پنځمه برخه
په دغو شپو او ورځو کې مې په ښوونځي کې هم خونده نه وه، د درسونو د لوستلو سره مې د علاقې ګراف صفر ته راښکته شوی ؤ، آزموینو کې به مې یا په نقل ځان کامیابه ؤ او یا به مې د استادانو سره په اشر.
د کلیو او بانډو ښوونځي اکثره همداسې وي، معمولاً استادان د ریشقو، شفتلو، غنمو او للمیو لوونه پر شاګردانو کوي؛ د ژمي بوټي او خس خو یې بې له هغې هم د دوی پر غاړه وي.
موږ به هم د استادانو سره په هر اشر کې ګډون کاوه، د هغوی د ژمي ټول بوټي به مو په یوه ورځ ورته پوره کول. خو که به کوم استاد اشر ته اړتیا نه درلوده او یا به یې ځان ډېر پاک نفسه ګاڼه، د هغه سره مو بیا په نقل ځان کامیابه ؤ.
د نقل تګلارې به هم کله کله سره وخوړ او په کې ګیر به شو، سر به یې هم چې وخوړ داسې سر به یې وخوړ چې د ټول عمر لپاره به يې زموږ د سپېڅلتیا پر لمن تور داغ کېښود.
د دا ډول خاطرو یوه خاطره مې هیڅکله نه هېرېږي. هغه دا وه چې د ښوونځي په اووم ټولګي کې مې څلور نیم میاشتنۍ آزموینې وې، د زراعت د مضمون آزموینه مو د مهالوېش مطابق وانه خیستل شوه، استاد یې یو په یو د بل مضمون په آزموینه کې غږ وکړ، چې زه مو هم د زراعت امتحان نن اخلم، ما چې له ځان سره چورت وواهه چې سړیه مضمون ته خو آماده نه یې، راځه کور ته ولاړ شه او هغه د زراعت د نوټ کتابچه له ځان سره راوړه، هغه به تر پارچه لاندې کړې او په مفتو کې به سل نومرې یوسې، همداسې مې وکړل، له یوه کلیوال نه مې په سلو سوال زاریو بایسکېل واخیست، کور ته راغلم او کتابچه مې له ځان سره واخیسته او بېرته مخ پر مکتب روان شوم، بایسکېل ډېر تېز ځغلوم، تر څو آزموینې نه رانه تېره نه شي، کله چې د مکتب دروازې ته ورسېدم، یو ناڅاپه له مکتب نه یو استاد پر بایسکېل سپور راباندې راووت، بایسکېلونه مو سره ټکر شول، د استاد خوار لونګۍ په یوه شوه او بایسکېل په بله، خو ښه ؤ بایسکېل یې ډېر خراب نه شو، راته غوصه شو، خو چې زما حالت یې ولید، د قهر ګراف یې صفر ته راښکته شو، ما چې کله خپل بایسکېل ته وکتل، ګلګیرونه یې په یوه، قاب یې په بله او ښکرونه یې په بله وو، په زړه کې راتېره شوه چې ځان ته خو د کار وکوت، د بایسکېل تاوان خو حتماً درنه اخلي او ستا سره پیسې هم نشته. ژړا راغله، خو ښه ؤ د ښوونځي نورو زده کوونکو ته یې ونه شرمولم، او اوښکې مې پر مخ رانغلې، غلی مې بایسکېل د نورو بایسکېلونو په منځ کې ودراوه او خپله د آزموینې صحنې ته ولاړم، آزموینه مو له یو څه ځنډ وروسته پیل شوه، د پارچو تر راکولو څو دقیقې وروسته مې کتابچه تر پارچې لاندې کړه، خو دویم سوال ته چې ورسېدم، استاد ولیدم، راغی پارچه یې رانه واخیسته او کتابچه یې راته څیرې کړه، د آزموینې له صحنې یې وشړلم، د هغه کلیوال صنف ته مې ورغلم، او د بایسکېل کلي مې ورکړه، د بایسکېل د خرابۍ کیسه مې یې هم ورته وکړه، سړی وارخطا شو، ژر یې د بایسکېلونو پر خوا رامنډه کړه او د خپل کنډو کپر بایسکېل سرته ودرېد، خیر دې یوسي، نوره خبره یې ډېره ونه شاربله، یوازې دومره یې وویل، چې یا بایسکېل خپله جوړ کړه، یا به یې زه جوړ کړم، څومره پیسې مې چې پرې مصرف شوې، هغه به ټولې راکړې. دوه نیم سوه شاوخوا پیسې یې پرې مصرف کړې وې، ما بیا هغه پیسې په څو قېستو کې ورکړې او په هغه مضمون کې هم ناکام شوم.