شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو خلاف قیودات...

امنیت شورا له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو خلاف قیودات لېرې کړي

تاند(سې شنبې، د جوزا ۳ مه)  د ملګروملتو امنیت شورا نن (سې شنبې) په افغانستان کې پر طالب چارواکو غږ وکړ چې ژر له هغو تګلارو او اعمالو لاس واخلي چې د بشري حقونو او د افغان ښځو او نجونو د ازادیو خنډ دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امنیت شورا ۱۵ غړیو هیوادونو د ناروې له لوري له هغې ترتیب شوې مسودې سره موافقه وکړه چې نژدې دوې اوونۍ وړاندې یې د امنیت شورا له غیرعلني غونډې وروسته وړاندې کړې وه.

دې مسودې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د اساسي ازادیو د درناوي پر پای ته رسېدو ژوره اندېښنه ښوولې ده.

د طالبانو له لوري د ښځو خلاف پر له پسې قیودات او نور افراطي اعمال سبب شوي چې نه یوازې د دوی حکومت په نړۍ کې په رسمیت ونه پېژندل شي بلکې داسې یو وضعیت رامنځته شي چې که اوس دوی ډېر اصلاحات هم وکړي ښايي بیا هم هیڅ هیواد حاضر نه شي چې دا رژیم په رسمیت وپېژني.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د رسنیو ازادي اخیستې، ټول واک یې په انحصاري ډول خپلو ملایانو ته په لاس ورکړی، تعلیم یافته، مسلکي او متخصص افغانان یې رټلي او یو سوچه ملايي رژیم یې جوړ کړی دی.

۹ میاشتې کېږي چې نجونې د لېسې د دورې له زده کړو محرومې دي او د ښځو خلاف د اقداماتو په دوام کې یې تازه تلویزیونونو ته ویلي چې ښځینه ویندویانې په تلویزیون کې مخ پټې ښکاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب