»کیږي او «تنبیه»کیږي او د«احضار»،«حبس»اوپه سزا محاکومولو امکان یې هم شته.طالبان په هیڅ ډول د داسې ظلم، غیراسلامي او غیرقانوني اعمالو حق نه لري.
امر بالمعروف و نهی عن المنکر په زور او جبر نه کیږي!
زموږ نبي کریم، محمد (ص) وايي: «په نېکۍ امر کوه او له بدو منعه کوه، خو کله چې ته ګورې چې خلکو ته دنیا مقدمه ده او د نفس او حرص او بخل هوا پر خلکو حاکمه ده، او هر څوک یوازې خپله رایه او لار خوښوي، خپل ځان ته پام کوه اوعام خلک پرېږده.»