Homeخبرونهمالیې وزارت د غوري سمنټو د توليداتو کميدل رد کړل

مالیې وزارت د غوري سمنټو د توليداتو کميدل رد کړل

تاند(سې شنبه، د جوزا ۳) ‏د‌ طالبانو د مالیې وزارت په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د غوري سمنټو فابریکې د تولید د ۹۰ سلنې کموالي په اړه د بي بي سي راپور ناسم بللی دی.

 دغه وزارت ویلي چې د پخوا په پرتله د دغې فابریکې فعالیتونه ښه پر مخ ځي او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې تولیدوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د غوري سمنټو فابريکې کارکوونکو دوی ته د معاشونو د په ځنډ ورکولو شکايت کړی و.

طالبانو بیا ویلي، چې د معاشونو د مياشت په مياشت ورکولو پلان لري او په دې برخه کې ېې تدابیر نیولي.

طالبانو د حکومتولۍ د ستونزو په اړه یې اکثره وخت راپورونه او شکايتونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...